Categories

اعلان

Loading…

په کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې د اوبو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

۰۱ اپرېل ۲۰۱۵ – ۱۲ وری ۱۳۹۴

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) په مالي او تخنیکي مرسته، د اوبو نړیواله ورځ و لمانځله.

د مارچ ۲۲ امه د اوبو نړیواله ورځ ده، چې هر کال په ګڼ شمېر هېوادونو کې د تازه اوبو اهمیت ته د پام، او دتازه اوبو د سرچینو د ښه مدیریت او دوامدارې پراختیا څخه د ملاتړ په موخه لمانځل کیږي.

په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت وزیر جلالتمآب نصیراحمد دراني، د اوبو او برښنا وزارت معین جلالتمآب انجینیر محمد سمېع، د عامې روغتیا وزارت معین جلالتمآب دوکتور بصیراحمد سرور، د ښاري پراختیا وزارت معین جلالتمآب اکبر احمدي، د پوهنې وزارت معین جلالتمآب دوکتور سید حمیدالله، د افغانستان لپاره د یونیسف استازي ښاغلي اکیل آیېر، د یونیسف د واش څانګې مشر ښاغلي رولف لوین ډیجک، د ملګرو ملتونو د ادارو استازو، د مرستندویه بنسټونو نماینده ګانو او نور ونډه لرونکو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیوبیارغونې او پراختیا محترم وزیر جلالتمآب نصیراحمد دراني د اوبو د اهمیت په باب د خبرو تر څنګ وویل، ((افغانستان ۳۰ مېلیونه وګړي لري، چې ۷۵ سلنه برخه یې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي؛ یوازې ۴۵ سلنه وګړي د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی لري او په کلیوالي ټولنو کې بیا دغه کچه ۳۹.۴ سلنې ته راټیټيږي)). نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې له مرستندویه ادارو څخه د مننې ترڅنګ، پر دوی غږ وکړ، چې د هېواد د اوبو له سکټور سره مرستې پراخې کړې او په دې برخه کې زیاته پانګونه وکړي.

په همدې لړ کې په افغانستان کې د یونیسف استازي ښاغلي اکیل آیېر خپله پیلیزه وینا واوروله. نوموړي وویل، ((اوبه د دوامداره پرمختګ لپاره هسته یې رول لري او د ټولنیز اقتصادي پرمختګ، روغتیايي اېکوسیستم او د بشر د بقا لپاره حیاتي ماده ده)). نوموړي دغه راز د افغان حکومت سره د کوچنیانو لپاره  د څښاک د صحي اوبو د چمتوالی په برخه کې د مرسته کولو لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې.

په غونډه کې د اوبو او برښنا وزارت، د ښاري پراختیا وزارت او د پوهنې وزارت محترمو معین صاحبانو په خپل وار سره د برښنا، کرهڼې، روغتیا او ښارونو کې د اوبو پر اهمیت خبرې وکړې.

237 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2