Categories

اعلان

Loading…

ژورنالیزم که افتضاح؟ تلویزیون که دوکانداري؟ ایمل خان یوسفزی

 هر علم او مسلک ځانته اصول، اخلاق او قوانین لری، چې د همدغو اصولو او قواعدو په نظر کې نیولو سره ترې ګټه اخیستل کیږی.

ژورنالیزم هم داسې یو مسلک دی، چې د تاریخ په اوږدو کې یو سلسله اصول، اخلاق او قوانین په بیلابیلو هېوادونو او نړیوال کنویسونو کې ورته په نظر کې نیول شوي، چې په ډیری مواردو باندې يې په نړیواله کچه هوکړه شوې ده. د ژورنالیزم لپاره یو لړ تعریفونه د بیلابیلو پوهانو له خوا وړاندې شوي دي. د ټولو له غورچان څخه یو لند ِتعریف داسې وړاندې کوم:

( د ورځنیو، سیاسي، ټولیزو، اقتصادي، نظامي، کورني، سیمه ایزو او نړیوالو پیښو او پرمختګونو په اړه د ډله ایزو رسنیو-چاپي،غږیزو او تصورٍي- له لارې خلکو ته په موقع، کره او سم معلوماتو ورکولو ته ژورنالیزم وايي). او بیا ژورنالیست هغه چا ته وايي، چې د همدغو رسنیو غړیتوب و لري که د یو ټاکلي تنخوا په بدل کې او یا پرته له تنخواه وي. ژورنالیزم بیلابیل ژانرونه لري اود هر ژانر لپاره بیا ځانګړي اصول او اخلاق ټاکل شوي دي. خو په ټوله کې د ژورنالست لپاره ځيني مهم اخلاقي معیارونه یا) (Code of Conduct رامنیځته شوي، چې په لاندې ډول دي:

۱.کره والی ۲. ناپیلیتوب۳. سم والی۴. ذهني، سیاسي او اډیالوژیک ناپیلیتوب۵. صداقت۶. د خپلو احساساتو او شخصي انګیرونو بې پرې ساتل۷. ریښتونولي۸. د خپل قلم نه پلرول۹. احترام( نورو دینونو، ارزښتونو، قومونو، جنس او کلتورونو ته)۱۰. قضاوت نه کول۱۱. سرعت۱۲. مینه او علاقه۱۳. هڅه۱۴. د ملي ګټو په نظر کې نیول.

ما د بیلګې په توګه یو څو معیارونه ذکر کړل، کیدای شي، چې نور ډیر شمیر معیارونه تاسو هم پیدا کړی. مقدمه مې ځکه په مسلکي بحث پیل کړه، چې خلک په افغانستان کې د رسنیو د دومره بې ساري پر مختګ په اړه بیلابیل نظرونه لري، ځيني يې مثبت بولي او ځيني یې منفي، خو بیا هم زما له نظره ښه پرمختګ دی او هیله مند یم چې په راتلونکي یې مسلکي اړخ ته پام وشي. په دې لړ کې یو شمیر افغاني رسنۍ له هېواده بحر په خپرونو پیل کړی، یو له هغو څخه اریانا افغانستان تلویزیون دی ، چې د امریکا د متحده ایالاتو د لاس انجلیس له ښار څخه خپریږي. یو ډیره موده کیده، چې زموږ د کور تلویزیون خراب و، خو پرون مو د افغانستان د کریکټ لپاره یو څه چل وکړ او را جوړ مو کړ.

د چینلونو په اړولو کې مو یاد تلویزیون هم را پیدا کړ، یوې خپرونې مې پام ځانته را واړاوه او مجبور یې کړم، چې تر پایه يې وګورم.

دغه خپرونه د سجیعه په نامه یا سجیه، چې په انګلیسي کې یې Shajia لیکلي وه، یوه میرمن چلوي او د نن ورځي موضوع يې هم د مارچ اتمه نېټه د ښځو نړیواله ورځ وه. او دغه خپرونه په دغه ورځ یوازې د ښځو حقونو او پر دوی باندې تاوتریخوالې ته ځانګړې شوې وه، یاده خپرونه په ژوندۍ بڼه خپریږي او خلک له بیلابیلو هېوادونو څخه ورته زنګونه هم وهي. دلته زما د زړه خواله د ژورنالیزم په اړه مسلکي بحث دی، نه د ښځو موضوع.

لومړي زه هم غواړم، چې په خپل وار د ټولې اسلامي نړی په ځانګړي توګه د افغانستان قهرمانو او زورېدلو ښځو ته مبارکي ووایم. راځم دې ته، چې دغه میرمن د تلویزون په نامه په یوه دوکان کې ناسته وه او هر څّه ېې، چې په خوله راتلل ويل يې، په ځانګړي ډول نارینوو ته يې سمې ښکنځلې کولې. د دنیا ټولې نا کردۍ د افغانستان پر سړیو ور اچولې او په خپل ارایش او لباس یې ډیرویاړ کاوه،« مه د کابل هم امی رقم لباس میپوشیدم، سریم امیطو لوچ بود و حالي که د امریکا ام استم امطور میګردم» بیا یې ویل، چې همدغه غربیان او امریکایان و، چې تاسو ته يې ژوند در وښود ازادي یې راوړه او ښځو ته يې حقوق ورکړل. یوچا ورته زنګ وواهه ، یو څه پوښتنه يې ترې وکړه، دې ورته په دیره امرانه او قهرجنه لهجه کړه« مه بریتان میګم روز هشت مارچه اسلامي نسازین» بیا لږه غلې غونده شوه او لکه یو ولسمشر او یا کوم دیتکتاتور، چې چاته وايې ،دا کار به نه کوئ ،کنې عواقب به يې ښه نه وي« مه بازم بریتان میګم روز هشت مارچه اسلامي نسازین». خو څه به مو سر غوږم له پیله تر پای ټوله په غوسه وه او تر ډیره نارینوو ته.

زه هاغه د انګریزانو خبره شاک شوم. ځان سره مې ویل، چې دا تلویزیون دی، که کوم دکان، چې هر سړی یو څو روپۍ ورکړي، بس یوه خپرونه پکې چلوي. په دې هم پوه نه شوم، چې دا ژورنالسته ده که کومه عقده منده میرمن، لکه چا چې مایک ورته مخې ته ایښي وي او ورته وايي، چې وایه هر څّه چې وايي په زړه بغمه پرنږدي، نه د کلام عفت موجود و، نه مسلکي معیارونه، نه هاغه د خپرونې د چلولو اپتدايي سواد. د ژورنالیزم د یو شاګرد په توګه، چې یوه موده مې په همدې برخه کې زده کړې کړي دي او یو څه کافي اندازه کار مې هم پکې کړی دی، خجالت مې وایست پر داسې میزبانۍ باندې. البته زه دا نه وایم، چې په افغانستان کې به د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی نه وي، هر څه به وي، خو زما خبره دلته د خپرونې د چلولو په مسلکي او اخلاقي اړخ ده، په یوې سنتي او په کلتوري ارزښتونو ولاړه ټولنه کې د ښځو د حقونو د خوندې کولو لپاره مبارزه، ځانګړی مهارت او دقت غواړي نه ښکنځلي او سر لوڅۍ او ارایش ته د خلکو هڅول. په همدغه وخت کې، چې مې د نوموړې میرمني خپرونه کتله، یو چا ته مې زنګ وواهه او پوښتنه مې ترې وکړه، چې دغه میرمن خو سمې ښکنځلې کوې او هر څه يې چې په خوله راځي بریک پرې نه نیسي.

هغه راته وویل، چې په اروپا او امریکا کې د افغاني تلویزیونو اصول داسې دي، چې څوګ که غواړي، کومه خپرونه پکې وچلوي، نو تلویزیون ته باید یو څو سوه ډالره د میاشتي ورکړي، نو ما بیا ترې پوښتنه وکړه، هر څه چې وايي اجازه ده؟ هغه راته کړه« بیلکل هر څه چې وايي ازاد يې.» نو په همدې ځای کې مې تر یوه بریده پر خپلو افغاني رسنیو چې له افغانستانه خپریږي، شکر وایست. د دغه مسلک د یو لاروي په توګه زما ذهن ته د معیاري او نا معیاري رسنیو هماغه دوه لوی توپیرونه راغلل. په اوسنۍ نړۍ کې دوه ډوله رسنۍ دي، یو ته پرسټیجیس میډیا یا معتبرې رسنۍ وايي او بل ته ژیړ ژورنالیزم او یا Sensational/ Yellow Media or Journalism وايي. لومړی ډول هغه رسنۍ دي، چې تر ډیره د ژورنالیزم ټول مسلکي ، اخللاقي او قانونی معیارونه په پام کې نیسي، په دغه ډول رسنیو کې کار کول، ځانګړي شرایط او زده کړې غواړي. دغو رسنیو کې کار کول نه یوازې دا چې مادي ګټه لري، بلکې ډیر څه په کې زده کیږي هم. خو په دویم ډول کې، چې ډیری احساستي مسایل خپروي، د خپرونه ډیره برخه يې د سیاستوالو او فلمي ستورو په اړه جالب او زړه راښکوني انځورونه، داستانونه، خبرونه او شایعاتو ته ځانګړې شوې وي. اخلاق او مسلکي معیارونه ورته ارزښت نه لري، دوی ته هغه څه مهم دي، چې خلک يې ګوري او اوري يې. نو کومو رسنیو، چې په دغه ډول، ځانونه نومولی وي، دولت هم ورسره ډېرې ګوتي نه ماتوي، البته بیل قالب او چوکاټ يې ورته ټاکلی وي او تمه هم ترې نه کیږي، چې ګوندي دوی به درته معتبر او معیاري شیان خپاره کړي. خو د افسوس ځای دلته دی، دغه افغاني چینل، چې ادعا د یو معتبر تلویزیون کوي، بیا داسې خپرونې هم لري، لکه میرمن سجیعه، چې خپروي، چې نه په مسلک پوهیږي، نه اصول مراعتوي، نه د ژورنالیزم اخلاق په نظر کې نیسي او له خبرو يې داسې ښکاریده، چې د ژورنالیزم کوم کتاب يې کله په ژوند کې پرانیستی هم ندی، دومره بې سارې ازادي په خبرو کې د ژورنالیزم په سپیڅلي مسلک ملنډې وهل دي.

ژورنالیزم ډیر یو دروند او له مسؤلته ډک مسلک دی، خو له بده مرغه د داسې خلکو له لاسه د مسلکي او غیرې مسلکي ژونالست تر منځ توپير خړو اوبو وړی دی، هر سړی، چې تېزې خبرې کوي او نور ښه ښکنځي، خلک يې خوښوي، وايي ډیر تکړه دی او صحیح ژورنالیست همدی دی. هاغه ملسکي غریب، چې مسلکي او اخلاقي معیارونه په نظر کې نیسي د میلمه ډیر احترام کوي، خلک بیا وايي دی نه پوهیږي. تر یوه حده داسې چلونکي ملامته هم ندي، ځکه همدا موږ او تاسو یې ستایو . له بده مرغه، چې همدغه زموږ د ټولنې حقیقت دی، په داسې یو حالت ژړا په کار ده. البته دا مې لومړی ځل و، چې دغه میرمن مې ولیده، مخکې له دې مې نه پيژانده او نه مې لیدلې وه. دغې میرمنې له ځانه هم قاضي؛ هم څارنوال، هم حاکم، هم ولسمشر خو لنډه دا د هر کار واکداره جوړه کړې وه. د برنامې په نامه سمه اسفقالي او افتضاح وه، که د یاد تلویزیون دا حال وي، نو سم د مشکو کاکا دوکان دی، ۱۰ روپۍ ورکوه او یو کاب چولې واخله، دا پوښتنه څوګ نه کوي، چې کاکا ته څوګ يې؟ څه دي ویلي او کومو مخاطبینو ته برنامه جوړوي. بس پیسې راکه، چولې واخله، په خپلو کورنیو رسنیو مې شکر ویست. په کفن کش به شکر وباسۍ. که د کفن کش زوی مو ولیده!

237 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸