Categories

اعلان

Loading…

د ملی پاڅون د سیاسی گوند پیغام

گرانو هیوادوالو معززو دینی علمای کرامو د پارلمان محترمو وکیل صاحبانو د مدنی ټولنی غړیو او د محترمو سیاسی احزابو مشرانو خوندو وړنو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو.
لکه څرنگه چی ستاسی ته بهتره معلومه ده د گران هیواد افغانستان د نوی حکومت د راتلو په مقسد ټولو هیواد والو په ډیره میړانه په تیرو ټول ټاکنو کی گډون وکړ او زیات خوشحاله وو چی نوی حکومت به د هیواد والو د دولسو کلونو د ستونزو ، غم ، بد حالت ، بی عدالتی ، ظلم او زور ، فساد اداری ، رشوت ، او په هیواد کی نورو بدبختیو او ناخوالو ته د پای ټکی کیژدی خو لبده مرغه هره ورځ په هیواد کی نوی ستونزی پر زیاتیدو دی .
گرانو هیوادوالو افغانستان په یوه او یا دوه کسو نه آبادیژی بلکی باید ټول افغانان په کلک ایمان اود سالمی ارادی پر بنسټ د هیواد د ثبات لپاره معقولی طرحی د لوړ عظم صبر او حوصلی په چوکات کی اوژد مهاله او لند مهاله پلانونه او برنامی ترتیب کړی . زمونز د غوره او افتخار تاریخ په اساس افغان اولس د هر تیری په مقابل کشی ترآخری سلگی پوری له خپلی خاوری څخه په میړانه او شجاعت سره دفاع کړی ده . خو لبده مرغه د افغانستان سیاستوالو د هیواد په رغونه کی او داخلی سیاست کشی فعال رول ندی لوبولی د تاریخ په اوژدوکی د افغانستان سیاستوالو په خپل منځی اختلافاتو وخت ضایع کړی دی چی په شکاره ډول د هر تیری په مقابله کی مو دمره زیان ندی لیدلی لکه په خپل منځی اختلافاتو کی. دا د افغانانو لویه ستونزه او بدبختی ده چی زمونز هیواد یی له سیاسی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ کړی دی.
گرانو هیواد والو د افغانستان د آبادی په موخه تر سو مو چی وسع کیژی د اتفاق اتحاد او ملی یوالی برادری او برابری فضاء ایجاد کړی له شخصی گټو نه تیر شی او د گران هیواد افغانستان گټی په نظر کی ونیسی تیر شوی ځلویشت کاله د غم، بیچارگی، او مظلومیت حالت بس دی. د خپلو راتلونکو نسلونو د وړتیا لپاره د اخوت سولی آبادی او سوکالی تگ لاره عملی کړی.
زمونز دغه خوب هغه وخت په حقیقت بدلیژی چی عملی کار ته لاس کړو او ډیر مهم دا چی خپل وخت ضایع نکړو. تیر جنگونه، د اینتقام فکرونه ، خپل منځی اختلافاتو څخه باید ډده وکړو. ځکه د خپل منځی اختلافاتو له وجی زمونز گران هیواد د اور په لمبو کی سوزیدلی دی. باید نوی گام واخلو او د گران هیواد په آبادی او سوله راوستلو کی له یو بل سره مرسته وکړو د خپل هیواد گټو ته وفادار پاتی شو یو بل ته د صداقت او غوره تعهد په اساس د ورورگلوی لاسونه ورکړو. د ملی پاڅون د سیاسی گوند غړیو او متعهیدونو ته د هیواد په 34 ولایاتو کشی هدایت ورکول کیژی چی د سولی او ملی یوالی لپاره عملی گامونه پورته کړی.
سرلوړی او آباد د وی افغانستان
د افغانستان د ملی پاڅون سیاسی گوند امیر
دوکتور حمید الکوزی

251 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2