Categories

اعلان

Loading…

خامنه يي وايي، ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ امنیت او پرمختګ خپل ګڼي

تاند- د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان امنیت او پرمختګ ته د خپل هیواد د امنیت او پرمختګ په سترګه ګوري.

خامنه يي د افغانستان او ایران ترمنځ کلتوري، مذهبي او تاریخي تړاوونو ته په اشارې وویل، افغانستان له کلتوري، بشري او د طبیعي زېرمو له نظره خورا بډای هیواد دی.

ده همداراز وویل، په دې کې شک نشته چې د امریکا متحد ایالتونه او د سیمې ځیني هیوادونه د افغانستان له ظرفیتونو او وړتیاوو خبر نه دي او د دوو هیوادونو د همکاریو او همږغیو مخالفت کوي خو ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ خپل امنیت او پرمختګ ګڼي.

ایران له افغانستان سره د اوبو په مسله کې اختلاف لري او توقع لري چې افغانستان پر خپلو اوبو بندونه جوړ نه کړي او تر اوسنۍ اندازې، چې بندونه یې لا جوړ کړي نه دي، زیاتې اوبه ایران ته پرېږدي.

خامنه يي د اوبو مسلې ته اشاره وکړه، ویې ویل:«د کډوالو، اوبو، ترانسپورت او امنیت په شان د دوو هیوادونو ترمنځ موجودې مسلې حل کېدای شي خو باید ټولو ته په ټاکلي چوکاټ کې زیات پام وشي.»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، په دې خوښ دی چې ایران ته یې سفر کړی او دا یې هیله وه چې افغانستان خپل پخوانی هویت ترلاسه کړي او له یو بل سره د سیمې د هیوادونو د نښلولو لپاره د پُل رول ولوبوي.

ده دا هم وویل چې افغانستان اراده لري چې له ایران سره اړیکې او همکارۍ پراخې کړي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

د افغانستان ولسمشر وویل چې د دوو هیوادونو په پولو کې د ترهګرۍ، د مخدرو موادو د قاچاق، مهاجرت او د اوبو په شان ستونزې حل کېدای شي ځکه چې دواړه هیوادونه یې د هواري اراده لري.

397 total views, 1 views today

4 comments

  1. Omat nabi Reply

    د خپل هېواد په سترګه دې مهء ورته ګوري دا ده خامنائي د پلار هېواد نه دی

  2. همایون دوست Reply

    د ایران پلوؤ رسنیو او ایران صفته افرادو له روحی او حرکاتو څرګنده‌ حدس وهل کیږی،چی د ولسمشر سفر دی هیواد ته سخت خفه او بی روحیه کړی،طلوع نیوز خو ګردسره اور اخیستی او په سرولمبو سوځی. ګردی میزو ته یی ټول هغه منفی فکره عناصر راټول کړی،چی په اشرف غنی د عقدو ډک زړونه تش کړی.خو غوصه او کینه یی نه سړیږی.
    رمز به څه کی؟ایا دا چی د ریس صاحب ښه هرکلی شوی؟یا ریس صاحب د اخوندانو له غوږه‌ تیره کړی چی بس دی نور سپی دی وتړه؟یا د دواړوحکومتونو تر مینځ ښی اړیکو کی د دوی فردی او ډله‌یز زیان دی؟
    راتلوونکی نیږدی په سوالونه ځواب کړی

  3. ګل ملوک Reply

    د ایراني شیطانانو سره باید زمونږ دولتمشران په ټولو مواردو کې خورا محتاطې اړیکې وپالي او دانسان په جامه کې د درنده ګانو په توطئېو او دسیسو ونه غولیږي!

  4. محمدعلی منندوی Reply

    تش په نوم غونډی او مجالس نه سی کولای چی تر څو دافغانستان دغه پیچده مسایلو ته دحل لاره پیداکړی ترڅو پوری چی په عملی ډول ګامونه نه وی اوچت سوی ځکه تیره کلونه یی ډیره ښه بیلګه وه چی دی ته ورته تش په نوم غونډی زیاتی وی خو عملی جنبه یی بیخی نه وه.

Leave a Reply to Omat nabi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2