Categories

اعلان

Loading…

ژوند ښکلی دی؟ / اسدالله غضنفر

د فرهاد دریا په سندره کې اورو: ژوند ښکلی دی.

زما په نظر ژوند نه ښکلی دی او نه بدرنګه. ژوند سپین کاغذ دی. د دغه کاغذ ښکلا یا بدرنګي له هغه څه سره تعلق لري چې ورباندې لیکو یې او رسموو یې.

تر کوپرنیک له مخه چې ګومان کېده ځمکه د کایناتو د مرکز حیثیت لري، ژوند ګڼو خلکو ته سپین کاغذ نه و بلکې په کاغذ باندې یوه ښکلې نقشه راته پرته وه چې د پیل، منځ او پای په باره کې یې ډېر څه راته په نخښه کړي وو. په هغه وخت کې داسې ګڼل کېده چې لمر، ستوري او سپوږمۍ د ځمکې لپاره او په ځمکه کې بیا د انسان لپاره دي. ځمکه د کایناتو منځۍ حسابېده او د لمر کار بس همدا و چې مونږ ته ګرمي او رڼا راکړي. په پخواني ادب کې اسمان له چت سره تشبیه شوی دی چې د بنیادم د خپلې کوټې یعنې ځمکې په سر ولاړ دی.

له کوپرنیکه په راوروسته پیړیو کې نه یوازې په فزیک بلکې په بیولوژي او نورو پوهنو کې پرمختګ وار په وار دې خواږه تصور ته صدمه ورسوله چې د اسمان ستوري د ځمکې نوکران دي او ځمکه د انسان نوکره ده. مثلا علم ثابته کړه چې د انسان تر پیدایښت په لسګونو میلیونه کاله پخوا په ځمکه باندې ډایناسور پاچهي کوله، مطلب دا چې تر ټولو زورور او اغېزمن ژوی و.

نوي علم ثابته کړه چې ځمکه په بې شمېرو سیارو کې د لوی بیابان د شګې حیثیت هم نه لري. دې شي او ځینو نورو خبرو د ژوند په باره کې فکر کول یو ځل بیا لازم وګرځول او دا نظر یې پیاوړی کړ چې خپل ژوند او وجود ته به په خپله معنا او ښکلا پیدا کوو.

دې پوښتنې ته یو ځواب دا ورکول کېږي چې بنیادم دې له ژونده خوند اخلي، هر هغه څه دې کوي چې خوشحالولای یې شي، د ده لپاره همدا د ژوند معنا او ښکلا ده. د دې تعبیر څرګند عیب خو دا دی چې یو څوک به له وژلو لذت اخلي نو کوي دې یې؟ په ځواب کې ویل شوي دي چې خوند اخیستل دې په یوه چوکاټ کې وي او بنیادم باید هغه څه ونه کړي چې نورو ته پکې تاوان دی، ځکه که نورو ته ضرر رسول جواز ومومي، هیڅوک به له ژونده خوند وانه خلي.

دلته یو بل مشکل پیدا کېږي . یو څوک به بل ته د ضرر نه رسولو په چوکاټ کې له ژونده خوند اخلي خو که دغه خوند ته نور چوکاټونه جوړ نه شي، خوشحالۍ به یې په لنډه موده کې په غم واوړي. مثلا که څوک د میاشتې معاش په یوه ورځ کې په مزو چړچو ولګوي، هغه یوه ورځ خو به یې ښه تېره شي خو پاتې نهه ویشت ورځې به پرېشانه وي. عاقل بنیادم په هیڅ وجه دې ته نه حاضرېږي چې یوه ورځ خوشحالي د نهه ویشت ورځې غم په بدل رانیسي.

که مونږ د ځان لپاره لذت او خوشحالي د یوه حساب و کتاب له مخې وغواړو، ایا ژوند به مو ښکلی شوی او باارزښته شوی وي؟ ځواب بیا هم منفي دی، ځکه هغوی چې قتل کوي، هغوی هم له خپل عمله خوند اخلي، ایا باارزښته کار کوي؟ څو وخته له مخه مې د شوروي دیکتاتور جوزوف ستالین یوه مفصله بیوګرافي ولوسته. د اتو، نهو سوه مخونو د دې پنډ کتاب له لوستو وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې ده د نورو له وژلو لذت اخیست. ده به د یو چا د نیولو او اعدام پلان جوړ کړ او په دې منځ کې به یې له دې خوند اخیست چې هغه سړی ده ته ورشي، عذر و زارۍ ورته وکړي او دی یې په ظاهره معاف کړي او بلکې د څه وخت لپاره یې معتبره کړي او هغه غافل شي او دی په خپل زړه کې د هغه په سادګي او ناپوهي پورې وخاندي. ستالین د ټولې میاشتې معاش په یوه ورځ کې ونه لګاوه او د دقیق حساب و کتاب له مخې په خوند و خوشحالي پسې وګرځېد، خو دغه چارې یې په هیڅ وجه باارزښته نه بولو، ځکه چې ښکلی او با ارزښته عمل د نورو د خیر په خلاف نه وي.

د اخلاًقي فلسفې لوی استاد، ایمانویل کانت د شخصي خوشحالي او اخلاقو تر منځ رابطه نه مني.دی وایي اخلاقي عمل د نیت په کاڼی تلل کېږي، نه د نتیجې. که زه له یو چا سره په دې نیت ښه کوم چې یو وخت به یې بدل راکړي، دا د کانت په نظر اخلاقي عمل نه دی. که زه د دې لپاره ښه کوم چې خلک مې وستایي، د کانت په نظر دا اخلاقي عمل نه دی. د ده په اند اخلاقي عمل هغه دی چې د ځان د خوشحالولو یا ګټې یا بدل په نیت نه بلکې په دې نیت یې کوو چې اخلاقي عمل دی او باید ویې کړو. ده د اخلاقي عمل د پیژندلو لپاره ځينې ځانګړنې معرفي کړې دي ، مثلا له نورو سره داسې چلند چې د ځان لپاره یې هم غواړو، اخلاقي ماهیت لري. زه په دې نه خوشحالېږم چې سپکې سپورې واورم، نو بل ته هم باید سپکې سپورې ونه کړم او دا یو اخلاقي مکلفیت دی.

د کانت په نظریه نیوکه شوې ده چې په شخصي تمایلاتو او احساساتو یې سترګې پټې کړې دي. مونږ که له یارانو سره ښه کوو، لږ تر لږه یو مقصد مو دا دی چې خوشحالي احساس کړو. مونږ دغه عمل ولې تش په دې دلیل اخلاقي ونه ګڼو چې خوشحاله کړي یې یو؟

شاید لا بهتره نظر دا وي چې د ژوند چارې هغه وخت ښکلې او اخلاقي دي چې هم پخپله ورنه خوند واخلو او هم د ټولنې مستقیم یا غیرمستقیم خیر پکې وي. زه که ښکلې لیکنه وکړم، هم پخپله ورباندې خوشحاله شوم او هم مې ټولنې ته ګټه ورسوله. زه که خپل اولاد سم وروزم هم مې پخپله ورباندې خوشحاله شوم او هم مې ټولنې ته ګټه ورسېده.

ژوند که له یوه ناول سره تشبیه کړو نو ښکلی ناول خو هغه دی چې نه یوازې یې وروستی پیغام او انجام ښکلی وي بلکې په پاڼه پاڼه او کرښه کرښه کې یې ښکلا ووینو. ډېر ښکلی، ارزښتناک او آیډیال ژوند شاید هغه وي چې پخپله خوند ورنه واخلو او نورو ته پکې خیر وي، عاقبت یې ښه وي او حال یې هم ښایسته وي. دغسې ژوند ته د رسېدو یو لوی شرط دا دی چې له خپل کار و کسب سره مینه ولرو. دا مینه پخپله نه راځي بلکې پیدا کوو به یې. مثلا په کار او کسب کې یو څه تکړه توب دغه مینه زیاتولای شي. د ژوند ښکلي کول او بدرنګول مو تر ډېره حده په خپلو لاسونو کې دي.

864 total views, 6 views today

3 comments

  1. jelani saaj Reply

    Really I like R/Ghazanfar,s articles very much and I request him to continue it.

  2. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    SALAM TO GREAT GHAZANFER SAHIB;YOUR WRITTING IS MORE THEN GOLD,JEWLERY AND DIAMOND.WHEN I OPEN COMPEUTER,I PAY ATTENT TO WHO IS WRITTER,YOUR NAME BE STAR ON WEB SITE,
    FARHAD DARYA SAID VERY NICE,LIFE IS BEAUTIFUL,DON,T KILL EACH OTHER,
    HE ALSO SAID NICE,THANK YOU
    LONG LIFE,GOOD HEALTH AND VICTORY FOR YOU IS MY WISHES.
    THANK YOU

  3. هارون روښان Reply

    آیا په رښتیا ژوند ښکلی دی ؟
    د فرهاد دریا او محمود سعید او ځینو نورو له نظره ژوند ښکلی دی .
    د اسدالله غضنفر او مهرووال له نظره ژوند نه ښکلی دی او نه هم بدرنګه ، بلکه د یوه سپین کاغذ حیثیت لری ، او د ځینو نورو له نظره ښایی ژوند ډیر بدرنګه او بی خونده وی .
    همداسی مونږ هر یو د ژوند څخه بیلابیل تعبیرونه لرو .
    که می ژوند او مرګ په خپل لاس کی وای او یا د مرګ څخه څو شیبی مخکی خبریدلای نو ماته به هم ژوند سپینه پاڼه وای ، او هر څه می چی زړه غوښتلای پری لیکلی به می وای ، د مرګ د لغت نفی ، د ماشومتوب تکرار او تکرار او د تل لپاره پدی نړی کی ژوند .
    خو په تآسف سره چی داسی نده هغه هم د افغانستان په نامه په دیرش میلیونی ګوانتانامو کی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2