Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې د استاد اجمل ښکلي نمانځغونډه تر سره شوه

ګل رحمن رحماني –

د پل فکري کړۍ او ميډيوټيک افغانستان له خوا د )(ستوري ځوانان)) په لړۍ کې د کابل پوهنتون د استاد پوهنمل اجمل ښکلي نمانغونډه تر سره شوه.

غونډه چې د چهار شنبې په ورځ( د وري ١٩مه) د میدیوتیک په انګړ کې جوړه شوې وه د میدیوتیک افغانستان د کابل ټولنیز او رسنیز مرکز کوارډیناټور محمد عاطف فقیر زاده میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د اجمل ښکلي ادبي او علمي اثار یې د افغاني ټولنې او چاپیریال انځورونه یې و ګڼل، او ځوانانو ته یې ددې اثارو لوستل د هغوی د علمي پانګې د لوړولو وسیله و ګڼله.

1
فقیر ازده وویل: د اجمل ښکلي اثار که علمي مقالې او لکچرونه دي، که لنډې کیسې او شعرونه دي، او که په نورو علمي او ادبي څانګو کې یې چې ژباړې کړی دا ټولې زمونږ د علم او ادب په ډګر کې لویه زیرمه ده چې لوستل یې ذهنونه روښانه کوي او د ځوانو د لارې د مشعل کار ترې اخستلای شو .

اجمل تورمان د پل فکري کړۍ په استازیتوب ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د اجمل ښکلې آثار یواځې و نه ستایل بلکې ځوانان یې ددې اثارو لوستلو هم را وبلل.

1
په امنیتي چارو کې د وولسمشر سالاکار نجیب الله منلی غونډې ته وینا و کړه، د اجمل ښکلي لیکنې او ژباړې یې وستایلې.

استاد منلي زياته کړه چې اجمل ښکلي په معاصره ژبوهنه او ادب تيوري کې ښې او ګټورې ليکنې کړې او نږدې ټولې ليکنې يې په تول پوره دي چې په ادبياتو کې يوه غوره زياتونه ده او ښکلى ددې وړ و چې نمانځل شوى وى.

د کابل پوهنتون استاد بريالي باجوړي په کابل پوهنتون او له پوهنتون نه بهر د استاد ښکلي هڅې او ليکنې وستايلې او وويل چې نوموړى په ادب تيوري کې په ډېرو نوو موضوعات کار کړى دى.

استاد لال پاچا ازمون بيا ښاغلى ښکلى پر نثر برلاسى ليکوال ياد کړ او وويل چې نوموړى روان نثر ليکي او مخاطب يا لوستونکى په کې مخل مطلب په ډېره اسانۍ سره موندلى او پرې پوهېدلى شي.

1
په وينا والو کې د کابل پوهنتون استاد اسد الله وحیدي، انجینیر اصف عمر او اباسین بریال شامل وو چې د هغه په ليکنو او ژباړو يې خبرې وکړې. استاد وحيدي وويل چې ښکلى په پوهنتون کې د محصلينو لپاره يو ښه ماخذ دى او زما په څېر ډېر نور استادان هم په ځينو موضوعاتو کې ورسره مشوره کوي.

اباسين بريال د استاد ښکلي د محصلۍ د شپو ورځو د يادونې تر څنګ وويل چې د هغه ټولنيزې ليکنې ورته ډېرې د پام وړ او داسې موضوعات يې په کې مطرح کړي چې د ټولنې په سمون کې ونډه لري او نورو ورته پاملرنه نه ده کړې.
همدارنګه د پوهنتون محصلینو هم ګڼ شمیر غونډې ته راغلي وه چې د هغوی په استازیتوب ګل رحمن رحماني، محبوب شاه محبوب، میر احمد یاد، داد محمد ناوک، حزب الله اتل، لیوال افغان، ذبيح الله رحيمزي، سپوږمۍ، پاکیزه آرزو او نورو د استاد ښکلي د ليکنو په بېلابېلو موضوعاتو مقالې واورلې.

اجمل ښکلي له میدیوتیک افغانستان او د پل کړۍ څخه مننه و کړه چې دده د اثارو په اړه یې غونده جوړه کړې وه او له له ګډونوالو یې هم مننه و کړه چې په دې غونډه کې په خپل ګډون سره ده ته ویاړ و باخښه.

هغه زياته کړه له دې وروسته به خپلو ادبي فعاليتونو او ليکنو ته لا ډېر ځير شي او هڅه به وکړي چې خپل معلومات له نورو سره د ليکنو له لارې شريک کړي.

د غونډې په پای کې د میدیوتیک افغانستان له لوري اجمل ښکلي ته د ښاغلي آصف عمر په لاس ستاینلیک ورکړل شو.او د پل فکري کړۍ لا خوا برابره شوې ډالۍ د ځوان لیکوال او ژورنالیست رضوان الله لرمل له خوا ښاغلي ښکلي ته ډالۍ شوه.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو هم د ګلو ګېډۍ او نورې ډالۍ استاد ښکلې ته وړاندې کړې.
یاده دې وي چې د غونډې د ویندوی چارې محمد واصل وصال سمبالولې، د تنظیم چارې د پل له اړخه بختیار تلاش او ور سره ملګري صفت سمون او ذاهد صمدزی سمبالولې، همدارنګه د میدیوتیک همکارانو هم ښه ګرمه میلمه پالنه وکړه.

غونډه د میدیوتیک افغانستان او فکر فکري کړۍ په ګده هڅه جوړه شوې وه، چې ماښام نیږدې پای ته ورسیده. د يادونې وړ ده چې دې دوو فرهنګي بنسټونو تر دې وړاندې هم ورته ادبي غونډې او مناسبتي محفلونه تر سره کړي چې د ګډونوالو له هرکلي سره مخ شوي دي.

88 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *