Categories

اعلان

Loading…

اغزن پا لنګ (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

دا دئ د واده مې درې کلونه تیر شول .چې را ودیدم نه پوره پیغله وم او نه مې د ښوونځی زده کړې تما مې وې . ایله پرون نوې د نولسو کلونو شوم . که مې پلار ظا لم نه وای ورکړې اوس به مې زده کړې پوره او له دولسم ټولګي به خلا صه وای . نه ،نه پلار ته به ښیرا نه کوم ځکه که یی دا دزهرو غړپ نه وای کړی او زما له ورکولو يي سر غړولی وای میړه به مې هم دی په وینو کې لمبولی وای او هم به ېې زه په زور را واده کړې وای . خاوند مې معمولی سړی نه و او نه دئ ، دده په یوه اشاره اوس هم هر څوک بلې دنیا ته تلی شي . هغه وخت چې نظا م ړنګ او دده پلویا نو واک ونیو دی دداسې وسله والې ډلې مشر و چې نه یی د سړو کمی و او نه دپیسو ، ددې زور او زواک له برکته خو یی په زور او بیه دومره جا یداد خپل کړ چې ان کړوسیا ن او کود یا ن یی هم نشی خلا صولی .

خا وند مې ښه لوړ دنګ سړی دئ ، زما په منګ نه دئ ،زه ېې د لور په ځای یم او پر ما برسیره دوه نورې میرمنې هم لري .یوه ېې نږدې خپله او د تره لور ده . بله ېې دولس کلونه وړاندې هغه وخت راواده کړه چې دپیسو باران پرې وریده . که رښتیا ووایم دوهمه میرمن ېې له ما ښا یسته ده چې له ما سره کله روانه وي زه پرې مشره ښکارم . میړه مې ددې له پاره نه یم کړې چې ځوانه او ښکلې یم بلکې ددې لپاره چې نورې دواړه بیسواده دي . ما خو وویل چې دوهمه میرمن یی له ما ښکلې او ډولي ده خو په میړه مې زه له دواړو ډیره ګرانه یم : دی په اونۍ کې یوه شپه له دوهمې سره او په میا شت کې یو ځل د مشرې دپالنګ میلمه کیږي نورې ټولې شپې زما په پا لنګ زما سره څنګ په څنګ اړوي.خو که رښتیا درته ووایم زه د میړه ددومره نږدیوالي هیڅ خوند نه وړم او داسې انګیرم لکه په اغزن پالنګ چې هره شپه عذاب ګا لم .

ما مې د میړه زړښت نه زوروي ،ځکه زه یوازینۍ نجلۍ نه یم چې د زاړه په برخه شوې یم ،دلته داسې نجونې چې له ما لا په زړو واده دي بې شمیره دي . ما مې د بنو شتون هم نه ربړوي ځکه اوس ددوو او دریو ښځو لرل د ډیرو نا رینو شوق او دود ګرځیدلی دئ اودا کوم شرم نه بلکې د ټولنې د ډیروکسا نو ویاړ ګڼل کیږي.

زه وچه هم یم ،خوغاړه به نه بندوم میړه مې خپله ښه ډیره خواري راسره وکړه او په ډیرو داخل او خارج داکترانو یی وګرځولم او ښه بلا خر چه یی را باندې وکړه ،خدای ته به نه وه منظوره . زه په دې هم چرت نه وهم او سر پرې نه ګرځوم .خو څه چې ما کړوي او په یادولو ېې چا ته څه چې ځا نته هم ویریږم او شرمیږم او دا ډیر وخت مې خوله پرې پټه کړې د یو حقیقت بیا ن دئ . خو نور مې زړه طا قت نه کوي تا سو ته یی وایم : میړه مې له هغې ورځې چې د خپل پا لنګ بندیوانه کړې وم نه زما دګرمیدو توان درلود او نه خپل او چې کله به یی ښه پوره شیبه د ځا ن په تودولو تیره کړه په کوروالي ېې دقیقه هم نه تیریده او چې کله به یی خپل کار وکړ دستي به ېې شا راواړوله . بیده به شواو تر سهاره به ېې په خپله ښریدا نه یوازې زما خوب وتښتا وه بلکې ګڼې اندیښنې به ېې زما میلمنې کړې .

له ډیرې مودې په دې لټه کې وم چې دا ناروغي ور یاده او وېې هڅوم چې په دې اړه د داسې ناروغیو معالج ډاکټر ته ورشي خو نه یوازې شرمیدم چې ویریدم که بده پرې ولګیږي څه قیا مت به راباندې نازل شي . زړه نا زړه مې تیر کال ورته له خولې ووتل:

ـ یوه خبره درته وکړم ،په قهریږې خو به نه؟

خورا حیریان دریان شو، سترګې له داسې نا ببره پوښتنې رډې راونیوې:

ـ دڅه شي خبره؟

له شرمه سره واوښتم او له ویرې وریدیدم ،په ستونې کې مې خبره وچه شوه خو زړه مې وکړ:

ـ دا دشرم خبره ده خو…..

لکه څوک چې مې ستونې په دواړو لاسو کې ټینګ ونیسې خبره مې بیرته وژووله . دې نیغ راکښینا ست او دقهر لمبې را پورته شوې ، په لوړ غږېې وویل:

ـولې بل وخت نه و چې په دې نیمه شپه دې …..

نوره ټینګه نشوم سر مې په لاس کې ونیو او هر ګوزار ته مې ځا ن جوړ کړ:

ـ دشرم خبره ده خو بده ېې مه ګڼه .

سترګې ېې له غوسې نورې هم رډې راووتې بغ یی وهل:

خبره وکړه خوب راځي.

په داسې حال کې چې ټول وجود مې لکه پا ڼه رپیده او زړه مې ټوپونه وهل له خولې مې غلي ورووتل:

ـ ما ویل که ډاکټر ته لاړشئ.

نیغ په کټ کې راکښینا ست :

ـ ډاکټر ته ! د څه لپاره ؟

ـ ددې لپاره چې جوړشې .

بې واکه ېې را بړچ وهل:

ـ زه ناروغ یم .

له خولې مې بې واکه کړیکه پورته شوه:

ـ هو دا ناروغي ده .

ژړا ونیوم او په ژړا مې ور لنډه کړه :

یوه شپه دې په کوروالي نه یم پوه شوی . له خولې دي بوی هم ځی . اخر زه هم انسا نه یم .

له دې سره مې ژړا ته زور ورکړ.

دا خبره نه وه دټوپک ډز و چې پرې وشو، پرته له دې چې څه ووایی دسوکا نو او لغتو باران یی رابا ندې جوړ کړ :

ـ دسپي لورې دا خبره دې بنو څه چې کومې فا حشې هم را ته تر اوسه نه وه کړې .

په داسې حال کې چې له قهره ایشیده دستي دکا لیو په اغوستلو شو او په هما غه دم چې په ما یی د وهلو او ټکولو ښه زړه تش کړ په نیمه شپه له کوټې ووت.له دروازې وت چې مخ یی راواړاوه او په لوړ آواز یی وویل :

ـ د سپي لورې که ما داسې کوروالی نشو کولی دا یو لښکر بچیان نو له کومه راغلل ؟ نور دې دوران لاړ په میا شت کې به مې هم نور په دې پالنګ کې ونه ګورې .

میړه مې له دې وروسته له شرمه یوه ورځ په میا شت کې زما میلمه کیږي او په هر ځل راتلو تل راته وایی:

که دې بیا داسې بې شرمه خبره وکړه ددې توما نچې ټول شا جور دربا ندې خالی کوم .

زه دده په هر راتګ داسې انګیرم چې جنا زه مې له کوټې وځی خو له دې سره سره خورا خوشحاله یم چې دده غیا بت ایله دخوب په خوند پوه کړم ځکه پخوا به په میا شت کې ۲۹شپې زوریدم خو اوس ایله هما غه یوه ورځ په میا شت کې چې دی مې د اغزن پا لنګ میلمه وي .تل خدای ته په زاریو یم چې که مې خدای دا دمیا شتې يوه شپه د کال په یوې شپې واړوي . دادئ خدای مې نن دا آرما ن هم پوره کړ ځکه خاوند مې له ما لا ځوانه او ښا یسته څلورمه ښځه وکړه . اوس به هغه په کال کې یو ځل زما میلمه وي. زه به اوس د کال ۳۶۵ښه ښا یسته خوبونه ګورم ایله یوه شپه به زما په پا لنګ کې اغزی راشنه وی او هغه به هغه یوه شپه وي چې دی مې خواته پروت وي.

سو تهال ،انګلستا ن

د شپې ۱۱:۳۰

د ۲۰۱۴میلادی کال د جون ۱۵

117 total views, 2 views today

3 comments

  1. احسان الله عظیم Reply

    گران ورور سوله مل صاحب
    سلامونه اونیکی هیلی می ومنه .
    د تولنی یو تریخ حقیقت دی په دیر سه هنری انداز کی بیان کریدی.
    دیر می خوس شو. ستاسو د لازیاتو بریاوو په هیله .
    په درنست
    احسان الله عظیم
    کابل – افغانستان

  2. Shapoor Reply

    سوله مل صاحب، دسولی سره سره دی روغتیا او ثروت دری واړه مل او خپل شه. ‌‌‌‌‌‌ډیره په زړه پوری او دواقعیتونو دبیان او دجګړه مارانو دواک داری دتروشپو اوتروګمیو درازیږیدلو ترخو کیسه دی بیان کړی ده. زما په شان لوستونکی به نور څه ولیکی ، خو دومره به ووایم چه دبوختیادسره دی چه تکلیف کړی او دالیکنه دی کړی، نو الله ج دی درته عوض درکړی او دنورو داسی لیکنو په هیله به مونږ سترګی په لار او دتاند پانی وکرښو ته منتظر ناست وو.

  3. ساپی Reply

    زما ستا کیسی دیری خوښی دی په تیره هغه حجاب داره نجلی خو ډیر وخت نه وی چ چیرته وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *