Categories

اعلان

Loading…

زه ښځه يم/ د صالح محمد صالح ژباړه

زه ښځه يم، ښځه.

 د حوا لور، له اسمانه رالېږل شوې د رڼا هغه سپېڅلې او پاکه غوړشکه چې له پېړيو راهيسې يې دا ځمکه روښانه کړې ده.

زه ښځه يم، ما د مينې رنګين ګلان وټوکول، دا نړۍ مې په جنت بدله کړه.

ما نارينه ته په ګېډه کې ژوند ورکړ، ورته مور شوم او په پښو تګ مې ورزده کړ.

 خور يې شوم، په غوږ کې مې د ماشومتوب خوږې کيسې ورته وويلې.

محبوبه يې شوم او ژوند مې ورته په ورېښمينو نغمو کې ونغاړه.

د ژوند ملګرې يې شوم، د خپلې ځوانۍ په نايابو غوټيو مې ورته شپه او ورځ سينګار کړه.

دا زه وم چې د ژوند په لوړو ژورو کې ګام په ګام پر سختو لارو د دوست غوندې ورسره تر څنګ ودرېدلم.

او له دې هرڅه وروسته مې ځان ورک کړ.

 زه، يعنې ښځه، د رڼا هغه غوړشکه سر تر پايه په سړي کې بسيا شوم.

په هر مذهب کې زما دغه بېسارې قرباني په زرينو تورو ليګل شوې، زه يې د عظمت پر هغه لوړه څوکه کښېنولې يم، چې هلته په رسېدو سره انسان ستروالى مومي.

خو دا حقيقت نه سراب دي. لکه په رېګستان کې د اوبو د جزيرې خيال.

پېړۍ اوړي خو لا هم هره شېبه مې دغه بېره ځوروي، چې:

کله بله د عظمت له هغې لوړې څوکې رالوېږم؟

کله به د نڅاخونې کوم کونج ته اچول کېږم؟

کله به په قمار کې راباندې داو لګول کېږي؟

کله به اړ ايستل کېږم د خپلې سپېڅلتيا د ثبوت لپاره ځان لمبو ته واچوم؟

کله به په توره وژل کېږم؟

کله به د هوس په بازار کې ليلام کېږم؟

کله به نکاح او د چا په نوم، يا کله به طلاق او ورڅخه پردۍ کېږم؟

کله به زما د پت او عزت دغه ساتونکى نارينه، په خپل لاس ما بې پته کوي؟

ځکه چې زه يوه ښځه يم.

يوه ښځه.

سرچينه: د نکاح فلم پيليزه

291 total views, 1 views today

1 comment

  1. Hamidullah Reply

    د دی عکس په لیدلو د هر انسان وینه په جوش راځي کاشکی هغه کوډګر او جادوګر هم همداشان ووژل شی او هیله لرم چی د دی کوډګرو او نعویزګرو تغر د افغانستان څخه ټول شی او ټول د خپلو اعمالو په سزا ورسيژی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2