Categories

اعلان

Loading…

په هلمند کې د سيمه ييزو پوليسو امکانات زورواکو ته ورکول کيږي

خبریال: عادل- د کورنيو چارو وزارت يوه پلاوي په هلمند کې د يو سمينار په ترڅ کې وويل، سيمه ييز پوليسو د تشکيل او معاشاتو په برخه کې ستونزه لري.

د پنجشنبې په ورځ د کورنيو چارو وزارت د قومندان مرستيال پاسوال عبدالحميد حميد وويل سيمه ييز پوليس درنو وسلو په برخه کې ستونزه لري.

نوموړي په هلمند کې د محلي پوليسو یو ورځني سمينار ته خبرې کولې.

حميد وايي، دغه ولايت کې ګڼ شمېر سيمه ييز پوليس شتون لري، خو وايي دوی ته ځانګړي شوي امتيازات د هغه زورواکو لخوا خوړل کيږي دوی يې د محلي پوليسو ليکو ته ورپېژندلي دي.

د کورنيو چارو وزارت پلاوی وايي، د سيمه ييز پوليسو ډېری وسايل تخريب شوي دي چې ترميم ته اړتيا لري، نوموړي دا هم وويل په ځينو سيمو کې د محلي پوليسو پر ځای وسلې غير مسؤلو کسانو ته ورکړل شوي دي.

بل خوا د هلمند د پوليسو مشر پاسوال نبي جان ملاخيل وايي، سيمه ييزه پوليسو دلته د ملي پوليسو سره اوږه پر اوږه د امنيت په راوستلو کې ونډه اخيستې.

ملاخیل د محلي پولیسو سره د وسلو او لوړو تنخواګانو ژمنه هم وکړه، ويې ویل په دې اړه یي د کورنیو چارو د وزارت سره خبرې کړي چې ډیر ژر به دد دوی ستونزې هوارې کړي.

هلمند کې د سيمه ييزو پوليسو  ټول تشکيل ۲۹۵۰ تنه دی، که څه هم مسؤلين د دوی د امکانات د نشتون خبرې کوي، خو ډېری وخت په سيمه کې خلک له محلي پوليسو شکايت کوي او ويل کيږي چې ځينو سيمه ييزو قومندانانو خپل سری حکومت جوړ کړی چې په بېلابېلو پلمو په خلکو زورزياتی کوي.

18 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *