Categories

اعلان

Loading…

د چین ایم سي سي کمپنۍ د عینک د مسو د امتیاز د حق پر سر اختلاف لري

تاند- افغانستان او چین لا هم د لوګر د عینک د مسو د کان پر مسلې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

چین پنځه میاشتې پخوا له افغانستانه غوښتي و، چې د دغه کان، چې ارزښت یې درې ملیارد ډالره دی، په قرارداد کې بدلون راولي او هغه امتیازونه چې د چین د پولادو شرکت په پیل کې افغانستان ته منلي ول، نیمايي ته رالږ کړي.

د عینک د مسو کان، چې د یوه لرغوني بودايي ښار تر کنډوالو لاندې دی، د نړۍ د مسو یو تر ټولو ستر کان دی.

د دغه کان د استخراج قرارداد د چین ایم سي سي شرکت په ۲۰۰۷ میلادي کال ترلاسه کړ خو تراوسه پوري یې پر هغه کار نه دی پیل کړی.

د افغانستان ولسمشر ته د کانونو استخراج یو لومړیتوب دی او هیله لري چې له دې لارې به افغانستان پر خپلو پښو ودروي.

د افغانستان د کانونو ارزښت تر درې تریلیون ډالرو پوري اټکل کېږي.

چین په ۲۰۰۷ میلادي کال له افغانستان سره د عینک د مسو په قرارداد کې منلې وه چې په سیمه کې به د برېښنا د تولید لپاره برېښناکوټ او د مسو د انتقال لپاره د اورګاډي پټلۍ جوړوي او د افغانستان حکومت به ځیني امتیازونه ورکوي خو له ۲۰۱۱ څخه تراوسه پوري په نړیوالو بازارونو کې د مسو بیه په سلو کې ۴۰ کمه شوې او پر ناامنۍ سربېره افغانستان، چې په وچه کې ایسار هیواد دی، د اورګاډي پټلۍ نه لري او دا عوامل سبب شوي چې چینايي لوری له خپلو ژمنو شا ته شي.

د افغانستان د کانونو وزیر داوود سبا په خپله وروستۍ مرکه کې وویل چې تراوسه پوري دواړو خواوو جوړجاړی نه دی کړی. افغانستان پر خپل موقف ولاړ دی. دوی یعني چینايي کمپنۍ پر خپل دریځ ولاړه ده.

په عین حال کې د مسو پر کان د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره کار روان دی او تر څو چې دا کار نه وي بشپړ شوی مس نه شي اسخزاجېدای.

داوود سبا وايي چې چینایانو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د بېجنګ په وروستي سفر کې وویل چې د کان د امتیاز حق له ۱۹ نیم فیصدو نژدې ۱۰ فیصدو ته راټیټ کړي.

د چین د دې غوښتنې د منلو په صورت کې افغانستان د کال ۱۱۴ ملیون ډالرو له لاسه ورکوي.

د چین ایم سي سي شرکت اټکل کړی چې د عینکو د مسو په کان کې د کال درې لکه ۴۳ زره ټنه مس اسخراجېدای شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونو کسانو ته کار برابرولی شي.

5 total views, 2 views today

2 comments

  1. محمد Reply

    دا هغه چی وایی « بګیریش که نه ګیردد »
    اصلا افغانستان نور دیر امتیازات باید تر لاسه کړی ، خو بهرنیان دافغانانو د غولولو دپاره داسی پلمې جوړوی ، او کوشش کوی چی افغانان نور ونه غواړی

  2. انجنیر کلیوال Reply

    د عینک د مسو به کان کی می کلونه کلونه کار کړی او ډیر ښه پوهیږم چی دا څه ډول یو معدن دی ؟ تر ټولو د مخه د ماسره داسوال دی چی ایا د دی معدن په مجموعی قیمت کی د مسو د اساسی عنصر تر څنګ په دی معدن کی د مسو سره يوّځای د نورو ثانوی منرالونو لکه نقره ، کرو مایت، مالبدن ، ولفرام او نور چی په صنعتی کتګوریو او کافی فیصدی سره په مس خیزو زونونو کی موجودیت لری په دی مجموعی قیمت کی شامل دی کنه؟ که چیری شامل وی نو بیا دا قیمت یعنی دری بیلیونه ډالر ددی معدن د اوسنی رالویدلی بازاری قیمت نه هم ډیر لږدی، نو که چیری چین د دی قرار داد نه تیښته کوی نو د قاردادونو د اصولو له د جریمی تر ورکولو وروسته زما مشوره افغان چارواکو خصوصآ د کانو او صنایعو وزارت ته داده چی له ځنډه دی هغه لغوه کړی او چیڅ ډول تنقیص دی و نه منی. په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *