Categories

اعلان

Loading…

د کابل ادبي بنډار د ۴۹ مې غونډې راپور

کابل ادبي بنډار خپله ۴۹ مه غونډه د روان لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۸ مه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره برابره وه، په خوشحال مېنه کې لکي فایف هوټل ته مخامخ د احمد غېرت خصوصي لېسې په تالار کې وکړه.

د سټېج چارې ښاغلي وحيدالله اوریاخېل پر مخ بېولې، مشري یې ښاغلی شبیر احمد حلیمي کوله او مېلمانه یې ښاغلي شمس الحق حېران او امین پاچا وو.

غونډه ښاغلي حېران د قران مجید په تلاوت پرانیسته. ورپسې د کابل ادبي بنډار تنکیو ماشومانو هر یوه ایمل جان، تمیم جان او همایون جان ملي سرود زمزمه کړ.

د غونډی له تګلارې سره سم مطیع الله همدرد د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ، چې د ښاغلي حبیب وقار، ښاغلي ګل آغا احمدي او ښاغلي منصور احمد نېکمل له خوا د وړانديزونو او لارښوونو سره یو ځای وستایل شو.

ژمنه شوې وه چې د کره کتنې په برخه کې به ښاغلی ډاکتر محمد سالم اصغرخېل پرېزنتېشن وړاندې کوي خو د نوموړي د ناسوبۍ له کبله د غونډې اوله برخه تشه وه.

مشاعره حبیب مظلومیار په یو ښایسته نظم پیل کړه، په مشاعره کې کڼ شمېر ګډونوالو پرلپسې شعرونه او ادبي پنځونې وړاندې کړې.

د مشاعرې له پای ته رسېدو وروسته د وردګو په قومي عالي شورا کې د ځونانو کمېټې د کابل ادبي بنډار ډېری غړو ته ډالی ووېشلې چې پکې ښاغلي ګل آغا احمدي، حبیب وقار، مجیب الرحمن محمودي، وحيد الله اوریاخيل، مطيع الله همدرد، شهاب اشرف، زبیح الله ایمان، ځلاند وردګ، شمس الحق حېران، حبیب مظلومیار، شبیر احمد حلیمي، فضل الحق طاهرزی، حميد پاچا او وړوکي: اېمل، تمیم او همایون شامل وو.

تر ډالیو وروسته ښاغلی احمدي دریځ ته وغوښتل شو، ده د وردګو په قومي شورا کې د ځوانانو له کمېټې مننه وکړه چې د کابل ادبي بنډار غړي یې په ډالیو ونازول.

نوموړي همدا راز وویل: چې مونږ به هم د روان ۱۳۹۴ ل، کال په لړ کې د کال غوره لیکوال معرفي کوو، چې هغه به هم د کابل ادبي بنډار له لوري په مادي او نغدي ډالۍ نازول کيږي.

ورپسې ښاغلی حلیمي تالار ته د غونډې د ارزونې لپاره وبلل شو، ده هیله مندي وښوده چې په نوموړې مېنه کې به کابل ادبي بنډار لا هم پر مختګ وکړي، ځکه د ده په وېنا نوموړی ځای یو مرکزي ارزښت لري او له ځوانانو یې هيله وکړه چې یاد بنډار کې خپله سوبتیا غښتلې وساتي.

او د راتلونکې غونډې لپاره اجنډا جوړه شوه چې ښاغلی نسیم سبا به یوه ادبي ټوټه د نثر تر چتر لاندې کره کتنې ته وړاندې کوي.

د دریمې برخې په وروستۍ برخه کې د غونډې مشر مېلمه ښاغلی حېران سټېج ته وغوښتل شو، ده هم غونډه مثبته و ارزوله او د ښاغلي مظلومیار ترنومونه یې وستایل.

نوموړي همدارنګه هغه ځوانو ادیبانو او ژورنالېستانو ته چې په پښتو ادبیاتو کې لوی لاس لري، وړانډيز وکړ چې د ادب او ژبپوهنې په اړه چې په ادبیاتو کې ټوليز رول لري مونږ ته پرېزنتېشنونه وکړي، تر څو وکولای شو خپله بډایه ژبه نوره هم د بډایۍ پر لو وغزوو.

له همدې سره یې غونډه د عائیې په ویلو را ونغاړله.

                               ډېره مینه او مننه!

         هيله ده خپل نظریات او وړانديزونه مو را څخه ونه سپموی.

70 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *