Categories

اعلان

Loading…

له پکتیا پوهنتون سره يو ميليون افغانۍ مرسته وشوه

خبریال: نوراحمد حیران – د پکتيا ولايت ځينو سوداګرو او اوسيدونکو له پوهنتون سره شاوخوا يو ميليون افغانۍ مرسته وکړه.

د پکتيا پوهنتون مسؤلان وايي چې روانه اونۍ يې له پوهنتون څخه د مادي او معنوي ملاتړ په نوم نومولې او تر اوسه ورسره څه له پاسه يو ميليون افغانۍ مرسته شوې.

د دې پوهنتون د مسؤلانو په خبره د دې مرستو لپاره يې يو ځانګړی کميسيون جوړ کړی او مرسته شوې پيسې به د پوهنتون د اړتياوو د پوره کولو لپاره ولګوي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې يې ګډون کړی و، له علمي او روزنيزو ادارو د خلکو مرسته او ملاتړ يو ښه ګام بولي او د دې کلتور د عامېدو غوښتنه کوي.

مرستيال والي عبدالولي سهي وويل:((پکتياوالو خپل فرهنګي، ايماني او ملي ارزښتونه ساتلي دي او ساتي يې چې دا يې يوه ښه بېلګه ده، له علمي ادارو سره د مرستې او ملاتړ کلتور عامولو ته بايد کار وشي.))

د پکتيا پوهنتون ريیس داکټر شېرمحمد روان له رسنیو سره په خبرو کې وويل چې تر دمګړۍ ور سره له يو ميليون زياتې افغانۍ مرسته شوې او له نورو سوداګرو هم غواړي چې د پوهنتون د ستونزو په هواري کې ونډه واخلي او مرسته ور سره وکړي.

شېرمحمد روان وايي:((موږه له پکتيا پوهنتون څخه د مادي او معنوي ملاتړ په نوم يوه اونۍ اعلان کړه، خوشبختانه دې ته ډېر ښه لبيک وويلی شو او د ملي تجارو له خوا تر اوسه پورې د يوولس لکو په شاخوا کې د څوکيو او نورو سامانونو او لوازمو د رانيولو لپاره مرسته شوې ده.))

د رحيم ګرديزي شرکت مشر حاجي محمد ګردېزي، چې له پوهنتون سره يې لس زره امريکايي ډالر مرسته وکړه، وويل چې له مرستې يې موخه د پوهنتون پرمختګ او د خدماتو لا ښه کول دي.

ګردېزي وايي چې په راتلونکي کې به هم دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.

حاجي رحيم ګردېزی وويل:((ما په دې خاطر دا مرسته وکړه چې په دې پوهنتون کې زموږ د پکتيا او افغانستان ښایسته اولادونه روزل کيږي او کوشش کوم چې نوره مرسته هم وکړم څو د پوهنتون خدمات لا ښه شي.))

پکتيا پوهنتون لس کاله وړاندې جوړ شوی او اوس مهال په کې په اووه بېلو پوهنځيو کې شاوخوا اووه زره محصلين زده کړه کوي چې نږدې درې سوه يې نجونې دي

34 total views, 1 views today

1 comment

  1. ګنډېری Reply

    آفرین دې وي او پر تاسو دې وي پکتیاوالو. په دې کار سره مو خپل حیثیت او عظمت وښود. د پکتیا پوهنتون او نورو تعلیمي موسسو د غوړېدا په هیله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *