Categories

اعلان

Loading…

د شاعرۍ لوري/ اجمل ښکلى

موږ چې د نورو ټولنو په اړه قضاوت کوو، پر ذهن مو د خپلې ټولنې اخلاق مسلط وي، خو دا راته پته نه لګي، چې د هرې خاورې خپل رنګ وي. هغه څيز چې موږ ته بد ښکاري، ضرور نه ده، چې بله ټولنه کې دې هم بد وي او دا رنګ قضاوت انصاف هم نه دى. که د بلې ټولنې په اړه فکر کوو، له خپل مسلط ټولنيز فکر به وځو.

له شاعر و ليکوال سره هم موږ داسې چلند کوو، خپل تمايلات پر هغوى تطبيقول غواړو؛ خو دا راته پته نه وي، چې هغه زما د وجود برخه نه دى، هغه يو مستقل موجود دى.

دا نه وايم، چې هنر دې چورلټ له اخلاقو باغي وي او نه مې د روسو غوندې مطلب دا دى، چې تمدن انسان په کړاوونو اړولى؛ خو وايم، چې له هنر سره لږ غوندې ازاد چلند پکار دى. که ازاد چلند ورسره ونه کړو، شعارونه به وپنځوو، خو ادب نه، همغسې چې د انقلاب په سر کې مو په افغانستان کې وليدل او د جهاد په اوايلو کې مو په هجرت کې ولوستل.

که سړى ځير شي، خلک هنر اصلا د دې لپاره پنځوي او لولي، چې د اخلاقي اختناق په دې ناپايه دښته کې لږ د دې ونې سيوري ته دمه شي او سا واخلي.

هنر د عواطو ډګر دى او پر عواطفو د سختو اخلاقو لېبل لګول راته انصاف نه ښکاري.

دا سمه ده، چې هنر له خپل پنځګر سره عاطفي ارتباط لري؛ خو موږ کله ناکله افراطي هڅه کوو، چې د هنر او پنځګر توپير هېر کړو؛ بيا رانه پر هغه خبره، خبره پاتې وي، چې شاعر کړې او پخپله پر شاعر لګيا يو.

بله مساله په شاعرۍ کې د لوري بدلون دى. که شاعر داسې يوه خبره کړې وه، چې زموږ له ټولنيزو اخلاقو سره راته سمه برېښېده، بيا يې لوري ته کتل پکار دي.

څرنګه چې په داستاني ادبياتو کې د کرکټرونو د مشخصاتو له مخې لوري بدلېږي او ليکوال اړ وي، چې له شان سره سمې مکالمې يې له خولې راوباسي، داسې په شاعرۍ کې هم لوري بدلېږي او چې لورى بدله شوه، بيا د شاعر ملامتول راته انصاف نه ښکاري.

ځينې شاعران يواځې له خپل لوري ځان او کايناتو ته نه ګوري، د نورو لورى هم کاروي او په دې ځان پوهوي، چې نور، ما او کايناتو ته په کومه سترګه ګوري.

خو پر موږ چې يواځې د متکلم لورى مسلط ده، شاعر ته يواځې له خپل لوري ګورو. پکار ده، چې شاعر ته پخپله د هغه او نورو له لوريو هم وګورو.

بله ستونزه دا ده، چې د شاعرۍ لوستونکي په شاعرۍ کې له يوه لوري سره دومره روږدي شوي، چې نادر يې په شعر کې له شاعره پرته بلې لوري ته پام اوړي.

دا بېله خبره ده، چې شاعر ښايي له ټولنيزو اخلاقو سره د ټکر يا د نورو لاملونو له مخې لورى بدله کړي. که دا خبره وي؛ بيا خو موږ ته نه ښايي چې شاعر تر کوره وزغلوو.

په شاعرۍ کې هم د کيسو غوندې درې لوري کارېږي، چې د متکلم، مخاطب او غايب لوري دي.

د دې درو لوريو بيا څو لوري دي. متکلم متکلم ته. د ډاکټر اسرار شعر دى:

اسراره چې د کلي منځ ته ځې نو کوه خيال

دا هسې غله راګډ دي، وايي زړونه تښتوي

په مقطعو کې چې شاعر خپل نوم اخلي، زياتره د متکلم له لوري نه ځان مخاطبوي. په دې لوري کې شاعر ظاهر ځان دوه برخې کړي؛ خو لوستونکي پوهېږي، چې ځان يو دى. شاعر له دې کاره خوند اخلي او دا په پښتو شاعرۍ کې ډېر دود نه دى او چې کوم دى، هغه هم يواځې تر مقطع محدود دى.

متکلم نه مخاطب ته. ډاکټر اسرار وايي:

خداى خبر چې ولې دې سرخي له شونډو تښتي

موږ چې د شرابو د کاسو خبرې وکړو

د ډاکټر محمد اکبر اکبر شاعري که د لوريو پر بنسټ مطالعه کړو، زياتره له متکلم نه مخاطب ته راجع ده او آمر نه خو تخاطب پکې ډېر دى.

له متکلم نه غايب ته. دا لورى په پښتو شاعرۍ کې عام دى. زموږ شاعران زياتره کايناتو ته زياتره له دې لوري ګوري.

له مخاطب نه متکلم ته. ډاکټر اسرار:

نن خو اسراره راته داسې يو غزل ووايه

د مرورو اشنايانو زړونه وتخنوه

همداسې له مخاطب نه غايب ته او له غايب نه متکلم او مخاطب ته هم شاعرۍ کې شته، چې زموږ په شاعرۍ کې کم استعمالېږي.

که موږ خپله شاعري، د لوريو پر بنسټ ولولو، پوه به شو، چې څومره فرسوده او څومره فقيره ده؛ نو که يو شاعر د لوري د بدلولو هڅه کوي، دا ښه شګوم دى او پکار ده، چې لوستونکي هم ورسره اشنا شي.

69 total views, 1 views today

2 comments

  1. Salman Reply

    der kha

  2. Zghard Reply

    محترمه استاده! کله مې چې پرون ستاسو په وياړ د نمانځغونډې راپور ولوست نو پوه شوم چې د اجمل ښکلي په نوم ليکوال چې زه يې له ليکنو سره زياته مينه لرم او تياره ذهن ته مې پوره رڼايي بښي کوم عادي کس نه دی بلکې قدرمن استاد پوهنمل اجمل ښکلی ده او ځکه يې هر مضمون ماته دومره اغېزمن دی. نو خدایګو چې په سر کې ډېره خندا راغله او ورسته له ځان سره ډېر خجالت او خفه شوم ځکه چې ما خو ستاسو په ليکنو داسې تبصره ليکله لکه تاسو محترم چې زما همزولی او هم سويه واست. 🙂 ډېره محترمه او قدرمنه استاده له ما څخه په ناپوهۍ کې شوي ګوستاخي دې معاف وي 🙂 ډېر وبښه 🙂

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *