Categories

اعلان

Loading…

اجرايي رييس د ولسي جرګې لخوا وزیرانو ته د تائید رایې هر کلی وایې

خبرپاڼه

تاریخ: 29 حمل ۱۳۹4

کابل افغانستان – د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي استازو لخوا د کابینې شپاړلس وزیرانو ته د تائید رایې ورکولو تصمیم ستايي او له پارلمان څخه مننه کوي.

د پارلمان لخوا نوماند وزیرانو ته د تائید رایې ورکول دا ښيې، چي د نوماندۍ پرمهال د وزیرانو لخوا وړاندي سوې پلانونه او برنامې د ملت د استازو د تائید وړ ګرځېدلي او په تطبیق سره به یې د هیوادوالو غوښتنو او ضرورتونو ته رسيدګي وسي.

زه د پارلمان ننی تصمیم د هیواد د سیاسي او امنیتي ثبات لپاره خورا مهم ګڼي او په داسي اساس وخت کي د وکیل صاحبانو دا تصمیم د قدر وړ ګڼي.

د کابینې له تکمیل سره به د ملي یووالي حکومت هغه ژمني، چي له ولس سره یې کړي دي، یو په بل پسي عملي کوي او د وضعیت د بهبود لپاره به نهايي هڅي کوي.

حکومت د هیواد د فاع وزارت او مستقلو ریاستونو او اداراتو لپاره هم د مناسبو او مسلکي اشخاصو پر تعین او موندنه کار کوي او په نژدې راتلونکي کي به د دفاع وزارت لپاره د نوماند ترڅنګ، لوی درستیز او د قضائیه قوي رئیس هم تعین سي.

د کابینې تر بشپړېدا وروسته بله مهمه موضوع، چي حکومت پرې کار کوي د والیانو تعین او ترتیب دی، څو حکومت په کامله توګه تکمیل او د توقع سره سم خدمات وړاندي سي.

 

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان اجرائیه رئیس

20 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *