Categories

اعلان

Loading…

دود پالي! شفیق امیرزی

چېرته چې انسان ژوند کوي، هلته دودنه هم شته چېرته چې د ژوند څرک شته هلته دودنه له ورایه خپل رنګ ښيي؛ پرته له دودونو د انسان ژوند نمګړی دی او یا دا چې ځنګلي ژوند ورته ویلی شو آن دا چې تر ډيره ځنګلي ټولنې هم ځانګړی دود او دستور لري.

دا دودونه کله کله په انسانانو کې دومره ارزښت پیدا کړي چې د قانون او تقدس بڼه غوره کړي او هله نو بیا له هغې د سرغړاوي او پالنې په وړاندې مجازات او مکافات، ټولنه یا دا چې د ټولنې مشران وضع کوي.

همدا دودونه تر ډیره د انسانانو د ژوند ساتنه هم  کوي، له نورو انساني ټولنو سره یې توپير ټاکي، او دوی ته په انساني ډلګیو کې یو ځانګړي پيژند وربښي.

خو کله کله بیا د انسانانو په زیان پای ته رسي، کله چې دود د تقدس د تر حده ورسيد، او یا دا چې ټولنو ته د یوه معنوي او یا دا چې ځينې ټولنې هغې ته الهي مقام ورکړي.

هغه کسان چې دا دودونو په ټولنو یا انساني ګروپونو تپي هغوی کوښښ کوي د ساتني لپاره یې هغه د یوه شخص کړه وړه وښيي یا دا چې هغه په کوم مشهور انسان پورې وتړي، یا وايي که له هغې سرغړونه وکړی نو ژوند به یې تریخ شي په همدې توګه د دودونو مداریان خپل وضع کړي قوانین پر نورو ساتي او کوښښ کوي چې د دوی باور پر دودنو زیات او نورو نسلونو ته هم ورسېږي.

دودنونه د انسانانو د پرمختګ کې هله خنډ شي، چې د افراط تر کړۍ واوړي بیا نو کلک دود پالي د هغو کړو وړو مخالفت کوي چې د دودونو سره په ټکر کې وي.

پخوانیو انسانانو تر ډير د دونو ملاتړ وو دوی ته به یې دودونو د دین او مذهب ځای ځایګۍ درلود دوی کوښښ کولو چې ټول کړه وړه یې د دودنو په چوکاټ کې خوندي وي.

پخواني انسانان دومره دود پالي وو چې تر خپل ځان، اولاد، مېرمنې، مال او شتو یې دودونو ورته ډير ارزښت درلود خپلې لوڼې به یې وژلې، د دونو د ساتنې لپاره خپلې مېرمنې به یې وژلې، خپل مال او کړه وړه به یې د دودونو قرباني کړل.

انسانانو تر همغه وخته په تیاره کې ژوند کولو تر کله چې یې ناوړه دودونو په منځ کې ځانګړی ارزښت درلود که تاریخ ته ځير شو تر اسلام د مخه انسانان له اوسنیو مسلمانانو سره توپيرونه لري، یا د رنسانس د دورې مخکې انسان په غرب کې له اوسنیو سره، مځکه او آسمان توپير لري.

پخواني انسانان کلک دود پالي وو خو اوسني چې د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال دي تر دود ورته رښتنی انساني ژوند مهم دی، داسې هم نه شو ویلی چې ټول هغه انسانان چې په متمدنه نړۍ کې ژوند کوي هغوی پرمختللي او انساني ژوند ته ژمن دي، داسې انسانان او آن ټولنې به ډيرې وي چې د انسانیت لپاره ګواښ دی.

تر ډيره داسې شوې چې انسانانو ځانونه د دودونو قرباني کړي، داسې به ډير کسان وي چې له لوږې مري خو د غوایه غوښه نه خوري.

داسې به ډير کسان وي چې مور یې مري خو نارینه ډاکټر ته یې نه بیایي، داسې به ډير کسان وي چې له نارینه ډاکټره یې کرکه ده خو خپله لور او خور نه پرېږدي چې ښځینه ډاکټره شي.

 ډیر داسې کسان به وي چې د پخواني دودیزې درملنې له امله به د مرګ تر پولې رسېدلي وي هغه طب چې پرته له کوم تخصص او زدکړې یوازې پر روایتو ولاړ وو.

دا ټول هغه دودونه دي چې د انسانانو د پرمختګ پر لار خنډ دي چینایانو به یو وخت د ریل پټلی په خپله خاوره کې نه پرېښوده دوی به ویل چې په ځمکه کې لوی ښامار دی د هغه په شا کې د پټلۍ میخونه ننوځي خوږيږي او بیا موږ ته ښیرا کوي، خو اوس د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي قدرت دی.

ټول دودونه بد هم نه دي او ټول دودونه ښه هم نه دي، زیاتره داسې دودونه دي چې هغې ته دیني خرافات وایو په هغې عقیده شرک دی او د هغوی پرېښودل مالومه خبره ده چې په خیر او صلاح ده.

دا ښه دود دی چې د مشرانو احترام کوو تر موږ چې څو ورځې لوی دی ځای ورته پرېږدو او تر ځان یې یو ګام وړاندې کینوو، خو دا بیا بد دود دی چې کشره نجلی مشر سړي ته واده کړو.

دا ښه دود دی چې یو بل وبښو د یوه بل له تېروتنو تېر شو، خو دا بیا بد دود دی چې د بښنې لپاره شرط کېږدو پېسې واخلو او یا دا چې د بدو په نامه خور، لور له چا وغواړو.

دودپالې ټولنې کوښښ کوي خپلو دودونو ته ژمن پاتې شي په دود پالو ټولنو کې کار او بار یا سوداګري په لومړنیو کرښو کې ده که موږ په کلي کې چا ته ووایو، چې زوی د ښوونځي ته واستوه د ده لومړنی ځواب کېدای شي دا وي چې پلار مې ښوونځي لوستی وو که نیکه؟ دوی کوښښ کوي له هغه څه ډوډي وخوري چې د دوی پلار او نیکه ترې خوړلې ده یو متل هم دی په ولس کې( چا د پلار پر کاسه کبر وکړ خوار به شي) دود پالې ټولنې هڅه نه کوي چې نوښت وکړي نوي شي ته یې ملا ماته ده ځکه چې له پلار نیکه ورته په پاتي شي کې پاکي ښکاري داسې فکر کوي چې په دې کې څه وو خپل مشران ورته ولیان یا نابغه ګان ښکاري د هغوی په کړو وړو ویاړي او آن سر پرې ورکوي.

ډیر داسې جادوګر، تاویزګر او فال کتونکي به ووینی چې بې له کوم علم او هنره انسانان په دې نامه غولوي چې دا یې د پلار نیکه میراثي لاره ده.

دودیزې ټولنې که د پرمختګ پر لاره روانې هم شي خو تر کلونو یې دا دودونه له مغزه نه ځي دوی په اداروکې په شخصي او یا دولتي کارونو کې خپله خپلوي پالي دا چې بېګانه ورسره کار وکړي ډيره غوره ګڼي چې خپل او نږدې کس ورسره کار وکړي ځکه دا د دوی تر منځ اړیکه ټنګوي او په دودیزه توګه نه غواړي خپل دوست او ملګری خفه کړي.

د دود پالو ټولنو ذهینت ټيټ وي، ځکه دوی له خپل دود پرته د هغه څه لوستنه او تجربه کول بې لاریتوب بولي چې د دوی په دود او کړو وړو کې نشته، دوی تل په یوه چوکاټ کې بند دي داسې یو چوکاټ کې بهر نړۍ ته لاره نه لري.

په دودویزو ټولنو کې د فکر شریکول او یو بل د خیر ښېګڼې رسول هومره عام نه وي دوی نه شي کولی د یو بل په وړاندې ښه سلوک وکړي ځکه دوی په ډار کې وي چې کله له مقابلې ټولنې سره اړیکې ولرم نو کېدای شي زما دود او دستور ته زیان ورسوي دوی یوازې تر ځان پورې محدود وي او که اړیکې پالي هم نو بیا د یوه تړون له مخې.

په اقتصادي اړخ کې له ستونزو سره مخ وي او یوازې هومره ګټي چې خوري یې نور نه ځان ته تکلیف ورکوي او نورو ته.

دوی ساکن موجودات دي، حرکت ډیر نه لري نو له همدې کبله ده چې زیانونه یې یوازې دوی ته رسي په دې مانا چې هم ځان وژني هم یې ساتي.

دودپالې ټولنې د پرمختګ مخ تر هغه نه وینې چې د خپلو منفي دودونو پر وړاندې د مبارزې بیرغونه پورته نه کړي ښه دودونه وستایي پر ځای پرېږدي قدر ورکړي، په ښو لارو کې له هغو ګټه واخلي او د منفي دودنو جرړي وباسي.

په پخوانیو دودونو کې ژوند په اسطورو کې ژوند دی، هغوی اوس هم له دیو او ښاماره ډارېږي، اوس هم د دې په انتظار کې دي چې د بخت مرغه یې پر کښينې او پادشا شي.

وروستی خبره مې دا ده چې انسانانو ځینې د افراطي روشنفکرۍ په نامه او ځينو د افراطي دودوالی له بشریت تر مرګه رسولی، د دواړو تر منځ یې انډول هیر کړی.

18 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *