Categories

اعلان

Loading…

کندهار پوهنتون په ۶۱ دولتي او خصوصي پوهنتونونو لومړی مقام ترلاسه کړ

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۲۲

کندهار، افغانستان- کندهار پوهنتون د هيواد په کچه په ۶۱ پوهنتونونو کي د کيفيت د تضمين په برخه کي لومړی مقام ترلاسه کړ.

په دې اړه د کندهار پوهنتون له لوري نن ماپښين په يوه خصوصي سالون کي مراسم جوړ سوي ول چي د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د پوهنتون علمي مرستيال انجنېر عبدالتواب بالاکرزي، د پوهنتون استادانو، محصلينو او يو شمېر نورو مخورو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا خوښي څرګنده کړه چي کندهار پوهنتون د هيواد په ۶۱ پوهنتونونو کي د کيفيت د تضمين په برخه کي لومړی مقام ترلاسه کړی دی. ښاغلي ويسا دا د ټولو کندهاريانو لپاره د وياړ ځای وباله او زياته يې کړه چي د پوهنتون د لا پرمختګ لپاره به نوري هلي ځلي هم کوي.

د کندهار سرپرست والي د کندهار پوهنتون له مشرتابه او ټولو استادانو څخه ځانګړې مننه وکړه چي د پوهنتون په پرمختګ کي يې هلي ځلي کړي دي. ويسا د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون استادانو او د کندهار پوهنتون رهبري پلاوي او د ټولو استادانو د زحمتونو قدرداني وکړه او وويل دا وياړ تاسي د خپلو زحمتونو په پايله کي ترلاسه کړی دی.

ښاغلي ويسا په پخوانيو وختونو کي د کندهار د پوهني پر برياوو  او لاسته راوړنو وږغېد. ده وويل د پنځلسو محصلينو په درلودلو سره يې په کندهار کي د پوهنتون بنسټ کښېښود چي نن الحمدلله د دې پوهنتون د محصلينو شمېر نهه زرو ته لوړ سوی دی.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنېر عبدالتواب بالاکرزي وويل د درو لسيزو راپه دې خوا هر کال د هيواد په کچه ټول پوهنتونونه ارزيابي کيږي چي له نېکمرغه کندهار پوهنتون د کيفيت د تضمين په برخه کي د ټولو له منځه لومړی مقام ترلاسه کړ. ښاغلي بالاکرزي د دې ستر وياړ لاس ته راوړل د کندهار د ولايتي ادارې، د کندهار پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، د پوهنځيو د رئيسانو او د ټولو محصلينو بريا ياده کړه.

د مراسمو په وروستيو کي د پوهنتون يو شمېر استادانو او د پوهنځيو رئيسانو ته ستاينليکونه ورکول سول.

79 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *