Categories

اعلان

Loading…

په زابل کې څلور تړلي ښوونځي پرانېستل شو او څلور نوي تاسیس شول

مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۴ د وري ۱۶


د زابل ولایت په شهر صفا او شینکۍ ولسوالیو کې څلور بابه ښوونځي، چې د ځینو لاملونو له امله له څه مودې راهیسې تړلي وو، د سیمې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته  بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول.
په دغو ښوونځيو کې د شینکۍ ولسوالۍ د شینکۍ، چونې او سپېدار لومړني ښوونځي او د شهر صفا ولسوالۍ د داود شاه لومړنی ښوونځی شامل دي. د یادو ښوونځيو له پرانېستې سره څه باندې ۳۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.
دغه راز د یاد ولایت په مرکز او شاه جوی ولسوالۍ کې څلور بابه ښوونځي نوي تاسیس شول. ددې ښوونځيو جوړېدل د هغو سلګونو زده کوونکو لپاره د زده کړو زمینه برابره وي، چې د لارې د لرې والي له امله تر دې مهاله له ښوونځيو لرې پاتې وو.
د حضرت عثمان (رض)، حضرت عبدالله بن عباس (رض) او حضرت حمزه (رض) په نومونو درې لومړني ښوونځي د زابل په مرکز کلات او د ډاکتر امین په نوم لومړنی ښوونځی ددې ولایت په شاه جوی ولسوالۍ ‎کې نوي جوړیږي. ددې ښوونځيو له تاسیس او ایجاد سره د سیمې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاړي، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې ښوونې او روزنې د اسانتیاو د برابرولو لپاره یو پر بل پسې خپلې ژمنې پوره کوي او په دې لاره کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي. دغه راز پوهنې وزارت له ټولو خلکو غواړي، چې د ښوونیز نظام په پیاوړتیا او پراختیا کې هلې ځلې وکړي او خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړي.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

221 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2