Categories

اعلان

Loading…

د نیالګیو د ساتنې او پالنې کولتور عامول غواړي

خالد تکل –

موږ د پاک او ښایسته چاپېریال د لرلو ارزو لرو، خو د ښایسته او پاک چاپېریال ساتنه او پالنه مو له لاسه نه کېږي. که په انټر نیټ او یا هم له نږدې په نوره نړۍ کې د طبیعت ننداره وکړو، نو په زړه مو منګولې لګوي او له ښکلا يې خوند اخلو.

په ځینو هېوادونو کې چې د طبیعي ښکلا منظرې نه وي او یا هم کمي وي، نو وګړي يې د مصنعوي غرونو، چمنونو، ګلانو او نورو په جوړولو خپله تنده ماته وي، زموږ او د نړۍ د نورو انسانانو تر منځ په فزیکي جوړښت کې کوم توپیر نشته دی، بلکې یوازې اخلاق، وړتیاوې او پوهه ده چې یو له بله پرې تفکیک کېدا شو.

موږ ډېر وخت مسلکي او حرفوي کارونه د اړوند خلکو پورې منحصر ګڼو او په دې برخه کې د مسوولیت او نا مسوولیت خبره کوو. زموږ د هېواد د نفوس ډېره برخه په کرنې او مالدارۍ بوخته ده او له دغه لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي، نو کرنه نه یوازې د طبیعت د ښکلا لپاره ده، بلکې د انسانانو اقتصادي او غذايي اړتیاوې هم پوره کولای شي.

په هېواد کې به د کرني او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د طبعي شتمنیو د ساتنې او پالنې په نامه بنسټونو او د طبیعت د سمسورتیا نورو خواخوږو هومره هلې ځلې نه وي کړې، چې څومره اړتیا وه او ده، خو دوی یوازې ګرم نه دي، بلکې دا د ټولو انسانانو (افغانانو) دنده ده چې د نیالګیو او د طبیعت د نورو بوټو او ونو ساتنه او پالنه وکړي.

د کابل ښاروالۍ په شمول، د هېواد د ټولو ښارونو ښاروالۍ او نورې اړوند ادارې او مدني ټولنې د پسرلي په موسم کې په زرګونو نیالګي او ذینتي بوټي کېنوي، خو چې څو څه موده تېره شي، نو د کېنول شويو بوټو څانګې مړاوې او د وچېدو په درشل کې وي او یا هم له خپله ځایه ویستل شوي وي او یوازې د اېښودنې کنده يې پاتې وي.

په کابل ښار کې پرته له هغو پارکونو او تفریحي ځایونو څخه چې ځانګړي ساتونکي او پالوونکي لري، نور ټول هغه ځایونه چې ونې او نیالګي پکې کېنول شوي دي له خطر سره مخ دی او د ښاریانو لخوا يې د تخریب هڅې کېږي.

په ښار کې به مو ډېر کتلي وي، چې د سړک پر غاړو په اښوول شویو نیالګیو پورې، خلکو خپل بایسکلونه تړلي وي، یا يې د موټرو ټایرونه ورته تکیه کړي وي او نورې بېلګې يې هم شته چې د ناسمې استفادې لپاره له تازه او یا ځوانو نیالګیو ګټه اخلي او بلاخره دا نیالګي وچېږي او چاپېریال ککړ پاتې شي.

تر عامو خلکو د چاپېریال ساتنې متخصصین پر دې ښه پوهېږي، چې ونې او بوټي د چاپېریال په ښکلا او د ناروغیو او طبیعي پېښو په مخنیوي کې څومره اغېزناکې دي.

که هر کال د اېښودونکو نیالګیو کره شمېره جوته شي او په دې برخه کې لومړی اړوند مسوولین او ورپسې عام ښاریان د نیالګیو په ساتنې او پالنې کې پوره ونډه واخلي، نو په ټولنه کې اوسنۍ جسمي ناروغۍ او ککړه هوا چې د انسانانو ژوند ګواښي په بشپړ ډول به له منځه لاړه شي او موږ به د یوه پاک او سمسور چاپېریال څښتنان شو.

بڼ پالنه يوه عامه انساني مشغولا ده چې د خوړلو او يا هم د چاپېريال د ښکلا په موخه د بوټو، مېوو او ګلانو کرنه او ساتنه پکار ده. خلک د بېلابېلو موخو لپاره بڼونه جوړوي چې په دغو کې د مېوو او دانو د بڼونو نه نيولې تر بېلابېلو بوټو او ګلانو پورې او يا هم د ځانګړو دارو درملو د ترلاسه کولو په خاطر بڼونه پالل کېږي. بڼ پالنه يو ډېر فعاله دنده ده او د ښه ثمر لپاره ډېر زيار او زحمت غواړي. د دې لپاره چې يو بڼ ښېرازه او زرغون وي؛ نو د بڼ ساتونکي ته پکار ده چې د خپل بڼ د بوټو او ونو څارنه پر وخت وکړي، د بڼ د بوټو او ونو خوړوبولو او سرې (کود) ورکولو سره د بڼ سمه پالنه وکړي.

د کرنې د متخصصینو په وینا هارټيكلچر د كرنې هغه برخه ده، چې د بڼوالۍ د نباتاتو (Garden Crops) څخه بحث كوي. د بڼوالۍ نباتات د مېوو، سبو او ذينتي بوټو څخه عبارت دى. دا بوټي ځانګړى روزنى او پاملرنې لكه نالولو، كرنيزو عملياتو، راټلولو، زېرمه كولو، پروسس كولو او خرڅولو ته اړتيا لري. نو دا واضح خبره ده چې نباتات انسانانو ته غذا او طبيعت ته ښكلا وركوي.

د شنو ساحو جوړول د طبیعت پر ښکلا او اقتصادي ګټې سربېره د ارواپوهنې د علم له مخې د انسان روح او دماغ هم تازه او ارام ساتي. د اروپوهانو په باور شین رنګ د انسان روح ته سکون او ارام وربښي.

د ښاریانو بېغوري په مستقيم او غېر مستقيم ډول د طبيعي سرچينو او ژوند چاپيريال په تخريب کې خپل اغېز لري؛ نو په همدې توګه د چاپيريال د ساتنې په اړه زموږ د دولت نيمګړې پاليسي چاپېريال ساتنې ته ستر ګواښ ګڼل کېږي. دولت د شته ځنګلونو په ساتنه کې پاتې راغلی، د ځنګلونو له وهلو څخه مخنيوی نه کېږي، نوې ونې په ډېره کمه کچه کښېنول کېږي، خو ساتنه ترې نه کېږي. او دغه راز د هغه کارخونو او زړو موټرو مخه نه نيول کېږي، چې هوا ته مضر غازونه خپروي.

د چاپېریال ساتنې اړوند ادارو تر اوسه د پاک چاپېریال لپاره اړینې او قانع کوونکې هڅې نه دي کړي، خو اوس هم لا ناوخته نه دی، چې دوی د چاپېریال د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي او دغه راز ښاریانو ته هم پکار ده، چې د نیالګیو داسې ساتنه او پالنه وکړي لکه د خپل کور او حویلۍ چې کوي.

نو پخپل چاپېريال کې ونې کېنوئ، ونـه نـه يـوازې د طبيعـت ښـکلا ده، بلکـې د بشري ژوندانـه پـه دوام کـې خـورا مهمـه ونډه لـري، ځکه يې سـاتنې او روزنـې تـه پاملرنـه د ټولـو انسانانو دنده ده!!

188 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2