Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د بشري ځواک ستونزه/ سیدحبیب

د افغانستان په څیر هیوادونو کې چې تازه د وسلوال جنګ او تاوتریخوالي څخه راوتلي وي د داسې بشري ځواک تشه چې د اقتصادي پرمختګ سبب و ګرځي یوه معمولي چاره ګڼل کیږي، پداسې حال کې چې اوس هم زموږ د هیواد په ځینو سیمو کې وسلوال تاوتریخوالی وجود لري ولې د امکان څخه لیرې نه ده چې د کاري فرصتونو د نشتون له امله پخواني بې وسلې شوې ملیشې او ډلې تپلې یو ځل بیا د پخوانیو جنګ سالارانو تر لاس لاندې منسجم او بیرته مسلحانه وران کاریو ته ادامه ورکړي، البته په داسې هیوادونو کې د وسلوالو تاوتریخوالو دوام تر یوې مودې پورې معمول خبره ده چې ددې ستونزې د حل لپاره د دولتونو له لوري یوازې نظامي او دیپلوماتیک اقدامات بسنه نه کوي ددې ستونزې د حل په موخه اوږدمهاله د ملکي جوړونې او د بشري ځواک د پرمختګ د ستراتیژي جوړښت او تطبیق مهم ګڼل کیږي.

د دیموګرافیکي راپورونو په اساس د افغانستان د نفوس نژدې ۵۰ سلنه نفوس ځوانان تشکیلوي د بشري ځواک د مدیریت لپاره د یو منظم ستراتیژیک پلان د نه موجودیت له امله اوس نژدې ۴۰ سلنه د کار کولو وړ کسان بیکاره دي دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ورځ تر بله ورځ د بیکاری سطح د دولت د منظمې اقتصادي تګلارې او ضعیفې حکومتوالی له امله پرمخ په لوړ روانه ده اوس هم زموږ بشري ځواک د ګاونډیو هیوادونو او د خلیج د هیوادونو د اقتصادي ماشین متحرکین ګڼل کیږي په داسې حال کې چې ددې ځواک د موثرې استفادې لپاره د افغانستان دولت تر اوسه هیڅ ډول پلان نه لري که چیرته د هیواد د بشري ځواک په مناسب ډول سره رهبري نه شي لرې نه ده چې د هیواد د غریبې طبقې څخه د پخوانیو ټوپکوالو او ګاوندیو هیوادونو په اشاره یوځل بیا د دښمن صفونه جوړ شي چې په حقیقت کې دغه د باروتو د انبار په شکل دي چې که چیرته ورته لازمه پاملرنه ونشي، لرې نه ده چې ډیره لویه چاودنه رامنځته شي.

د یوې ادارې په تشکیل کې بشري ځواک د ملا د تیر حیثیت لري د بشري ځواک د نه موجودیت په صورت ټول سیستم بې معنی او مفهومه دي ټول سیستمونه د انسان په واسطه په حرکت راځي چې پایلې یې بیرته بشري ځواک ته منسوبیږي چې په دې برخه ځینې هیوادونو د منظمو تګلارو له لارې توانیدلي بشرې ځواک پداسې ډول سره تنظیم کړي چې ورڅخه اعظمي استفاده وکړي په ډیرو کتابونو د بشري ځواک لپاره بیلا بیل تعریفونه وجود لري چې مفهوم ترینه یوازې او یوازې د هغه تګلارې څخه دی چې د بشري ځواک د مهارتونو څخه په لازم ډول سره استفاده وشي، باید په یاد وساتل شي چې د استفادې تر څنګ باید د بشري ځواک د لومړنیوضروریاتو پوره کولو، علایقو او تشویق ته لازمه پاملرنه وشي او انسان نباید د ماشین په شان استفاده شي.

په بشري ځواک د تولید د یو اساسي عامل په توګه باندې باید داسې پانګه اچونه وشي چې په نتیجه ټول سکتورونه په منظم ډول سره پرمختګ وکړي او د لومړنیو، لوړو او مسلکي زد کړو درسي پروګرامونه باید په داسې ډول سره طرح شي چې د دولت د بشري ځواک د پراختیا له پروګرام سره همغږي ولري او د ننیو مسلکي کدرونو د نشتوالی تشه پوره کړي.

د اقتصادي ودې په منظور دولت ته لازمه ده د بشري ځواک د فني، حرفوي، مسلکي او ټولنیز پرمختګ لپاره د ریسرچ او تحقیق مرکز تاسیس شي ټول بشري لومړیتوبه تشخیص او د لومړیتوب په اساس ورته د اړوندو ادارو په همکاري داسې ستراتیژي طرحه تر څو د بشري ځواک څخه لازمه استفاده وشي،د هیواد په ټولو سیمو کې باید یو شان د ماشومانو لپاره د ښوونځي لوستلو امکانات مهیا شي، ځوانانو ته باید د مسلک د ټاکنې اختیار ورکړل شي تر څو له ستونزو څخه پرته وکولای شي د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

بشري ځواک د یو هیواد په اقتصادي پرمختګ کې کولای شي دوه رنګه رول ولوبولای شي، که چیرته بشري ځواک په منظم ډول سره پلان، رهبري، او علمي پراختیا ورکړل شي د اقتصادي پرمختیا سبب او همدارنګه کولای شي د اقتصادی او ټولنیزې ودې خند وګرځي.

پداسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې په پرمختللو هیوادونو کې د فزیکي پانګه اچونې به نسبت علمي پانګه اچونه زیاته تر سره کیږي او تجربو ثابته کړې چې د علمي پانګه اچونې عاید د فزیکی پانګه اچونې په نسبت څو څله زیات دی، دلته د سواد کچه ډیره ټیټه ده روزل شوی بشري ځواک ډیر کم دی له بلې خوا ځینې زیرک او پوه کسان چې بهرنیو هیوادونو ته د زده کړو لپاره استول کیږي بیرته خپل هیواد ته نه راستنیږي او یو شمیر چې را ستانه شي د دولتي نا منظم اداري سیستم په اساس په دولتي ادارو کې د اداري فساد او کم معاش څخه شکایت کوي.

په یو هیواد کې سیاسي ثبات په صورت کې بشري ځواک کولای شي د هیواد په پرمختګ کې په ښه ډول سره ونډه واخلي که چیرته ثبات موجود نه وي دغه چاره د ناامنی او اداري فساد سبب ګرځي چې د بشري ځواک موثریت تر سیوري لاندې راولي.

دولت باید کوښښ وکړي تر څو ټول سکتورونه په منظم ډول سره پرمختګ وکړي او د عاید نا انډوله ویش د امکان تر حده مخه ونیسی چې په پرمختیایی هیوادونو کې د دوه متضادو طبقو د رامنځته کیدو سبب ګرځي چې دغه دوه طبقې یو د بل متضاد واقع کیږي، همدارنګه غربت، ناروغی او د لومړینو اساسي امکاناتو نشتوالی هم د بشري ځواک وړتیا تر سیوري لاندې راولي چې هم په روحي او هم په فزیکي ډول د موثریت د کموالی سبب کرځیدای شي.

وکړو ته د روزګار پیداکول د اقتصادي اهدافو په سر کې قرار لري د اقتصاي پرمختګ لپاره دولتونه اړ دي چې بشري ځواک څخه د استفادې لپاره لازم فرصتونه رامنځته کړي وزګارتیا په ټولنه مختلفې ټولنیزې ستونزې پیښوي چې له بده مرغه زموږ دولت په دې اړوند کوم پرمختګ نه لیدل کیږي چې دا په دولت د شته پراخ اداري فساد او اقتصادي او ټولنیزو واحدونو د نشتوالی اثر دی.دولت باید په دې برخه د مسلکي او پوه بشري ځواک لپاره توجه وکړي، د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره د پانګه اچونې اندازه زیاته کړي، کوچني کاروبارونه غښتلي کړي او همدارنګه د مسلکي پوهې لپاره دولتي لګښتونو لوړولو له لارې دغه مشکلاتو د حل لپاره اساسي حل پیدا کړي، په دې اړوند همدارنګه ملت وظیفه لري تر څو پخپل ماشومان زده کړو ته و هڅوي او خپله هم د افغانستان په اقتصادي پرمختیا کې ونډه واخلی، زموږ د ټولنې یوازینی عقیده داده چې وایي الله ج رازق دی، بې له شکه چې د ټولو بندګانو روزې د الله له لوري ده ولې که یو څوک غواړي چې خپل لید لوري بدل کړي باید په خپله حرکت وکړي او خپل ځان خپل هدف ته ورسوي.

دولت باید د هیواد ټولو وکړو ته په خپله مورنی ژبه د ښوونځي لوستلو امکانات برابر کړي، همدارنګه دولت ته لازمه ده چې د هیواد د پوهنې، لوړو زده کړو ، کار ټولنیزو چارو وزارتونه د یوې منظمې ادارې په چوکات کې را یو ځای کړي تر څو له یوې پروګرامونه توحید او له بلې د کار د بازار په اساس داسې بشري ځواک تربیه شي چې د هیواد د ننیو ټولو غوښتنو د حل لاره وکرځي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۰) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۲۶\ ۱۳۹۴

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *