د کندهار ملي امنيت رياست ۳ ترهګر ونيول
خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱-۲۳
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ تنه ترهګر چي په بېلابېلو چاودنو او ترورونو کي يې لاس درلود، ونيول.
د يادو ترهګرو هويت په دې ډول دى، محمد امين د حاجي ملنګ زوی او حضرت شاه د محمد جمعه زوی، د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ د باغکي سيمي اوسېدونکي او عبدالله مشهور په فرهاد د عبدالاحد زوی اصلي د اروزګان او علي د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
يادو کسانو په کندهار ښار او ولسواليو کي ټروريسټي او تخريبي فعاليتونه ترسره کول چي د کندهار د ملي امنيت رياست د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس ونيول سول.
له دوی سره ۴ کلاشينکوفونه، يو ار پي جي راکټ، ۹۰ بېلابېلي مرمۍ، ۲ مخابرې او ۴ د کلاشينکوف شاژورونه نيول سوي دي.
نوموړو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا يې منلې چي په کندهار ښار او ولسواليو کي يې تخريبي فعاليتونه سرته رسول.
99 total views, 2 views today