Categories

اعلان

Loading…

د خوست د والي حرګندونې او د هغو په وړاندې غبرګون

افغانستان-خوست

ولايت مقام_دعامه اړيکو دفتر

نيټه:١٦-١-١٣٩٤

په خوست کې د خلکو له پاکو احساساتو څخه د محلي حکومت پرضد بغاوت کې ګټه پورته شوه

په خوست ولايت کې قانون ماتونکو کړيو او دوه وکيلانو د عامو خلکو له پاکو احساساتو څخه د نظام او محلي حاکميت پرضد بغاوت کې ګټه پورته کړه او هغه عام ولس يې دغم په ټغر کينولو چې پنځه کاله يې د امن په فضاء کې سوله ييز ژوند درلود، دغه څرګندونې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي نن ورځ په پلازمينه کابل کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په ډاګه کړې دغه کنفرانس د افغانستان د واليانو ټولنې په دفتر کې جوړ شوى وو چې د ګڼ شمير ملي او نړيوالو رسنيو استازو په کې ګډون کړى و.

سرپرست والي عبدالجبارنعيمي ددغه کنفرانس پرمهال يوځل بيا په خوست کې شوى تروريستي بريد په سختو ټکو وغندلو او شوى بريد يې د افغانستان د خلکو،سولې،امن او ثبات د دښمنانو له لوري يوستر جنايت ياد کړ کوم چې له امله يې د خوست شريف ولس دغم په ټغر کېښناستلو او ښکلى خوست يې په وينو رنګ کړ، نوموړي په دغه غم کې ځان شريک وبللو او هغه کسان يې ددغه غميزې عاملين وبلل چې د امنيتي تهديدونو او خبرداريو باوجود يې د عامو وګړو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه او د دښمن د بريد هدف يې وګرځول او په هيڅ صورت يې د امنيتي او کشفي ارګانونو رسمي راپورونو او اطلاعاتو ته توجه ونه کړه.

عبدالجبارنعيمي وويل چې په خوست کې پيل شوې حرکتونه په هيڅ صورت مدني نه دي ځکه چې مدني حرکتونه په هيڅ ځاى کې د سپکو او درنو وسلو په قوت نه دي ترسره شوي بلکې پيل شوي حرکتونه په واقعيت کې د مدني حرکتونه بدنامې ده، نوموړي وويل دغه حرکتونه په دغه ولايت کې هغه وخت پيل شول چى نوموړې له هيواد بهر په رخصتۍ تللى و چې غاصبينو،مفسدينو،مجرمينو او قانون ماتونکو له حالاتو او فرصت څخه ناوړه استفاده وکړه او دخلکو د پاکو احساساتو څخه يې په ناوړه ګټې اخيستنې سره د محلي حاکميت پرضد ګام پورته کړ.

سرپرست والي وويل شاوخوا لس ورځې کيږي چې د همدغه منفي حرکتونو ،زور واکۍ او غير قانوني اعمالو له امله په خوست کې ٤٢دولتي ادارې د ولس پرمخ تړل شوى،عامه لارې بندې دي او دولايت مقام اقامتګاه محاصره شوې ده خو تر دې مهال هيڅ مرکزي ادارې په دې برخه کې اقدامات نه دي کړي.

نعيمي وويل خوست ولايت يې د پنځو کالونو تلاشونو،زحمتونو او قربانيو په پايله کې د امن،سولې،يووالي او ورورولۍ پر کور بدل کړى و خو څو ورځې کيږي چې خوست ولايت د دوه وکيلانو او يو شمير نورو دولتي چارواکو د دسيسو ،منفي حرکتونو په پايله کې په وينو رنګ شو ، دولايتي ادارې او ولسونو ګډ تلاشونو ،قربانيو او لاسته راوړنو ته يې سخت زيان ورسولو.

سرپرست والي د دې يادونه هم وکړه چې ددغه وکيلانو د غير قانوني کړنو،دځمکو دغصب، دخوست د پروژو د قراردادونو د سوداګرويو او څو لاسونو پلورلو،د وسلو دقاچاق،په ملکي او امنيتي ادارو کې دخپلوانو د مقرريو ، د خدمتګارو مامورينو د تهديدولو په اړه يې لوړو مقاماتو ته په لسګونو ځلې رسمي او مستند معلومات استولي او خبر يې ورکړى خو له بدمرغه تر نن ورځ هيڅ چا په دې برخه کې اجرات نه دي کړي بلکې وکيلان يې تر قانون لوړ بللي دي.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې خوست سرپرست والي وويل پنځه کاله خوست ادارې په زياتو قربانيو،تلاشونو،زحمتونو او خدمت سره خوست وساتلو،امنيتي حالت ټينګ شو،دولتي حاکميت پياوړتيا ومونده، مرکز له ولسواليو سره وصل شو،پر حکومت ولسي باور زيات شو،تر ٤٠زيات لوړ پوړي او ټيټ پوړي مامورين په اداري فساد کې دښکلتيا له امله له دندو ګوښه او مجازات شول، تر ٢٦٠٠٠زره جريبه څخه زياته ځمکه له غصب خلاصه شوه، د دولت عوايدو لوړ شول،د مهال ويش سره سم ټولو ولسواليو ته کاري سفرونه وشول د افغانستان بيراغ ددغه ولايت په هرکلي،سيمه او ګوټ کې اوچت شو ،پوهنيز پرمختګ ګړندى شو،د ټولو زده کوونکو شميره درې سوه زره تنو ته ورسيده،د نظام پرستيژ خوندي شو، خوست دوهمې درجې ته ارتقا وکړه،تشکيلات پراخه شول او دغه ولايت دافغانستان په کچه د امن،پرمختګ او بيارغونې په ډګر کې لوړ ځاى خپل کړ، انځور يې په ملي او نړيواله کچه روښانه شو.

عبدالجبارنعيمي وويل چې په خوست کې بغاوت کوونکو دې ټولو قربانيو ته سپکاوى وکړ ، دخوست اداره او نوم يې بدنام کړ، نوموړي وويل چې دخوست ولسونه بايد ددې پوښتنه وکړي چې ولي د دوى معصوم ماشومان دغه منفي حرکت ته ور بلل شوي و او د کوم قانون په اساس معصوم او کوچني ماشومان په دغه حرکتونو کې برخه اخيستلى شي.

د سرپرست والي په خبره په هيڅ قانون کې دا نشته چې ماشومان،معيوبين،معلولين او يا غير مسوول وسلوال کسان د حکومت پرضد وکارول شي او يا د نظام او ولايتي ادارې د بدنامۍ په خاطر پيسې وکارول شي.

نوموړي په خوست کې شوى بغاوت د ملي يووالي دحکومت، د قانون دحاکميت ،محلي حکومتوالۍ او ولسي ګټو پرضد وبللو له لوړو مقاماتو ته يې وغوښتل که چيري په خوست کې د پيل شوي بغاوت هر اړخيزه څيړنه ونه کړي په ټول افغانستان کې به سيمه ييزې ادارې په ورته توګه له ستونزو سره مخ او په پرلپسې توګه به سقوط وکړي.

عبدالجبارنعيمي په دغه کنفرانس کې وويل چې خوست ولايت کې پر خپل ماموريت او خدمت وياړي او په بشپړه توګه به دخپلو خدمتونو،زحمتونو او قربانيو دفاع وکړي او په هيڅ صورت به غاصبينو،قانون ماتونکو کړيو او مافيا ته تسليم نه شي، نوموړي وويل که په حکومت دنده ولري او يا يې ونه لري د ځمکو دغاصبينو ،قانون ماتونکو او مافيايي کړيو په وړاندې به مبارزه وکړي او هغه مسايل به هم له ولسونو سره شريک کړي چې پر اساس به يې د دولت په چوکاټ کې د محلي ادارو او خدمتګارو مامورينو پرضد جوړې شوې د سيسې بربنډې شي. د يادولو وړ ده چې په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د وروستي بغاوت د رهبري کوونکو د غير قانوني کړنو او دسيسو په اړه هم مستند اسناد او شواهد رسنيو ته وړاندې شول.

واکمن

—————————————

د خوست والي د خبري کنفرانس په غبرګون کې

د خوست ولایتي شورا او مدني ټولنو ګډه خبرپاڼه

1دا چې په خوست ولایت کې دتیرې یوې اونۍ راهیسې دخوست مفسد والي اومفسدو چارواکو پرضد سوله ییز مدني حرکتونه پيل شوي. زرګونو خوستوالو سوله ییز لاریونونه ، غونډې او اعتصابونه ترسره کړي، خو متاسفانه چې تردې دمه ، دبشري حقونوسازمان ، ملګرو ملتونو، ځینو رسنیو ددوی سوله ییزې او روا غوښتنې سمې نه دي انعکاس کړي اونه مرکزي حکومت ورته توجه کړي ده ، خوست میشتي ولسونه له مرکزي حکومت او نورو بشرپالو سازمانونو څخه ګیله کوي، چې د دوی روان سوله ییز لاریونونه او رواغوښتنې یې تر خپل پوښښ لاندې لکه څه ډول چې لازمه ده ،نه دی راوستي داچې خوست والي دخپلې پنځه کلنې دورې په ترڅ کې خپلې ناوړه کړنې ، ترسره کړي جنایتونه ، له هیوادوالو پټه وي او درسنیو په وړاندې دزرګونو خوستوالو پاکو احساساتو او اعتصابونو ته په بده سترګه ګوري او دخلکو سوله ییزو قانوني لاریونونو ته غلط نوم ورکوي اصلا خوست والي ولسواکۍ اودبیان ازادۍ ته ژمن نه دی او داساسي قانون سره په مخالفت کې څرګندونې کوي ،

دخلکو داحساساتو دهیلو اورواغوښتنو په وړاندې خنډونه جوړه وي ، پدې څرګندونو سره غواړي ترڅو دخلکو اذهان ګډوډ کړي دخپلې شومې واکمنۍ او ظالمې دیکتاتورۍ په دوران کې په خپلو ناروا او ظالمانه کړنو پرده واچوي اودمظلومو انسانانو دوینو دتوییدو مسولیت له ځانه لرې کړي.

خوست والي په تیر او اوس کې ځینې رسنۍ ګواښلي چې دلاریونوکوونکو خبرونه خپره نه کړي، حتی ځینې قلموال یې دپه پیسو مقابل ګمارلي ،چې درسنیو څخه د لاریون کوونکوپرضد پوچې لیکنې او بې ځایه تبلیغات وکړي.

دخوست درنه ولسونه په هیواد کې درسنیو له استازو څخه شریفانه هیله کوي او دهمکارۍ ژمنه کوي ، چې په خپلو رپوټونو کې دقت ، توازن او بې طرفي په پام کې ونیسي اوهیڅ ډول دچا زور او فشار ته تسلیم نشي دخوست درنه ولسونه ستاسو ترشاه ولاړ دي .

دخوست درنو ولسونو دتیرې بنجشنبې په ورځ سوله ییز لاریون وکړ،چې دخوست والي دکورپه ۴۰ مترۍ کې پرې نه یوازې داچې ځانمرګي حمله وشوه بلکې دده باډيګاردانو په لاریون کوونکو ډزې وکړي، چې په پایله کې ۲۲ تنه بې ګناه خوستوال شهیدان ۶۱ تنه ټپيان شول، دکشفې معلوماتوله مخې او دعیني شاهدانو دوینا پراساس چې دغه ځانمرګی دوالی له کورڅخه راوتلی و اوپه لوی لاس سازمان شوی و. دخوست درنه ولسونه خوست والي پدې اساس پدې برید کې مسول ګڼي چې یوه ورځ وړاندې د ده له مطبوعاتي دفترڅخه په یوه خپره شوي خبرپاڼه کې لاریونونو کوونکوته ګواښ شوی و، چې که چیرې خپلې لاریونونه بند نه کړئ نو ولایتي اداره به غبرګون وښایي له بله پلوه دطالبانو ویاند په یاد شوي برید کې لاس لرل رد کړي دي همداشان دخوست والي څوتنو پلویانو هم ورته ګوتڅنډنه کړي وه ، چې مونږ به د دغو لاریونونه کوونکو په وړاندې شدید عکس العمل وښایو له بله پلوه له لاریون وړاندې دخوست ولایتي شورا اومدني ټولنو دیو تصویب اوګډ پریکړه لیک په صادرولو سره ټولو امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی و، چې خوست والی ګواښ کړی ،چې زمونږ د سوله ییزو لاریونونو مخه ونیسي او تروریستي اعمال اجرا کړی ،چې هماغه و، په خپله وخشیانه عمل سره یې ډيرۍ میرمنې کونډې اوډير شمیریې یتیمان کړل اولسګونه کورنۍ یې دویرپه ټغر کینولې.

دخوست درنه ولسونه ! له ښاغلي ولسمشر غواړي چې خوست والي دخپلو ناوړه مفسدو او وحشیانه کړنو له امله عدلي ارګانونوته معرفي کړي او له هیواده یې ممنوع الخروج اعلان کړي ترڅو دتیښتې لاره خپله نه کړي. که چیرې مرکزي حکومت په خوست کې دشته بې عدالتیو ، ناروا کړنو ، شته فساد ، او دمظلومو انسانانودوژنې دعاملینو په تړاو ګام پورته نه کړي نو خوستوال اړدي، چې له هرې قانوني لارې کار واخلي خپلوسپیڅلو موخو او ارمانونوته ځان ورنږدې کړي.

دخوست ولایتي شورا رسنیز دفتر

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. shakir Reply

    ښاعلی د خوست والی صاحب ! زموږ په ګمان خو یوه انګیزه موجوده وه چی دومره ډیر خوستوال ستاسو پر ضد راپورته شول، معنی دا چی تاسو سپی چرګ نه یاست ، دا چی مفسید وکیل اصولی د دوی رهبری په لاس کی اخیستی او د خپل ځان په ګټه یی د ولس احساسات د ځان په ګټه کارولی دی دا هم جرم دی.
    زموږ په ګمان د خوست پیښه باید ولسمشر اشرف غنی هسی بابیزه تیره نه کړی ژوره پلټه وکړی پیلی یی د ولس سره شریکی کړی مجرمینو ته هغه که والی وی او که وکیل سخته جزا ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *