Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: په کابل کې د کوڅو لنډغر د ښار امن ګواښي

د کابل ښار اوسېدونکي په ۱۷ ناحيو کې د بدماشانو او اوباشانو د لویو بانډونو له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، چې د ځینو پولیسو په مرسته غلاوې کوي، مرموزې وژنې کوي او د خلکو کورونه لوټي.

ښاريان وايي، ځینې کورنۍ د خپلو ځوانانو د لنډغرۍ او بې ځایه ګشت ګزار احوال نلري، په دې توګه د مېرمنو ګرځېدل او د شتمنو مصونیت له جدي‌ ګواښ ‌سره مخ شوی دی.

په کابل ښار کې د اوباشانو د بانډونو پراخېدو خلک اندېښمن کړي او ښاريان يې له کوڅو د ټولولو جدي غوښتونکي دي.

ښاريان وايي، ځینې کورنۍ د خپلو ځوانانو د لنډغرۍ او بې ځایه ګشت ګزار احوال نلري‌، په دې توګه د مېرمنو ګرځېدل او د شتمنو مصونیت له جدي‌ ګواښ ‌سره مخ شوی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي، د کابل ښار په ۱۷ ناحيو کې د بدماشانو او اوباشانو لوی بانډونه شته. د دوی په خبره دغه هر بانډ بيا په ښارګوټو، کوڅو او بلاکونو کې وړې ډلې لري، چې ټول په خلاف کاريو کې ښکېل دي او د خلکو د ځورولو سبب ګرځي.

په ولسي جرګه کې د داخلي امنيت کميسيون غړې وږمه ساپۍ وايي، دا هغه نالوستي او وزګار ځوانان دي، چې خپلې کورنۍ ترې ناخبره دي، وسلې يې تر لاسه کړې، غلاوې، وژنې او نورې خلافکارۍ کوي: (( دغه کسان وروسته په لويو او خورا خطرناکو حرفوي غلو او قاتلينو بدليږي، چې مخنيوی يې د امنيتي ځواکونو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدای شي. د دوی ډېری له پوليسو سره لاس لري، نو ځکه خو يې مخنيوی ستونزمن شوی هم دی.))

اغلې ساپۍ وايي، په کابل ښار کې هېڅ مېرمن، نجلۍ او نوی زلمی ځان خوندي نه احساسوي. ډېری کورنۍ له همدې امله خپلې خويندې او لوڼې ښوونځي ته نه استوي.

د کابل ښار د خير خانې مېنې اوسېدونکی حاجي عرب شاه وايي، هېڅ داسې ورځ نه وي، چې دغه لنډغر دې له خلکو سره جنګ ونه کړي. دوی په عادي خبره شخړې او جنګونه کوي. ښاغلی عرب شاه زياتوي، کوڅه ډبي د شريفو او درنو کورنيو د ازار او ځورولو اصلي لامل دي: ((تېره اونۍ په خيرخانه مېنه کې د يوې ډلې لنډغرو او يوې کورنۍ ترمنځ لفظي شخړه په فزيکي هغه واوښته، چې دوه کسان پکې سخت ټپيان شول.))

دی وايي، امنيتي حوزې دې تر هرڅه د مخه د ښار کوڅې له دې اوباشانو څخه داسې پاکې کړي، لکه د لېونو سپو څخه يې چې پاکوي. ښاغلی عرب شاه وايي، دغه ډلې د پوليسو له نېږدې پوستو سره لاس لري او د هغوی په ډاډ په خلاف کاريو لاس پورې کوي.

د کابل ښار په شاه دوشمشېره زيارت کې فرخنده خپله يوې ډلې لنډغرو ووژله. دوی به د زيارت په شاوخوا کې ګرځېدل، دلته به زيارت ته ښځې راتلې او دوی به ورته مزاحمتونه کول، دا اوباشان مشخص دي، خو پوليس يې مخه نه نيسي.

د کابل ښار د يوه دولتي روغتون ډاکتر وايي، هره ورځ دغه روغتون ته دوه او درې داسې ټپيان وروړل کېږي، چې د کوڅه ډبو له لوري په برچو او چاقيانو وهل شوي وي.

د ولسي جرګې غړي وايي، ددې ډلو ډېری کسان نيول شوي هم دي، خو ددې پرځای چې په زندانونو کې اصلاح شي، تر هغه پخوا ډېر خطرناک انسانان ترې جوړ شي، هورې يې د مافيا له ډېرو غښتلو غړو سره ليدنه وشي او کارونه يې نور هم پراخه شي.

په دې اړه د کابل ښار د امنيتي مسوولينو په نظر اخستلو بريالي نشو.

414 total views, 1 views today

6 comments

  1. زلمی Reply

    دشار امنیت دی هغه طالبانو ته په لاس ورکری چه ددولت سره یو زای شوی دی، تاسی بیا داسپی په دوربین کی هم ونه گوری.

  2. محمد مصطفی یادگاری Reply

    دغه خبره واقعیت لری، چی اوباشان او غله په کابل شار کی دیر شوی دی، 5 ورحی مخکی د کابل په اتم ناحیه کارته نو کی یو 22 کلن دکاندار چی نوم یی عصمت وو او نوی نامزاد شوی هم وو د بی رحمه کسانو لخوا ووژل شو ، باید پولیس په هکله جدی گامونه پورته کری.

  3. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    .دكنر دخلكو نماينده اوبه اولسي جركه كي د داخلي امنيت غري ليكنه ساده مه بولي .
    هغي ويلي جه يو تعداد بيكاره او أوبا شانو وسلي تر لا سه كري او دبو ليسو سره لاس لري باعث دبي أمنيتي كرخيدلي ..
    مكر زه ءي تأيد وم دا يو واقيعت دي
    زه ديو أمنيتي كار بوه به توكه خبل نظر داسي وراندي كوم .
    دا أوباشان او بيكاره اشخاص نه بلكه دا يو سياسي جريان دي جه تر شاه ددي جريان ديوي بوهي مافيا وي دلي لاس دي ..
    دا جريان نني نه بلكه به يو سيستماتيك شكل ديو دلي له خوا تنظيم شوى جريان دي جه دخبلو برنامو دناكامي به حالت كي دداسي عملو خخه به كته بؤرته كوي .
    ددي جريان اصلي عاملين او أجرا كونكي به أمنيتي اوركانو كي قبلاء تنظيم شوي او مادي امتيازات هم لري .
    زه ديو افغان بيا ديو أمنيتي اوركان دكار بوه به توكه به اوله درجه وزارت داخلي او وزارت امنيت دولتي ته او به دريمه كته كوري كي وزارت دفاع ته دخطر سكنال وركوم جه دا وباشانو، خنكه جه وزمي خور داولسي جركي غري هم ورته أشاره كري جه بو ليس ورسره همكار دي دايو واقيعت دي هغي به لفافة كي وويل مكر ما خه أظافكي او بر الا به دي وويل جه ددوي خخه جدي خطر موجود دي بايد أمنيتي اوركانونه بيدار أودّ مخنيوي به خاطرءي جدي أقدامات وشي.
    وزمي خور ويلي جه دي أوبا شانو وسلي تر لإسه كري .مكر زه داردوم او وايم جه تر لإسه كري نه دي بلكه ورته توضيع شوي دي .
    دا سازمان نني نه بلكه به دي سازمان دديره بخوا كار شوي او خاصه بوجه او سلاح ورته تهيه شوي .

  4. Shapoor Reply

    دمدنی ټولنو غړی چه اوس یی دفرخندی دقتل په تړاو هلی ځلی پیل کړی دی ، باید داسی موضوعاتو پام وکړی. داسی ګمان کیږی چه داکسان دشورای نظار دلنده غرو او په کورنیو چارو وزارت کی ددوی دلوی واکمنو کسانو سره لاس ولری. داکسان ټول پیژنی دوی زیاتره دپنجشیر او دهغو شاوخوا سیمو کسان دی ، نو په دی حساب خبره معلومه ده چه داڅوک حمایه کوی؟ دامرالله تش په نوم شین دی او که تور جریان دی په دی خبر دی او دازیاتره دهمدی جریان غړی دی .

  5. haqeeqat Reply

    To Dr. Ghani and Dr. Abdullah

    The primary duty of a government is to protect the lives, honor and property of its citizens, everything else would be secondary duty like providing other services such as building roads, hospitals, schools and so on.
    The Afghan government has failed in protecting its people’s lives, honor and property from these thugs and gangsters hence it has lost legitimacy to govern.
    This culture of lawlessness, harassment and intimidation of the common people, looting, bullying was brought by the criminals groups well known to Afghans and has been re-enforced and promoted by Karzai’s corrupt regime. It must stop or the people of Afghanistan will stop supporting this government. The people of Afghanistan demand: Justice, rule of law, end corruption, get rid of these gangs and their supporters in the government bring peace and security. If Ghani and Abdullah are serious in governing this country they should not ignore these calls otherwise the history will judge them very harshly.
    Thanks

  6. ر وغ لیونی Reply

    دکابل ښار پولیس دی ټول برطرف شی او په ځای دی نوی تحصیل کرده پولیس راوړل شی. که چیزی له طالبانو سره روغه کیږی نو د کابل امنیت دی هغعوی ور کول شی. څکه چه هعغوی د خلکو په ټکولو کی ښه مهارت لری. وای چه داخلک سوټه مسلمان خلک دی. بیدون له سوټی نه به هیڅکله دلته امن رانشي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2