Categories

اعلان

Loading…

اوبه په افغاني کلتور کې/ څېړندوی عبدالغفور لېوال او پوهاند محمد بشیر دودیال

ولې اوبه مهمې دي ؟

د کائیناتو او بشریت لوی خالق فرمايي :

و جعلنا من المأ کل شي حی (۱) یعنې هر څه مو له اوبو څخه ژوندي کړل.

په همدې خاطر طب او نور ساینسي علومو اوبو ته د حیاتي مادې نوم ورکړی دی.

هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده چې دکیهاني څېړنو په ترڅ کې، د نورو ستوریو په پلټنه کې پوهان تر هر څه مخکې د هغو پرمخ یا د هغو په شاوخوا کې د اوبو د نښو پلټنه کوي. د مریخ د ستوري د څېړنې یوه حیرانوونکې پایله همدا وه ،چې هلته د اوبو د شتون نښې ترسترګو شوې!

لکه چې وویل شول اوبه نه یوازې حیاتي ماده ،بلکې مهمه اقتصادي ماده هم بلل شوې ده. له ۱۹۹۲ز کال څخه وروسته په تېره بیا د اوبو په هکله د دوبلن کنفرانس د اوبوپر اقتصادي اهمیت باندې ډېر تاکید وکړ. یو شمېر ساینس پوهانو اقتصاد پوهانو او سیاست پوهانو اندیښنه ښودلې ده چې ممکن په راتلونکي کې د تیلو پر سر نه، بلکې د اوبو پر سر خونړۍ جګړې وشي. همدا اوس هم یو شمېر هېوادونه د اوبو د کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ دي. د امریکې متحده ایالتونه هر کال په میلیونونو ډالره د څښلو اوبو د چمتو کولو په خاطر لګوي. ایران په کویټ باندې د خپلو غرونو د واورو د اوبو د خرڅولو له مدرکه ډېر ه لوړه ګټه ترلاسه کوي. اسرائیل خپلې اوبه له ترکیې څخه پیري او داسې نورې بیلګې . موږ له اوبو څخه نه یوازې د څښلو په خاطر بلکې د کرنې، مالدارۍ، صنایعو، سوداګري، د بریښنا د تولید، د کبانو روزنې او داسې نور و چارو لپاره کار اخلو. په اوبو پورې د انسانانو دژوند همداسې تړلتیا دغه حیاتي ماده د بشري فرهنګ یوه تلپاتې برخه ګرځولې ده .

طبیعي سرچینې ددغو ځانګړنو او اډانو پربنسټ څېړل کیږي:

۱ـ فزیکي اډانه Physical Framework :

دلته هدف دادی چې د یوې اقتصادي منبع اندازه معلومه شي دلته انسان ځان په هغه چاپېریال او ماحول کې مومي چې دده شاوخواته شته او د ډول ډول منابعو مقدار کمې اوکیفي خصوصیاتو او نورو ته ځير کېږي. اقتصاد پوه په دغې اډانه یا د مطالعې په دغه چوکاټ کې د مربوطه منبع فزیکي خواص لکه اندازه، موقعیت، ظرفیت او نور مطالعه او تشریح کوي.

۲ـ اقتصادي اډانه Economic Framework :

دلته د یوې طبیعي منبع اقتصادي اړخونه مطالعه کېږي او زیاته پاملرنه دې ته کېږي،چې محدوده، قیمتي او د لوړ ارزښت لرونکې منبع په څه ډول د بېلا بېلو اهدافو لپاره ځانګړې شي. آیا داړونده سرچینې څومره برخه کارول کیږی .دغه منبع څومره خپل فزیکي چوکاټ ته ورنژدې شوې ده او داسې نور. نیکمرغه ټولنه هغه ده چې د خپلو منابعو اقتصادي چوکاټ یې له فزیکي هغه سره برابر وي، یعنې څومره اندازه منبع چې لري هغو باندې یې کار کړی وي او ترګټې اخیستنې لاندې یې راوستې وي.

۳ـ مؤسساتي اډانه Institutional Framework :

دلته د ټولنې په کلتور کې د مربوطه اقتصادي منبع ونډه، ارزښت، او د هغې په هکله د خلکو نظر په ملي کلتور کې د منبع انعکاس د منبع ارزول دخلکو په دود – دستور، په قوانینو کې د هغو درج کول مذهبي احکام، متلونه او نور راځي. دغه چوکاټ د وګړو او ټولنې هغه انګیرنې ارزوي چې د یوې سرچینې په هکله یې لري. له دې څخه دا ثابتېږي چې خلک، اړوند هېواد او ټولنه تر کومه حده پورې داړونده سرچینې په ارزښت پوهېږي او په خپلو دودونو، قوانینو، فولکور، ادبیاتو او عقایدو کې هغې ته څومره ارزښت ورکوي. الله(ج) خپلو بنده ګانو ته حکم کړی دی چې پر ځمکه باندې چې کوم سیندونه، ونې او کرنیزې ځمکې دي له هغو څخه باید استفاده وشي او هغه ستاسو لپاره جوړ شوي دي.

لوی خدای ج فرمايي :

ژباړه : مونږ له وریځو څخه تاسې ته پوره اندازه اوبه برابرې کړي دي . حضرت محمد مصطفي (ص) د اوبو او ویالو په هکله ځانګړي هدایات ورکړي و و . د خلفای راشدین په دوران کې د الانبار په شان د اوبو لوی لوی بندونه جوړ شول.

د خلکو په دود – دستور، فولکور، انګیرنو، نکلونو، متلونو او روایاتو کې د اوبو په هکله په زړه پورې نظر او تفکر شته، د اوبو په هکله، سره له دې چې د عامو خلکو معلومات ډېر لږ دي، خو بیا هم هغوی دغې مهمې طبیعي – اقتصادي منبع ته په یو داسې نظر کتلي دي چې له علمي پلوه هم اوچت ارزښت لري، ډېره ګټوره او په زړه پورې ده، چې په افغاني کلتور کې اوبه وڅېړل شي.

دلته د لنډیو حق تر ټولو دمخه دی.

۱ـ په لنډيو کې اوبه، ګودر او سيند

اوبه د برګودر خوږې دي

جانانه ستا لپاره کوز ګودر ته ځمه

لمده خیشته ګودر نه راغله

لکه بلبله چې باران وهلی وینه

ګودر ته مه وایه چې وران شې

ګودر کې کېږي د مینو دیدنونه

ګودر د پیغلو جماعت دی

امام یې نشته مخ په لمر ولاړې دینه

پاس په کمره ولاړه ګله

نصیب د چایې اوبه زه در خیژومه

کودر د پغلو پارلمان دی

بوتلې نشته په منګو ویشتل کوینه

لنډۍ نه یوازې دا چې ډېره ښکلا لري بلکې محتوا یې هم د یوه قوي پیغام لرونکې ده. لنډۍ د پښتنو د فولکور مهمه برخه ده او فولکور یعنې د ولسونو او خلکو ادب د یو هېواد د کلتور مهمه برخه ده. په فولکور کې ولسونو خپلې هیلې او آرمانونه، ستونزې، چاپېریال او تاریخي پېښې څرګندې او ساتلې دي. یوه برخه یې ددوی مهمې اړتیاوې او د ښکلا خوښوونې (استیتک) عناصر جوړوي.

اوبه او سیندونه که له یوې خوا اړتیا ده له بلې خوا سیند، د سیند غاړه او ګودر یو ښکلاییز او د مینې سمبول هم دی. یو ولس که څومره له مادي پلوه بډای وي معنوي غنا ته هم احتیاج لري نو سیندونه او اوبه چې مادي شمتني او طبیعي اقتصادي مهمه سرچینه ده ولسونو هغه په خپل فولکور کې ستایلي دي. فولکور، او په فولکور کې ستایل شوي ارزښتونه د ټولنې اقتصادي ژوند پیاوړی کوي او د اقتصادي تدابیرو او فعالیتونو لپاره هڅوونکی رول لوبوي. په زړه پورې خبره داده چې زموږ په فولکور کې اوبو او سیند یعنې حیاتي او اقتصادي مادې غوره ځای لرلای دی. د فولکور دغه برخه د هغو بډایو کانونو په شان دي چې له جواهراتو ډک وي، دغه جواهرات چې څومره له عادي تېږو څخه رابېل شي زمونږ د اقتصادي فعالیت او راتلونکو ښیرازه کوونکو پلانونو لپاره تقویه کوونکي ارزښت پیدا کوي.

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

471 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸