Categories

اعلان

Loading…

د مطلقو فعلونو املا/ اجمل ښکلی

که جمله بشپړه راغلې وي، بيا د فعل په املا کې له ستونزې سره نه مخېږو؛ خو که فعل- چې جمله پرې ولاړه وي- يواځې راغلی وي؛ نو که استمراري مهال وي؛ نو اجزا تر فعل وروسته راځي؛ خو که فعل مطلق وي، اجزا د فعل د مخکړ، (و)، پلوي قيدونو(را، در، ور) او د فعل د ولۍ ترمنځ ليکل کېږي.

دا فعلونه د مخکړ، (و) او (را، در، ور) له امله په درو کټګوريو ويشل کېږي؛ خو څرنګه چې املايي ستونزه د وروستي جز او د فعل د ولۍ ترمنځ وي؛ نو يواځې پر دې غږېږو:

هغه اجزا چې په مطلق فعل کې د مخکړ، (و) او (را، در، ور) او ولۍ ترمنځ راځي، (خو، به، مې، دې، يې او نه) دي. که دا اجزا ټول راغلي وي، ترتيب به يې دا وي: خو+ به(مرستيال فعل)+ کمزوری ضمير+ نه(نفې)/ مه(نهې).

دا اجزا چې خپلواک مورفيمونه دي او په بشپړه جمله کې بېل ليکل کېږي؛ نو چې د مطلق فعل ترمنځ ورولوېږي، هم خپله بڼه ثابته ساتي:

پا به نه څېږم/ پا به يې نه څوم/ پا خو نه څېدم/ پا خو مې نه څاوه

کې به نه نم/کې به يې نه نوم/ کې خو نه ناست/ کې دې نه ناوه؟

څه به نه ملم/څه به يې نه ملوم/ څه خو نه ملاستم/ څه خو مې نه ملاوه

واخو به نه لوځم/ واخوبه يې نه لوځوم/وا خو نالوتم/واخو مې نه لوځاوه

(نه الوتم) ځکه په (نالوتم) اوښتی، چې د ژبپوهنې د قاعدې له مخې چې دوه زوره جوخت راشي، په الف بدلېږي.

د کومو فعلونو ولۍ چې يو غږ وي؛ نو څرنګه چې نور اجزا ورسره نه نښلي او په حال کې ورسره يو جز هم نه نښلي، په ماضي کې هم ښايي د نفې(نه) ورسره پيوست رانه شي؛ خو زموږ په املا کې يې يوځای ليکل دود شوي دي او دليل يې دا دی، چې بيا ولۍ يواځې پاتې کېږي:

رابه نه شم/ رابه يې نه ولم/را خو به نغلم، درخو نغی؟، راخو نغله، درخو نغلای شو/ را خو به مې نه وست

لاړ خو به نه شي؟/بو خو به يې نه ځم/لاخو نړله، لاخو به نړم، لاخو به نړل/ بو خو به مې نه ته

نو په (تلل) او (راتلل) کې يواځې په ماضي کې هغه هم په لازمي فعل کې د نفې(نه) د فعل له ولۍ سره يوځای کېږي.

د (راتلل او تلل) د مطلق حال(راش، لاړش) له ولۍ سره چې نور اجزا نه نښلي، د نفې(نه) هم ورسره نه يوځای کېږي، داسې:

رانه شم، درنه شم، ورنه شم/لاړ نه شم

په دې فعلونو کې بله املاېې پېچلتيا په مخکړ کې ده، چې کله ورپسې جز سره يوځای او کله بېل ليکل کېږي.

(ننوتل) فعل- چې اصل له (دننه) او وتل نه جوړ فعل دی؛ خو مانيز او شکلي بدلون يې کړی- استمراري ماضي او حال دواړو کې (ننوتل) ليکل کېږي، ځکه چې فشار د وروستي جز(وتل) پر وروستۍ څپه راځي او فشار په ځان پسې ټول فعل راکاږي او نښلوي:

کوټې ته دا دی ننوځم/هلۍ، زندان ته يې ننباسئ/رياست ته ننوتم، چې چا له لاسه ونيوم.

 خو مطلقه بڼه يې- چې فشار پکې په مخکي جز وي او د فشار کار که يوځای کول دي؛ نو بېلول هم دي، ځکه نو په مطلقه بڼه چې (ننه) بېل تلفظېږي، بېل لېکل کېږي:

ما ويل، څه کوې؟ هغه ويل، کور ته ننه وځم؟/کور ته يې ننه باسو/ کور ته ننه وتم

د (ننوتل) فعل متعدي فعل(ننه ايستل) په استمراري او مطلقه ماضي دواړه کې بېل لېکل کېږي، ځکه چې د فعل دويم جز(ايستل) اصلا په لنډی(ي) پيل شوی دی او که يوځای وليکل شي، بيا الف کېږي او (ننايستل= n∂nãy∂stal) تلفظېږي؛ نو داسې ليکل به يې سم وي:

پوره يو ساعت په وره کې ولاړ وم، بيا يې کور ته ننه ايستم/ چې ننه ايستم، يې په وره کې مې پر منګي سترګې ولګېدې

نو که (ننه ايستل) استمراري و، په وروستۍ، ګنې په مخکۍ څپه فشار راځي.

(ننه وتل) او (ننه ايستل) دواړه فعلونه چې په مطلقه بڼه راشي، هغه اجزا ترې بېل ليکل کېږي:

ننه خو به رانه نه وځي/ ننه خو به دې نه باسي/ننه خو درنه نه وته؟/ننه خو يې رانه نه ايست

د (وړل) اجزا هم د داسې ډېرو نورو مطلق فعلونو غوندې بېل ليکل کېږي:

يو به يې نه سم

دلته (يو) د پېښور په لهجه کې (yaw) او د وردکو په لهجه کې (yo) تلفظېږي؛ خو ليکل کې همداسې يو رنګه. په ننګرها کې بيا (وې/ we) يعنې (وې به يې سم) وايي؛ خو کره بڼه يې همغه(يوبه يې سم) ده.

په افغانستان کې په مطلقه ماضي کې دا فعل (را، در، ور) اخلي او په (راوړل، دروړل او ورورړل) اوړي او د نفې(نه) ورسره يوځای نه ليکل کېږي:

ورخو يې نه وړه؟/ درخو يې ورنه نه وړه

خو په پېښور کې د (يو خو به يې نه سي) کټ مټ بڼه هم کارېږي او هلته بيا (نه) بېل نه ليکل کېږي:

يو خو يې نړه؟/يو خو يې ورنه نړل

د دې فعلونو ځانګړنې که له يو بل نه بېلې هم دي، چې تر يوه قانون لاندې راوستل يې اسان نه دي؛ خو ترمنځ يې بيا هم همرنګي او املايي يووالی شته دی.

109 total views, 1 views today

4 comments

  1. کظمالی Reply

    رایه به راکي که به یې نکي را

  2. ننګرهاری Reply

    ډېره مننه محترم استاد. که د پښتو زمانو په هکله یوه مفصله لیکنه وکړئ نو ډېره به ښه وي. زما مطلب د پښتو زمانو د استعمال، تعداد او تعریف نه دی.، چې کله کومه زمانه او څنګه هره زمانه تعریف او استعمال لري. ستاسو د معیاري ګرامري لیکنو په هیله

    په درنښت!

    هارون ننګرهاری

  3. اجمل جلال Reply

    ډېره مننه
    لیکنه مې خوښه شوه. زما غوښتنه هم دا ده چې په پښتو کښې د زمانو په اړه یو لیکنه وشي، ډیره به ګټوره وي.

  4. نصیراحمد Reply

    زما په نظر هر مختاړی او وروستاړی یا نا خپلواک مورفیم چي د کلمې مورفولوژیکي اصالت او فونتیکي لیکني ته زیان رسوي باید له فعل او کلمې څخه بېل ولیکل سي مثلا: ادبتاریخ باید ادب تاریخ ولیکل سي، چي د هري کلمې اصالت معلوم سي، او هم داسي لپاره باید له پاره ولیکل سي چي د (له ) سربل او (پاره) اوستربل اصالت او سم شکل لوستونکي او ګرامر پوه وپېژني

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *