Categories

اعلان

Loading…

د اقتصاد د علم تیورۍ/ نصیر کوټوال

اقتصاد د انسانانو د ژوند یو مهم اړخ دی چې د هغوی د لګښت او مالي چارو اړوند تصامیم تر څېړنې او مطالعې لاندې نیسي. دغه تصامیم او کړه وړه له فرد څخه تر هېوادونو او ټولنو پورې هم رسیږي او د هېوادونو په کچه ډېری سیاسي تصامیم د اقتصادي موخو ته په پام سره نیول کیږي.

هغه خلک چې د اقتصادي تیوریو په تکامل کې یې ونډه لرلې د دغه مهم علم د ریښې اړوند بېلابېل نظرونه لري، د اقتصاد اړوند د همدغه جنجالي نظریاتو شتون ته په پام سره ویل کیږي چې له مذهب وروسته اقتصاد د وګړو ترمنځ د لویو بحثونو او مشاجراتو لامل دی. په دغه لیکنه کې دغه بېلابېل نظریات څېړو او د نوموړې نظریاتو په ترڅ کې غواړو چې د اقتصاد علم د سرچینې یا منبع اړوند څه نا څه وضاحت ورکړو.

هغوی چې د اقتصاد د علم د محرکو او پنځوونکو ځواکونو اړوند یې د اقتصادي تیوري د تکامل په تاریخ کې خپل نظرونه ورکړي دي په دوه ډلو ویشل شوي. یوه ډله هغه ده چې د اقتصاد علم مطلق او د هر ډول سیاسي او فکري جریانونو څخه یې خپلواک ګڼي. په مقابل کې یې بله ډله اقتصاد یو نسبتي علم ګڼي او ادعا کوي چې اقتصادي نظریاتو نېغ په نېغه له بهرنیو عواملو او له تاریخي پېښو څخه سرچینه اخیستې.

که اقتصاد مطلق علم فرض کړل شي، نو له دې څخه د نوموړې علم د زمانې یا وخت سره نه تړاو هم څرګندیږي یعنې دغه علم د تاریخي واقعاتو، فلسفې او بېلابېلو افکارو، د بېلابېلو وګړو له نظریاتو او له هر بهرني عامل څخه خپلواک دی، خو که پر وړاندې یې تاریخي واقعات وګورو نو اقتصادي اندونو په بېلابېلو وختونو کې د ځینې وګړو د افکارو د اغېز له امله بدلون کړی دی، د بېلګې په توګه یې د مارکس څخه یادونه کولای شو چې اقتصادي انتقادي نظریاتو یې په هغه وخت کې فیوډالي نظام د وګړو له پامه بد کړ.

هغوی چې اقتصاد مطلق او خپلواک علم ګڼي د اقتصاد د علم په عقلانیت او داخلي منطقي والي ډېر زیات ټینګار کوي خو هغه تاریخي شرایط له پامه غورځوي چې په ځینو مواردو کې ترې د اقتصاد اړوند منطقي تفکر پنځېدلی وي. په وړاندې یې هغوی چې اقتصاد د بهرنیو عواملو پورې تړلی یا نسبتي علم ګڼي، د اقتصاد په تاریخي والي له حده زیات ټینګار کوي چې دا کار یې د وګړو د اقتصادي تفکر ځواک ته د پام نه اړولو له امله معقول نه بریښي. له بله اړخه، ځینې بیا ادعا کوي چې ډیری تاریخي پیښې او حقیقتونه پخپله مبهم دي ځکه خو هغوی چې اقتصاد نسبتي علم ګڼي دې ته اړ کیږي چې د اقتصاد د علم د بیان او وضاحت لپاره عقلاني تفکر او منطقي تصامیمو ته مخه کړي.

هغوی چې اقتصاد مطلق علم ګڼي د اقتصادي نظریاتو اړوند هم کوم وضاحت نه لري. دوی وایي چې اقتصادي نظریات او تیوریو داسې رامینځته شوي چې وګړو له اشتباه او خطا وروسته حقیقت درک کړی او وروسته یې په دې اړوند خپل نظریات لیکلي دي. خو که فکر وشي د وخت په تیریدو سره حقیقتونه هم په تیروتنو او اشتباهاتو بدلیدلای شي یعنې د نن ورځې حقیقت کیدای شي سبا سرچپه شي. دا هغه ټکی دی چې د اقتصاد د علم د خپلواکۍ پلویان بیرته د نسبتي ډلې د دریځ منلو ته اړ کوي چې زماني واقعیتونه او پیښې پراقتصادي اندونو او تیوري ګانو اغېز لري، دا په داسې حال کې چې د دوی په نظر وخت او زمان د اقتصادي تیورۍ په تکامل کې هیڅ رول نه لري.

له وخت او تاریخي پیښو پرته د اقتصاد د علم د مطلق والي پلویان د نورو بهرنیو عواملو لکه کلتور، مذهب او نورو اغېز هم نه مني او اقتصاد یوازې د یوې ذهني پدیدې او عقلي نظریې په توګه پېژني، خو که په عمل کې وګورو، یا هم همدا خپله ټولنه په پام کې ونیسو نو لیدل کیږي چې زموږ ډېری اقتصادي پرېکړې او کړه وړه زموږ د خپل فکر پر بنسټ نه دي بلکې زموږ اقتصادي ژوند په لویه پیمانه د کلتوري او دیني ارزښتونو له لوري محاصره دی. دلته کلتوري او دیني ارزښتونو اقتصاد له خپلې خپلواکۍ څخه ایستلی. موږ خپلو کلتوري او دیني ارزښتونو ته په پام سره دا فکر هم نه شو کولای چې ګویا زموږ اقتصادي تفکر دې موږ له دغه ارزښتونو څخه پر شا کړلای شي.

په پای کې باید ووایو چې د اقتصادي تیورۍ اړوند د دغه دواړو ډلو دریځونه سم دي، یعنې په لومړیو کې وګړو د خپل فکر او عقلانیت پر بنسټ خپلې اقتصادي چارې تنظیمولې چې په همدې بهیر کې ځینې داسې نظریې را څرګندې شوې چې یوازې فردي ګټې پکې رانغاړل شوې وې، همدارنګه ځینې پېښې د دې لامل شوې چې وګړي د حاکم اقتصادي جریان پر وړاندې غبرګون وښیي چې په پایله کې یې وخت نا وخت اقتصادي اندونو بدلون کړی دی. اوس هم دا ادعا نا سمه ده چې اقتصاد یوازې له بهرنیو لاملونو څخه اغېزمن دی، ځکه موږ د خپل اقتصادي ژوند اړوند ډېری پرېکړې د خپل فکر پر بنسټ کوو او په راتلونکې کې شوني ده چې اقتصاد پوهان د خپل فکر له مخې نوې اقتصادي نظریات را مخې ته کړي او د اقتصادي تیورۍ د تکامل سره مرسته وکړي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۹) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۹\ ۱۳۹۴

60 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *