Categories

اعلان

Loading…

باد سبا/ استاد سعدالدین شپون

په ما ته کشتۍ سپور یم توپانونه دي په مخکې

په دې لاره یې بیا یم، که وم وم که نه وم نه وم

دا څه خیل احساس دی چې کشتۍ دې ما ته، د سمندر څپې اوښان اوښان او تالا هم قرآن کړی چې خامخا به یې په همدې لاره بیایي؟. انګرېزۍ کې دې احساس ته (Fatalism)، ځېلي وايي. دا چې اغیار د افغان د اسم سره د جاهل صفت غبرګوي همدا موږ به ښیي، ځیلي =جاهل. پرې ورځو، یا بم تل کړي یا بی تل کړو. د پيړیو په تیرېدو موږ په نورو وطندارانو هم اغېز وکړ. موږ وایو:

تو کل نر دی، اندېښنه ښځه. توکل په ګرامر کې هم نر دی اندېښنه ښځه. پاړسي کې دا فرق نشته خو بیا هم وايي:

توکل نر بود اندېشه ماده  +  چرا غم مېخوري ای مرد ساده.

چې ځان مرګ ته ورکوي، تیږه پاس غورځوي، سر ورته نیسي دې ته انګرېزۍ کې وایي فېټه ليزم پاړسي مانا، حسبت الله ګفته و کشتي درآب انداختیم. عرب بیا هم څه کوي څه پرېږدي

ګفت پیغمبر په اواز بلند، با توکل زانوې اشتر ببند. اِعقل و توکل. د اوښ زنګون وتړه بیا یې توکل ته پرېږده ، خو پښتانه؟ نه بابا پرې ورځو، د ده پلان و دامان څه و څه کړي د ده نجس وروس، غجر، پېرنګي. د اوغانستانه سره ټانټې چیچې؟. حتی د وزیر اکبر خان  غوندې باتدبیره سیاسي مشر هم چې د پرنګي شپاړس زره پوځیان غازیانو تباه کړل، ورته پښتون شو، دلته بند په پیچومي یې توره وپړقوله، ویې ویل،«شما ملکې ما میګیرېن، ها ؟» خادم همدا خبره کوله چې

 په ماته کښتۍ سيور یم ، توپانونه ………

د چرچل برتانوي لښکرې په تېر جهاني جنګ کې د فرانسې په  ډنکرک نومي ساحل کې ګیر پاتې وې. ماتې چې هسې ماتې!. خو په بخت او شواخون  ټولې سلامتې وتښتېدلې.

د چرچل وینا دا شرموونکې ماته د برتانیې په بري واړوله

«هیچیرته داسې نه دي پېښ شوی چې دومره وړوکی شمیر (پوځ) دې، دومره لوی (پوځ) ته دومره خجالت ور واړوي، پوروړی یې کړي»

زموږ خوشال بابا همد ا خبره په پښتني جامه کې وکړه. پوځ یې د مغولو سره اخته و، بری مری نه و

کله چې: سره ورغلل دوه غرونه   +  یو مغل او بل افغان . او نتیجه معلومه نه وه نو بابا وايي

د عالم ډېرې خبرې، لور په لور تورې لښکرې

زړه مې نه خوځي له ځا یه، غر خو هسې وي کنه؟ دا بوږنوونکې صحنه تر دې بهتره نه شوای تر سیمېدای

It was cool!

خادم  په ونه  تر شپږ فوټه لوړ و، اوږده لاسونه به یې داسې ارتول لکه چې د سپینې غرې واورینې څوکې درښیي. او داسې لویه دعوه  به يې ورشتۍ کړه ، « یه خلکه! زه به مړ یم تاسو ژوندي،» لاس کې به یې خپله څوکړه ږیره ونیوله،«ګوه رئ! ،که دا ملک غیر له اوغانانو بل چا له مرګه بچ کړو نو بیا مې د قبر شناختې ته لاړې ورتو کړئ» .

ملنګ د خدای و، په کابل او پېښور دواړو کې يې ډېری ځوانانو قدر نه کاوه، بلکه ملنډې ورپورې وهلې د خادم اټکلونه تل د یو ډول طمطراقه سره مله وو، کلیې یې صادرولې ، بړ بړ غږېده. نابغه، پیمغبر، سپینتمان، او د غرو څوکې یې ډیرې یادولې چې په همزولو شاعرانو کې یې بازار نه درلود. تر دې لویو شعارونو، تر دې اتلسي جامو لاندې ملنګ د خدای و، خوږه خندا یې لرله.

په ښو خوږو نغمو به قام ورو ورو راویښومه

خادم باد سبا یم که وم وم که نه وم نه وم.

عاجز ګنکی خادم، نور ماد  تره کي د خپل قدرت په وخت کې یوه یا نیمه هفته بندي هم کړ. تره کي چا ته ویلي وو هسې مې بندي کړ چې ادب ور زده کړم.

زما به تل ورسره کړاس و. زه بې پروا ځوان وم، نوکې کیڼ لوري ته مات خو هغه وخت ټول تعلیم والا هلکان ویښ زلمیان وو. یوه ورځ چې ده  پښتو او پښتنوا له ډیره ستایله، نزدې وه چې بابا آدم ته سړی علیه السلام ووايي. چا زیږ ځواب ورکړ، خادم صیب ته خدای ورکړه. چا ټونګه ورواچوله چې ستا افکار زاړه دي. خادم صیب ویل چې تاسو به خپل ارمان خاورو ته یوسي، و به نه رژېږي. چا بله ناپړیته ورخوشې کړه، که موږ مړه شو افکارخو به مو پاتې شي، ته به رڼې ورته ګورې، افکار به دې مړه وي. خادم صیب لا جوابه شو، لاس یې وارتاوه،«د خدای لعنت شه !»

څو کاله پس کمونستني راغله، موږ د ګړو له لارې پاکستان ته منډه واخیسته. یوه یار په لار کې وویل، «د خادم صیب ښېرا لکه چې د نښې مینځ وویشت»

147 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *