Categories

اعلان

Loading…

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال دعربي اماراتو د مرستوستاینه وکړه

کابل – مرمرینه ماڼۍ ،دوري دمیاشتې ۳۰مه

په افغانستان کی دمتحده عربي اماراتو د سفیرمرستیال جمعه الکعبي داجراییه ریاست له لومړي مرستیال ښاغلي انجینر محمد خان  سره د وري په ۳۰مه وکتل.

په دغه لیدنه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه  داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینر محمد خان دمتحده عربي اماراتو له مرستیال سفیر جمعه الکعبي څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره يې په تیرو کلونو کې د پام وړمرستې کړې دي .

لومړي مرستیال ددې ترڅنګ له مرستیال سفیر څخه مننه وکړه چې افغان کارګرانوته يې د کار دویزو ترڅنګ د بیا رغونې اونورو ټولنیزو اوخیریه چارو کې ګټورې مرستې کړي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د عربي متحده اماراتو له مرستیال سفیر غوښتنه وکړه ترڅو د اماراتو پانګه وال وهڅوي چې په افغانستان کی پانګونه وکړي او هم د حرفوي اومسلکي زده کړو په برخه کې لازم ګامونه واخلي.

د متحده عربي اماراتو مرستیال سفیرجمعه الکعبی خوښي څرګنده کړه او د ملي وحدت د حکومت لخوا  يې د نويې کابینې جوړول او له پارلمان څخه د اعتماد رايې اخیستل وستایل اودا يې د یومثبت ګام اوښه پرمختګ په توګه یاد کړل.

 نوموړي زیاته کړه چې هیواد يې په تیرو دولسو کلنو کې افغانستان سره د ښو اړیکو تر څنګ د ښوونې او رروزنې، روغتيا، بیارغوني، پوځي، مدنی او داسې نورو څانګوکې له افغان حکومت سره دپام وړمرستې کړي چې د دارالامان ،قرغی،دهلمند ولایت له سنګین تر کجکي سړکونه، دشیخ زايد پوهنتون، د کابل ښار په خواجه رواش سیمه کې د  شیخ زاید دمور او ماشوم روغتون د قصبې بلاکونه چې ۳۳۳۳اپارتمانونو لرونکی دی ،د هلمند دشیخ زايد لوی جامع جومات چې۷۰۰۰ لمونځ کوونکي په یو وخت په کې لمونځ ادا کولای شي،د خوست د شیخ زاهد پوهنتون چې ۱۰۰۰۰محصیلینو ته د زده کړی زمینه برابره کړی ده .

دغه راز دعربي متحده اماراتو حکومت ددې ترڅنګ دافغانستان زرګونوعلماو ته دخطابت اودعوت د تربیې لپاره چې ۲۰۰۰۰ امامان په کې زده کړې کوي چي تر اوسه ترې  ۱۸۰۰۰تنه فارغ شوي دي.

نوموړي افغانستان د سيندونو، معدنونو، کرهڼې اوتوریزم  له پلوه یو غني هیواد وباله او د خپل هیواد دهمکاريو ددوام ژمنه يې یوځل بيا وکړه چې دوې به ترهغه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادمه ورکوي ترڅو دغه هیواد په پوره توګه په خپلو پښو نه وی دریدلي .

287 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2