Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار پر نننۍ پېښي د کندهار د سرپرست والي د خواشينۍ پيغام

نېټه: ١٣٩٤-١-٢٩

کندهار، افغانستان- په ډېر غم او خواشينۍ سره خبر سوم چي د هېواد او ملت دښمنانو يو ځل بيا  د غيراسلامي او غيرانساني عمل په ترسره کولو سره زموږ يو شمېر بېګناه افغانان شهيدان او زخميان کړل.

انالله وانا اليه راجعون

نن سهار اته بجې د ننګرهار ولايت په  مرکز جلال آباد  ښار کي د موټرسايکل بم چاودنه سوي چي چاودنه د دغه ولايت د مخابراتو پر څلور لارې د ښاروالۍ او کابل بانک ودانيو مخي ته سوې چې په نتيجه کي ٣٣ تنه ملکي کسان شهيدان او تر ٥٠ زيات زخميان سوي دي او د لومړۍ چاودني څخه څو دقيقې وروسته جلال اباد ښار اړوند زاړه ښار کې ډولکي بابا زيارت ته څېرمه چاودنه  سوي چي يو کوچني زخمي سوى دى .

د وطن د دښمنانو دا اعمال چي په تېرو ١٤ کلونو کي يې د افغانانو ويني وزبېښلې، نور دې ملت ته د زغملو نه دي. دوى هم اسلام بدنام کړ او هم يې انسانيت وشرماوه. د دوى دغه ډول اعمال چي هره ورځ افغانان او د افغانانو مشران شهيدانوي، نه په دين کي ځاى لري، نه په انسانيت کي. دوى نه يوازي له افغان دولت سره دښمني رااخيستې، بلکي د ټول ملت په مقابل کي ولاړ دي او دا دى هره ورځ وينو چي بېګناه افغانان شهيدانوي او له منځه يې وړي. دوى پخپلو دې اعمالو ملت ته خپل حيوانيت او بربريت ښيي.

د اسلام او دين دښمنان تل هڅه کوي چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي دي. دوى هيڅکله نه غواړي په افغانستان کي سوله او امنيت راسي. دوی پخپل دې وحشيانه عمل ولس ته وښووله چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.

زه دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.

کندهار ولايت مقام شهيدانو ته د فردوس جنت او کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندي کوي او ټپيانو ته د عاجلي شفاء او دوستانو او اهل بيت ته يې د الله تعالی له درباره د زغم غوښتنه لري

96 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *