Categories

اعلان

Loading…

په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي مهارت/ ګل رحمن رحماني

د ژبې او ادب د ودې اوغوړېدو لپاره تخليق او تحقيق هغه لارې چاري دي چې يوه ژبه د خپل پايښت له پاره ورته اړتيا لري او ددې لپاره چې د ژوند په ځمکه د ژبو د پايښت څراخ روښانه وساتل شي، نو ليکوال اوڅېړونکي بايد ددې دوو څانګو لمنه ټينګه کړي.

دا چاره که له يوې خوا د يوې ژبې تشه ځولۍ ډکوي، نو له بلې ژبې ته له نورو ژبو سره د سيالۍ او موازي مزل وړتيا هم وربښلى شي. که چېرته د پښتو ژبې او ادب په اوسني وضعيت کې ددې دوو څانګو اوسني بهير ته به غور سره وکتل شي، نو ښکاري چې دا چاره له پخوا نه ښه روانه ده او د استاد اجمل ښکلي په څېر په خپله ژبې مين ليکوال او د ادب استادان دا اړتيا درک کوي او ځانونه يې ورته وقف کړي دي.

استاد اجمل ښکلى هم يو زموږ د زمانې له هغو ليکوالو او ځوانو څېړونکو څخه دى چې د تخليق او څېړنې په برخه کې يې خپل خپل ځواک کارولى، يوازې په پوهنتون کې تر لکچر او چيپټر پورې محدود نه دى پاتى شوى او په ډېرو داسې موضوعاتو يې هم څېړنې کړې چې د ادب له پوهنځي ور ها خوا د ژبې او ادب عام لوستونکي هم ورنه ګټه اخيستلى شي.

ښاغلى ښکلى په څېړنه او تخليق دواړو کې لوى لاس لري، لويې ليکنې او څېړنې کوي، خو هېڅکله يې ورسره لويې نه ده موندلې او ځان يې نه دى ورک کړى. ماته ددې په تخليقي او څېړنيزو اثارو او مقاله کې تر ټولو مهمه خبره د موضوع په انتخاب کې دهغه ځانګړى مهارت او هنر دى.

د څېړنيزو مقالو او اثارو د ليکنې په برخه کې د موضوع تعريف او ټاکنه ډېره مهمه او اړينه ده. که چېرته په له داسې مواردو سره مخ شو چې په کې د موضوع انتخاب خپله څېړونکي ته ورکړل شوى وي، نو څېړونکي ته اړينه ده چې موضوع د نورو له سترګو نه، بلکې د خپلې لېوالتيا او مينې له مخې وټاکي.

ځکه چې همدغه لېوالتيا بيا د څېړونکي په کار کې انعکاس مومي، که چېرته ليکوال او څېړونکي د موضوع په ټاکنه کې ستونزه ولري، نو له خپل استاد او لارښود نه هم مشوره اخيستلى شي، خو دا به دومره وکولى شي چې تاسې ته به ځينې سرچينې په لاس درکړي، خو د ليکوال يا څېړونکى ذوق او لېوالتيا ورسره نه شي زياتولى.

د استاد سرمحقق زلمي هېوادمل په ګډون ځينو څېړونکو بيا د موضوع ټاکنې ته پوهانو نيمايې کار يا بريا ويلي ده. په دې مانا چې کله يو ليکوال پر دې بريالى شي چې د يوې ليکنې موضوع وټاکي هغه په خپل فن کې په سلو کې پنځوس برى ترلاسه کړى دى.

که چېرته داستاد ښکلي بېلابېلو مقالو او ليکنو ته پام وکړو او په غور سره يې ولولو، نو راته څرګندېږي چې نوموړي هره موضوع لومړى په ټولګي او له ټولګې بهر په ادبي چاپيريال کې درک کړې او د يوې اړتيا له مخې يې ليکلې ده.

ځينې داسې څېړونکي هم لرو چې د موضوع په ټاکنه کې به د استاد ښکلي په څېر مهارت ولري، خو د موضوع د لنډون او محدويت مهارت ورسره نه وي، ځکه چې اوس موږ د يوې خورا بوختې ټولنې غړي يو او څېړونکى بايد دغه ټکى په پام کې ونيسي چې ښکلي ورته پاملرنه کړې ده.

ښه څېړونکي هڅه کوي چې خپله څېړنه بې ځايه ونه پړسوي، مخامخ د خپل مطلب ټکي ته راشي، که چېرته د څېړنې له پيل وړاندې څېړونکي د موضوع د لنډون او را ټولولو لپاره کومه وړاندوينه نه شي کولى؛ نو اړينه ده چې د څېړنې په جريان کې دغه کار وکړي، خو په دې ټولو کې بيا هم څېړل شوى مطلب او د څېړونکي خواري بايد په اېستل شوو زحمتونو خامخا وه ارزي، دا هغه څه دي چې د استاد ښکلي په ليکنو کې يې په روښانه ډول ليدلى شو.

په ټوله کې د يوې موضوع ټاکنه ډېره اسانه ده، د موضوع محدودول او په لنډون سره په کې خپلې موخې ته رسېدل يوه ډېره پېچلې چاره ده او د ليکوال يا څېړونکي وړتيا او ځيرکي په کې ازمايل کېږي.

څېړونکي په دې انددي چې ليکوال بايد د زور څېړنه ونه کړي او نه هم د خپلو اثارو په لړليک کې د زياتولو لپاره دې کار ته مخه کړي. تر ټولو غوره موضوع هغه ده چې د ليکوال نوښت او لېوالتيا له ځان سره ولري او نوى والى ولري.
بله مهمه خبر داده چې څېړنه د تشو ماغزو کار هم نه دى، يو څېړونکى چې څېړنه کوي، هدف يې د ژبې د يوه تياره ګوټ روښانوالى وي، ددې لپاره څېړونکې بايد پراخه مطالعه وکړي او څېړنه يې په غوره ماخذونو او معلوماتو ولاړه وي.

د استاد ښکلي له څېړنو او ليکنو څرګندېږي چې نه يوازې د خپلې ژبې د کلاسليک او اوسني ادب پراخه مطالعه لري، بلکې د بهرني ادب او ژبو پراخه مطالعه هم کوي چې د اردو او غربي ادب يادونه په کې په ځانګړي ډول کولى شو.

د موضوع دغه پر ځاى انتخاب استاد ښکلي ليکنو ته ددې مهارت هم ورکړى چې د خپلو لوستونکوو انتقادي او پوهنيز ذوق هم روزي، هغوى نورې مطالعې ته وهڅوي او په ټوله کې د کتابتونو او مطالعې خواته بلنه ورکړي. دغه ډول مهارت د ډېرو کمو څېړونکو او ليکوالو په اثارو کې موجود وي.

کله کله داسې هم کېږي چې يوه ليکوال او څېړونکي ته د يوې موضوع په اړه فکر کول او ليکل ډېر مناسب نه ښکاري او يا ځينې ساده موضوعات ددې وړ نه ګڼي چې څېړنه ورباندې وشي، خو استاد ښکلي ډېر ځله ډېر ساده او کوچني مسايل هم له نوو زاويو او نوښتونو سره څېړلي دي.

د هغه د ځينو څېړنيزو او تيوريکي ليکنو نومونه په دې ډول دي: و، او وو، د ليکنې ضمني پيغامونه، رغښتواله، خيالي او بې خيالي، فعال تخيل او نور… همداسې ځينې تصوفي او ژبني مسايل، نړيوال کلتور او ادب او ورسره اړوندو موضوعاتو باندې ليکلې شوې مقالې هغه څه دي چې د موضوع نوى والى او غوره انتخاب په کې درک کولى شو.

په څېړنيزه موضوع کې د استاد ښکلي د موضوعي زاويې، نوو خبرو د راسپړلو او نوښت پالي فکر شتون ډېر مهم دى او دى د ادب د يوه ځوان استاد په توګه په هره څېړنه او ليکنه کې دې ټکي ته ښه پام کوي .

دى ډېر ځله په زړو موضوعاتو کې هم نوي موضوعات پيدا کوي او داسې برخې يې راسپړي چې ورته پاملرنه يوازې يوه ځيرک او نوښتګر فکر ته اړتيا لري. ددې چارې يوه ګټه دا وي چې نورو څېړونکو ته يې ليکنه نه يوازې چې ماخذ ګرځي، بلکې د ورته ليکنو او زاويو پيدا کولو الهام هم ورکوي.

په پاى کې لومړى استاد ښکلي ته په دې برخه کې د لا زياتو هلو ځلو او برياوو هيله کوم، دى زموږ وياړ دى او دده ليکنې د اړتياوو له مخې د ژبې لپاره ګران بيه ډالۍ دي.

د ادب محصلانو په ځانګړي ډول ځوانو اديبانو ته مې سپارښتنه داده چې اجمل ښکلى دې ولولي او د ادب پوهنځي د يوه بېلګه ييز استاد

په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي مهارت

په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي مهارت

په توګه دې د هغه له تيوريکي او څېړنيزو ليکنو ګټه واخلي.

63 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *