Categories

اعلان

Loading…

ملګري ملتونه وايي، د افغان ملکیانو تلفات د تېر کال په پرتله زیات شوي

تاند- ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په روانو جګړو کې په بې سابقه ډول زیات ملکي وکړي وژل کېږي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن /یکشنبه/ وویل چې د سږ کال په لومړیو درو میاشتو کې د تېر (۲۰۱۴) کال د ورته مودې په پرتله په عمومي ډول د ملکیانو تلفات په سلو کې ۲ زیات شوي دي خو په مځکنیو عملیاتو کې د ملکیانو تلفات په سلو کې ۸ ډېر شوي دي.

یوناما وايي چې په مجموع کې د روان میلادي کال په لومړي فصل کې ۶۵۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱۵۵ ژوبل شوي دي چې په دې منځ کې ۱۳۶ تنه د افغانستان د حکومتي ځواکونو او حکومت ضد ځواکونو ترمنځ په مځکنیو نښتو کې وژل شوي او ۳۸۵ نور ژوبل دي.

د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر نیکولاس هېسم د جګړې د فصل رارسېدو ته په پام، چې عموماً پکې مرګ ژوبلې زیاتېږي، په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او د هغو د ساتنې لپاره هر ممکن اقدام وکړي.

د یوناما مشر ویلي چې حکومت ضد ځواکونه د ټولو وژل شویو ملکیانو په څلورو کې د درو برخو (۷۵ فیصدو) مسوولیت په غاړه لري.

د ملګروملتو د راپور له مخې تر ټولو زیات ملکیانو په مځکنیو جګړو کې وژل شوي او ورپسې ډېر ملکیان په کورونو کې د جوړو شویو بمونو په چاودنو کې وژل شوی دي.

د یوناما له شمېرو سره سم ۱۵۵ تنه ملکیان په دا ډول بمونو وژل شوي او ۲۷۵ نور ژوبل شوي دي.

یوازې په وروستیو ۵ ورځو کې په لسګونو ملکیان په خوست، کابل، جلال اباد، غزني، پروان او یو شمېر نورو ولایتونو کې په بمي حملو کې ووژل شول.

د مځکنۍ جګړې د تلفاتو وروستۍ پېښه نن د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د طالبانو لور ته د افغان امنیتي ځواکونو توغندی پر یوه کور ولګېد، دوه تنه یې ووژل او ۵ نور یې ژوبل کړل.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې په وروستیو ورځو کې د پسرلي له راتګ سره د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملې زیاتې شوي دي.

67 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *