Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د سېف دي چلدرن ۵ افغان کارکوونکي په بې رحمۍ ووژل

تاند- په اروزګان ولایت کې نن د سېف دي چلدرن موسسې د هغو ۵ افغان کارکوونکو مړي وموندل شول چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو تښتولي ول.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب نن /جمعه/ وویل دا ۵ تنه ۴۰ ورځې پخوا وسله والو طالبانو په ترینکوټ کې تښتولي ول او د هغو د خلاصون په بدل کې یې د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

نایاب وايي چې د سېف دي چلدرن موسسې د دغو پنځو کارکوونکو، چې څلور یې د اروزګان او یو د ننګرهار اوسېدونکي دي، مړي په ګیزاب ولسوالۍ کې وموندل شول.

د ده په وینا طالبانو دا کسان په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

نایاب وايي چې طالبانو د داسي بندیانو د خلاصون غوښتنه کوله چې د اروزګان ولایتي چارواکو یې د خلاصون واک نه درلود.

سېف دي چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې موسسه له افغان ماشومانو سره په بېلابېلو برخو کې کومک کوي.

وسله والو سختدریځو د زابل ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کې ۳۱ مسافر، چې په خټه هزاره دي، یوه نیمه میاشت پخوا تښتولي او د هغو د خلاصون په وړاندې هم د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې طالبان اوس د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د خلکو د تښتولو له تاکتیکه کار اخلي.

د دوی دې تاکتیک تر یوه حده نتیجه هم ورکړې ده ځکه چې یو شمېر خلکو پر حکومت فشار زیات کړی چې د بې ګناه خلکو د خلاصون لپاره اقدامات وکړي او د تښتونکو غوښتنې ومني.

د کتونکو په وینا ممکن طالبان په راتلونکي کې نور کسان هم د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره وتښتوي.

له بلې خوا طالبانو نن په غزني، ننګرهار او کابل کې په درو حملو کې تر شلو ډېر ملکیان ووژل یا ژوبل کړل.

286 total views, 1 views today

2 comments

  1. ګلاپ Reply

    تاند باید خپله بیطرفي ثابته کړي زه یې اکثر خبرونه ګورم نو حثتما طالبانو ته ټونګه وراچوي او په هررپوټ کې بیځایه دحکومت پلوي کوي
    که تاند خپله پالیسې بدله نکړي لیدونکو ته به دباور وړ نه وي او دتاند اعتبار ته به سخت زیان ورسوي تاند باید دطالبانو خبرونه ټکې په ټکي نشر کړي او له ټولو فعالیتونو یې خلک خبر کړي طالبان اوس د دوه سري حکومت په نسبت په ولس کې ژورې ریښې لري او نظامي ځواک یې ډیر غښتلی دی ولې ددوی په اړه خبرونه نشر نکړي؟

  2. ګل د ګلاب Reply

    ګلاپو ابۍ لومړی خو خپل نوم سم ولیکه. ته چې نوم نه شی لیکی له همدی معلومیږي چې د طالب په شان یو بی خرته انسان نما شی یی. ته په تاند نیوکه کوی خو په هغو ظالمو ملاتړ کوی چی نن یی په ننګرهار کی ۳۰ افغانی کورنی بوری کړی، ۵۰ افغانان یی یوځی په ننګرهار کی یتیمان کړه، ۱۵ ښځې یی کونډی کړی، دا ټول د ای ایس ای د زامنو د لاسه.
    نن دی په غزنی کی د پنجاب سپو د لاسه ۱۵ بی ګناه وګړي په شهادت ورسول دا ستاسو جهاد دی د بی ناموسی م دا حد دی چې د پنجاسپی په لاس د خوست سلګونه وګړی مو شهیدان کړه، او بیا بی غیرتو طالبانو یی له خرمرګی بریده ځان انکاری کړ.

    د بی غیرته به نور د څه توقع ولرو بس د بی غیرتی یو بل غټ ګوزار

    مرګ په طالب، مرګ د هغه چا په وژدان چی طالب ته وظیفه او سپیره اوونی ورکوی مرګ په هغه چا چي په خپل مسجد کی دا دچڼي زامن پریږدي او مرګ په هغه چا چی وایی په ولس کي د ظالم طالب ریښی پخی دی.

    ولس تو لعنت وایی په ظالم طالب

    ژوندی دی وی تاند چی د هر ظالم د ظلم خبر په وخت نشروی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2