Categories

اعلان

Loading…

الکول ولې پر ځینو کسانو ژر تاثیر کوي؟

تاند- امریکايی ساینس پوهان وايي چې دوی هغه جین پېژندلي چې په انسانانو کې د شرابو اغېز ښيي یعني ولې الکول پر ځینو انسانانو ژر تاثیر کوي خو بر ځینو یې نه کوي.

د څېړونکو په وینا په سلو کې له لسو تر شلو پوري خلکو کې هغه جین شته چې الکول پرې اغېز نه کوي.

د دې تحقیق له مخې، هغه کسان چې ژر نشه کېږي ، په الکولو د هغوی د اعتیاد امکان کم دی.

همدا وجه ده چې ښځې ژر نشه کېږي خو د شرابو یا الکولو معتادانې په نړۍ کې خورا لږې دي.

د امریکا په نارت کارولینا پوهنتون کې د دې څېړنې مشرپروفیسرکرک وايي :«هغه جین چې مو پېژندلی دی ، له هغه داسي څرګندېږي چې الکول د انسان پرمازغو څه اغېز شیندلی شي.»

په څېړنه کې مالومه شوې چې الکول تر ډېره حده ځیګرته ځي، خوله دې سره سره په مازغو یا دماغ کې پر(CYP2E1 ) نومي جین اغېز شیندي.

څېړنه ښيي هغه کسان چې ژر نشه کېږي ، له هغوی سره په دې کار کې (CYP2E1 ) جین مرسته کوي.

په دې څېړنه کې دوو سو محصلانو برخه اخیستې وه.

په لوېدیځ کې ګڼې څېړنې ښيي چې الکوال د سرطان په شان د ګڼو ناروغیو سرچینه ده. خو څرنګه چې په الکولو کې اقتصادي ګټه ډېره ده لوېدیځ هیوادونه د سګرېټو په شان له الکولو سره مبارزه نه کوي.

د لوېدیځو هیوادونو حکومتونه له الکول جوړوونکو کمپینو او دغه راز د الکولو له پلورونکو او استعمالوونکو څخه د کال څو تریلیونه ډالره مالیه اخلي.

16 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *