Categories

اعلان

Loading…

د غازي امان الله خان ژوند او پاچاهۍ ته یوه کتنه/عطا محمد میاخېل

اعلیحضرت امان الله خان دامیر حبیب الله خان زوی ، دامیر عبد الر حمن خان لمسی، دامیر محمد افضل خان کړوسی اود محمد زو دحکومت د موسس امیر دوست محمد خان کودی وو دی ، دامیر حبیب الله خان دیوې نازولې میرمنې سراج الخواتین له نسه د پغمان زرګر دره کې د حاجي اسد خان کره د 1270 ش (1891م ) وزیږید ده په ناز او تنعم کې سترګې پرانیستې او په شاهي دربار کې لوی شو ، ده چې ښی او کیڼ لاس وپیژانده په دې هم پوه و چې زموږ په ټولنه کې کلکو ملي او دیموکراتیکو بدلونونو ته شته ده په همداسې یوه روحیه او درک یې وده کوله ، ښوونځي ته ولیږل شو او د وخت له نامتو استادانونه یې زده کړه وکړه ، ملي بد بختیوته متوجه شو ، د ترقۍ او پرمختګ هیلې ورسره پیدا شوې په 1321 ق ( 1903 م ) کال چې د وخت حکومت د دولتي چارو ویش کاوه ، چارو ته یې مسولین ټاکل او لقبونه یې ورکول ده ته دعین الدوله لقب ورکړ شو .

امان الله خان یو دراک او تیز فکره شخصیت و هیوادته د محمود طرزي راستنیدل د ده د فکري ودې له پاره اغیزمن لامل شو محمود طرزي دخپلو ملي هیلو له پاره رسیدل په دې کې ولیدل چې دربارته ځان نیږدې کړي او همدا وخت یې د شهزاده امان الله خان په څیره کې داسې نښې لیدلې چې د ده له پاره اغیزمنې واقع کیدلای شوې، نو ځکه یې خپله یو لور شهزاده عنایت الله خان او بله یې شهزاده امان الله خان ته ورکړه چې پدې وسیله دربارته ورلنډ شو او امان الله خان یې تر اساسي ملي روزنې لاندې ونیو ، د امان الله خان له ځوانیدو سره سم به هر کال چې د ده پلار ژمی په جلال اباد او لغمان کې تیراوه نو دکابل اداره به ده ته سپارل کیده ، ده به د خلکو عرضونه اوریدل ، په بندیانو به ګرځیده او دنرخونو څارنه به یې کوله ، چې د ده ښو اجرا آتو خلک ورته ډیر خوشبین کړي وو د ده پلار هم داسې وخت کې دلغمان په کله ګوش کې ووژل شو چې په کابل کې حکومت عملا د ده په لاس کې وو، ده دخپلې پاچاهۍ له اعلان سره سم د افغانستان بشپړه خپلواکي هم اعلان کړه چې انګریزانو هم تر ناکامې جګړې وروسته د 1298 ش کال دزمري په 28 نیټه ( 1919م ) دافغانستان بشپړه خپلواکي ومنله د خپلواکي له تر لاسه کولو وروسته یې دیوه قانوني حکومت رامنځته کولوته لاس وغځاوه ، د دولتي چارو له پاره یې نظام نامې جوړې کړې ، اساسي نظامنامه یې په 1301ش ( 1922م ) کال ترتیب ، تصویب او نافذه کړه، خلکو ته یې قانوني ازادۍ ورکړې ، ښوونځي او درس ځایونه یې تاسیس کړل ، مطبوعات یې پراخ او په ولایاتوکې هم خواره کړل ، بودیجه یې ترتیب کړه لویې جرګې یې جوړې کړې ، د دولت شورایې تاسیس کړه ، دملي شوراطرحه یې وکړه او په ټول هیواد کې یې دقانون د حاکمیت له پاره هڅې وکړې ، په نړیواله ساحه کې یې داستقلال د جګړې له پیلولو سره سم د افغانستان په رسمیت پیژندلو له پاره روسیې ، اروپا او امریکې ته هیاتونه واستول او دهمدې سیاسي تدبیر په فشار یې انګریزان ژر تر ژره زموږ د سیاسي استقلال منلوته چمتوکړل له امان الله خان سره زیاته تلوسه وه چې اسلامي خلافت بیرته را ژوندی شي چې دې اقدام انګریز او روس دواړه په ویره کې اچولي وو ، امان الله خان د خپل پلار درېیم زوی و ، ټینګ عزم او اراده یې درلودل ، منځنۍ ونه ، روغه سټه ، غنم رنګه څیره ، تورې غټې سترګې او لنډ بریتونه یې درلودل ، اور مزاجه عصبي خو په عین حال کې متواضع ، ډیر ذکي ، ژر پوهیدونکی ، ظریف او نکته دان و ، خبرې یې اغیزمنې وې او اوریدونکي به یې تر تاثیر لاندې راتلل ، په پښتو او دري دواړو یې خبرې کولې ، ترکي ژبه یې بشپړه زده وه ، په فرانسوي یې پوهه درلوده او وروسته له نوروژبوسره هم اشنا شو ، پر جوشه خطبې او خطابې به یې ورکولې ، قرآني ایات ، نبوي احادیث او فقهي لارښودنې د ده د خطبو او ادبي نکتې ، پښتو او دري شعرونه د ده د خطابو مواد ووچې په لازمو او حساسو وختونوکې به یې له یاده ویل او خپلې خطبې او خطابې به یې پر ې رنګینولې ، موټر او موټر سایکل یې ښه چلول ، تومانچه یې ښه چلوله ، د اس په سپرلۍ کې ډیر ماهر و او ساعتونه به یې اس چارنال زغلاوه ، دتینس لوبه یې کولای شوه پیانویې غږولای شوه ، دپسرلي په وروځوکې به یې یوې (قلبه ) کوله اونور هنرونه یې زده وو، ده به په مجلس کې امامت په خپله کاوه ، د جمعې لمونځ به یې ورکاوه ، له دیني علماوسره به یوځای کیده او په دوستانه ژبه به یې ورته ویل چې خطبه باید ساده او دخلکوپه ژبه وي ، نو ولې دوی ته د دوی په ژبه خطبه نه وایئ ؟ مناظره او مناقشه یې خوښه وه ، په ارګ کې یې ځان نه بندي کاوه ، په آزاده هواکې به ګرځیده او کاربه یې کاوه ، کله به د څیرې په تغییر بازار ته ووت ، دخلکو په ګڼه ګوڼه کې به یې ټکرې خوړلې له نانوای یا قصاب نه به یې ډوډۍ یا غوښه رانیوه او بیرته به ارګ ته راغبرګ شو او نرخونه به یې کنټرولول په ولایاتوکې به یې تفتیش کاوه ، د خپلو مامورینو تخلفونه به یې را غونډول او بیا به یې دهغه ولایت د ښاریانو په یوه لویه غونډه کې مامورینوته د دوی د اجراتوپه اساس مکافات او مجازات ورکول چې د کندهار د تفتیش جریان د ده په خپل قلم لیکل شوی او د دې کرښو لیکوال د ( حاکمیت قانون د رافغانستان ) په نامه له سریزې او حاشیوسره په 1378ش کال چاپ کړی دی او د نورو ولایاتو لکه بلخ او مشرقي د تفتیش راپورونه یې دوخت اخبارونو خپاره کړي دي .

امان الله خان دخپلې واکمنۍ په دوره کې په ډیره مینه او حرارت شپه او ورځ کار کاوه او ستړیایې نه پیژندله .

کله چې د 1303ش ( 1924م ) کال په لویه جرګه کې دافغانستان پر اساسي قانون بحث کیده او په قانون کې لیکل شوي ووچې پا چا غیر مسوول دی ده په ډیر حرارت وویل ( د غیر مسولیت دا ټکی دوزیرانو دشورا مجلس زما له خوښې پرته په قانون کې زیات کړی ، سره له دې چې زه د سلطنت او مملکت په چاروکې ځان ایمانا ، وجدانا ، او عقیدتا غیر مسوول نه بولم او انصافا وایم په داسې حال کې چې د وزیرانو او مامورینو ټاکل ، لیرې کول ، راټیټول او لوړول زه په خپله کوم نو د دوی په نیکنامۍ او بد نامۍ کې هم باید ځان لومړی درجه مسوول وګڼم ) .

همدا راز په قانون کې د صدراعظم یادونه هم وه خو صدراعظم عملا موجود نه و.

ده په لویه جرګه کې په دې باب په ډیر حرارت وویل :

( ځینې ښاغلي به ووایي چې په دې نظامنامه کې دصدراعظم نوم شته خو عملایې نښنه نه وینو ، نو ځکه وایم چې زه په خپله یو ځوان یم او دخپل هیواد او ملت له پاره دخدمت زیات شوق او مینه لرم او نه غواړم چې زما او ملت تر منځ مې یوبل دیوال وي له دې امله چې ترکومه وخته کولای شم دا کار هم دامارت پر چاروسربیره کوم )

همدا له وطن او کار سره مینه وه چې دهر وزارت دچارو داجرا له پاره یې منظم پروګرام او د لاندیني مهال ویش له مخې یې کار کاوه .

دشنبې په ورځ یې د تجارت ، مالیې او معارف کارونه کول ، او دشپې له مخې یې خاص لیکونه کتل او یا یې د وزیرانو ضروري کارونه کول .

د دوشنبې په ورځ یې ټوله ورځ د وزیرانو مجلس درلود .

د سه شنبې په ورځ یې د وزیرانو نا شوني کارونه ، یا ضروري کارونه اویا تکراري کارونه کول .

د چهار شنبې په ورځ یې ټوله ورځ د بهرنیو چارو وزارت کار کاوه .

په پنجشنبه یې دکرنې ، عدلیې ، امنیې او د یاورۍ د ادارې کارونه کول او دشپې له خوایې نورې ضروري چارې اجرا کولې دهمدې شپې او ورځې د کار او زیار نتیجه وه چې د افغانستان ښکیلاک زبیښلی او استبداد کوټلی هیواد له نورو هیوادونوسره دسیالۍ جوګه شو ، د نوي تمدن پر مختګ په کې پیل شو ، انساني حقوقو او آزادیوته ارزښت ورکړل شو ، استعماري ځواکونو د روسیې او انګلیس تر منځ د مثبتې ازادې پالیسۍ چلول رامنځ ته شول او دافغانستان دولت داسلامي ملتونو دیوه ځا نګړي ځواک په توګه سر راهسک کړ ، د مشروطیت غوښتونکو هیلې تر سره شوې او دیوه جمهوري رژیم یڼه یې غوره کړه .

امان الله خان دجهان دلیدلو او افغانستان ته دنوې ترقۍ دراجلبولو له پاره 1304ش کال دلیندۍ په 18نیټه ( 1928م ) د کندهار له لارې له هیواد نه په اوږده سفر روان شو ، دچمن له لارې برتانوي هند ته ننوت او له بمبیي نه د کښتۍ په وسیله عدن ته ولاړ بیا په سره سمندر ګي کې پورت سعید اود سویس د کنال له لارې مصرته ولاړ ، ورپسې اروپا ته ولاړ او هلته انګلستان ، ژنیو ، سویس ، ایټالیې ، بلژیک ، فرانسې ، آلمان او بیا روسیې ته ولاړ ورپسې ترکیې ته ولاړ په پای کې ایران ته راغی او دهرات له لارې د 1307ش ( 1928م ) کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه هیوادته راستون شو ده په دې شپږ نیم میاشتني اوږده سفر کې د افغانستان د پرمختګ له پاره له ډیرو هیوادونو سره اقتصادي ، نظامي ، تجارتي او فرهنګي تړونونه وکړل او دهیواد د ساتنې او پرمختګ له پاره یې دالاندې نظامي وسلې او تولیدي ماشین الات د خپل سفر په ترڅ کې وپیرل (53500) ټوپک او له هر ټوپک سره زردانې کاړتوس ، (106) توپونه له هر توپ سره زردانې ګولۍ (6) میټرالیوز ، ( 8(الوتکې ، (6) ټانکونه ، (5) زغرور موټرونه ، زردانې نظامي خولۍ ، لس زره پتکونه ، ( 300) دوربینونه ، د قند جوړولو فابریکه ، د کاغذ جوړولو فابریکه ، د تار غړلوفابریکه ، دکیمیاوي موادو جوړولو ماشینونه ، د تڼۍ جوړولوماشینونه ، دجاکټ او جورابو اوبدلو ماشینونه ، د اکسیریز څلور ماشینونه ، د شمیرلو ماشینونه ، دکوچو اوپوڅې ماشینونه ، دمیوې ساتلو ماشینونه ، دتیل ایستلو او اوبو ایستلو ماشینونه ( 8) موټرونه ، ( 12) داور وژلو موټرونه ، ( 800) راډیو ګانې ، دجراحۍ الات ، راز ، راز درملونه ، دزده کړې سامان ، برقي سامانونه ، زراعتي موټر او داسې نور له اوږده نړیوال سفر نه د امان الله خان تر راستنیدو وروسته په افغانستان کې د ده د واکمنۍ وروستۍ ورځې او شپې وې اود ده د واکمنۍ په لنډون کې بیلابیلو کورنیو او بهرنیو عواملو مهم رول درلوده .

امان الله خان په شینواروکې د بغاوت او اړدوړ او د وینو تویولو له امله اړشو ، چې تخت خپل ورور عنایت الله خان ته وسپاري او په خپله د ( 1307ش) کال په جدي کې د الوتکې په وسیله کندهارته ولاړ ، درې ورځې وروسته عنایت الله خان هم تخت پریښود او حبیب الله کلکانی دسقاو په زوی مشهور ارګ ته ننوت او پر تخت کښیناست په کندهار کې ملي لښکر جوړ شو او امان الله خان یې وهڅاوه چې بیرته د واکمنۍ د ترلاسه کولو له پاره چمتو شي او ملت د اغتشاش له ناوړه حالت نه وژغوري خو په غزني کې جګړې د غلجي او دراني بڼه غوره کړه او امان الله خان نه غوښتل چې د ده د واک پر سر قومونه سره وجنګیږي له افغانستانه یې دتلو اراده وکړه او د ( 1308 ش ) ، ( 1929م 23 مې ) کال د غبرګولي په څلورمه نیټه د سپین بولدک په پوله له افغانستانه ووت او د برتانوي هند په لاره ایټالیې ته ولاړ او پاتې ژوند یې هلته دهیواد په بیلتون او یاد کې تیر کړ ، په هیواد کې سیاسي واک ته د سپه سالار محمد نادرخان په رسیدو سره کورنی بحران پای ته ورسیده او وضع عادي حالت ته راوګرځیده د ( 1327ش ) ، ( 1949م ) کال دلړم په څلورمه نیټه یې د افغانستان د وخت پا چا محمد ظاهر شاه ته بیعت پاڼه راواستوله او د افغانستان د تذکرې په اخیستلوسره یې ځان په معنوي توګه له خپل هیواد سره وتاړه ، په پای کې دا په هیواد مین افغان د ( 1339ش) کال د غویي په پنځمه نیټه ( 1960م ) د اپریل (25) د سویزرلیند په زوریخ کې وفات شو او دهمدې کال د مې په اوومه نیټه د مازیګر په څلورو بجو په جلال اباد کې دخپل پلار تر څنګ خښ اویو ځل بیایې له وطن سره دیدن وشو او هډونه یې په کې ارام شول اروا دې یې ښاده وي .

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

99 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *