Categories

اعلان

Loading…

دعوت ګره فرخنده

ته د عصر فرخنده یې، ته تاریخ د نام و ننګ یې

ته خلاف د جادو ګرو د توحید د لمر پتنګ یې

ته مستوره په حجاب کې، د اسلام ښکلی فرهنګ یې

ته زخمي، زخمي شهیده، ته د سرې لمبې آهنګ یې

د اسمان د افق اور یې، ته په خپلو وینو نګ یې

بې دفاع مظلومه خور یې، ته ښایسته بوټی لونګ یې

ته هوسۍ رنګه مظلومه، ته په خوله کې د پلنګ یې

ته د ړنګې ماڼۍ خښته، د نازکې ښیښې جنګ یې

ته یو غر د تحمل یې، ته د صبر تخته سنګ یې

ته یو پول د استحکام یې، ته د لوی دریاب نهنګ یې

تا په وینو غسل وکړ، ته د هر شهید تر څنګ یې

ته زګېروی د جنازې یې، ته نغمه، نغمه سارنګ یې

ته تابوت د فریادونو، ته د کومو ساندو شرنګ یې

د صمیم د شعر پیام یې، ته یو زېری د غورځنګ یې

 ۳/حمل/۱۳۹۴-کندهارـاحمد صمیم

83 total views, 2 views today

1 comment

  1. Abdul Rahim shairzai Reply

    شهيده فرخنده دباطل يعني كودو جادو اونورو خرافاتو بر ضد خبل زان داسي قربان كي جي دافغانستان اواسلام فه تاريخ كي به ددي دشهادت ورانكي داخرت ترورزي زليزي سرنكه جي فه شزو كي وجنت ته اول ببي خديجه رضي الله عنها داخليزي زما فه نظر دوهمه به شهيده فرخنده وي جي وجنت ته به داخله سي والله عالم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *