Categories

اعلان

Loading…

د ملیون لیګ سیالۍ د ان اف سي ټایګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د اتو لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو سيالیو کې د اېروبازانو او ان اف سي ټایګرز لوبډلو پای لوبې ته لار ومونده او په پای لوبه کې د ان اف سي ټایګرز لوبډلې د اېرو بازانو لوبډلې ته په ستر توپير ۸۷ منډو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې خپل کړ.

د پایلوبې پچه د ان اف سي ټایګرز لوبډلې لوبډلمشر حمید حس وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.د ان اف ټایګرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.

1په توپوهنه کې ګلبدین نایب چټکې ۱۰۲ ناسوځېدلې،نجیب الله ځدران ۳۰ اوعثمان غنې ۱۴ منډې جوړې کړې.

د اېرو بازانو لپاره بیا په توپ اچونه کې عزیزالله ۳ او عبدالله مزاري يوه وکټه ترلاسه کړه.

د اېرو بازانو د هدف د ترلاسه کولو لپاره يو خراب پېل درلود،د پېل څلور لوبغاړي يې په صفر اوټ شول،خو وروسته امیر منګل او مراد علي يو څه ملګرتیا وکړه او منډې له پنځسو واړولې،په پای کې د اېرو بازانو لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ وکټو په دلاسه ورکولو سره يواځې ۹۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۸۷ منډو په توپېر سره وبایلله.

البته په روانو سيالیو کې ګلبدین نایب ددې ترڅنګ چې د پایلوبې غوره لوبغاړی و پېژندل شو ، د ډېرو منډو جوړولو او همدارانګه خان د شپیږیزې لقب هم ترلاسه کړ.

په توپ اچونه کې بیا تر نورو عبدالله مزاری د ۱۱ وکټو په اخستو سره مخکې و او د میلون لیګ سيالیو د غوره بالر جایزه يې ترلاسه کړه.

په پایلوبه کې د کابل نړېوال لوبغالی د مینه والو څخه بیخي ډک و او ډېر زیات مینه وال د لوبې لیدو ته راغلی و.

د میلون جام ګټونکې لوبډلې ته ۶۷۰۰۰۰ افغانیو جایزه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۳۳۰۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده چې د میلون جام سيالۍ د اپرېل په لسمه په کابل نړېوال لوبغالي پېل شوې چې اته ورځې یې دوام وکړ.

محمد واصل وصال

د لوبه کرکټ ټولې مطبوعاتي مسوول

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *