Categories

اعلان

Loading…

زرګونو مظاهره چیانو د فرخندې قاتلانو ته د سختې سزا غوشتنه وکړه

تاند- زرګونو نارینه او ښځو نن د پر له پسې دوهمې ورځې په مخه د اووه ویشت کلنې فرخندې د بې رحمانه وژنې په اعتراض کې په کابل کې مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو د فرخندې په وینو لړلي عکسونه په لاسونو کې نیولي وو.

فرخنده

فرخنده

فرخنده د پنجشنبې په ورځ د شاه دوشمشېره زیارت د یوه تعویزګر په دروغي ادعا د ګڼو خلکو له لوري په مرګ ووهل شوه، له بامه وغورځول شوه، موټر پرې تېر کړای شو او بالاخره یې مړي ته اور ورته کړای شو.

د احمد ضیا په نوم یوه مظاهره چي وویل:«فرخنده زموږ خور ده. چا چې وژلې هغوی ښځو ته درناوی نه لري، قانون نه مني او شریعت ته هم احترام نه لري. د دې بې رحمانه وژنه باید لوی بدلون راولي.»

ویل کېږي چې تر دې مخکې دومره وحشت او بربریت او هغه هم د یوې مظلومې ښځې په وړاندې نه و لیدل شوی. دې پېښې نه یوازې افغانان سخت بوږنولي بلکې د نړۍ د رسنیو پام یې هم په پراخه بیمانه ځان ته اړولی دی.

په بهرنیو هیوادونو کې ډېری افغانان وايي چې د دې پېښې په خاطر له شرمه نه غواړي چې له بهرنیانو سره خبرې وکړي او یا ځان چا ته معرفي کړي.

ویل کېږي چې په نننۍ مظاهره کې د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ تنو ترمنځ نارینه وو او ښځو ګډون کړی وو. تر دې مخکې په کابل کې داسي مظاهره نه ده لیدل شوې.

پرون د ملي پیوستون ګوند په بلنه د سلګونو کسانو په ګډون ورته مظاهره وشوه.

نن هم مظاهره چیانو «د فرخندې قاتلان دې مړه وي» او «د فرخندې قاتلان دې سزا شي» شعارونه ورکول.

پولیس وايي چې تراوسه پوري یې د دې قضیې په تړاو ۱۸ تنه نیولي او ۱۳ پولیس یې له ګاره ګوښه کړي دي خو ګومان کېږي چې په لنډ وخت کې به نور کسان هم ونیول شي.

مظاهره چیانوو چې د سترې محکمې مخته راټول شوي ول، په قضیه کې د ښکېلو ملایانو او پولیس چارواکو د محاکمې غوښتنه هم کوله.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل د پولیسو د قومندانۍ ویندوی حشمت الله ستانکزی یې له کاره برطرفه کړی دی ځکه چې نوموړي د پنجشنبې په ورځ په خپله فېسبوکپاڼه کې د فرخندې پر ضد د لوچکانو اقدام ستایلی و.

پرون د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ولسي جرګې ته وویل چې تحقیقاتو روښانه کړه چې فرخندې قرآنکریم نه و سوځولی.

64 total views, 1 views today

4 comments

  1. سليمان Reply

    خدای دې په مونږ افغانانو ورحمیږي، مونږ هر وخت لومړی یوعمل ترسره کوو اوبیا وروسته پرې فکر کوو. د فرخندې مرګ یوه ضایع وه اواوس دا مظاهرې او قاتلانوته یې جزا بله ضایع ده.که داقدام نه وړاندې مو فکر.کولی داستونځې به نه وی.

  2. Gul Reply

    گرانو وطنوالو
    زه دير وخت كيژى چى اروپا كى ژوند كوم طبعى ده هرحًوك چى وى دوستان او اشنايان پيداكوى دلته له پخوا نه يوكنفرانس ترتيب شوى وه ماته يي هم بلنه راكرى وه چى زه هم په دكنفرأنس كى وينا وكرم ما هرحًه تيار كرى وه خو كله چى دفرخنده دوژلو مسله رامنحً ته شوه دكنفرانس مسول مانه هيله وكره چى په دى هـكله خبرى وكره او دخلكو سوالوته حًواب وركره ما سره حًواب نه وه له وحشته حًنگه سرى كولى شى دفاع وكرى دا عمل روسانو نه په افغانستان كى او نه په كوم بل حًاي تر سره كرى دى روسان زموژافغانانو له نظره مطلق كافرول او دى مگر زموژ مسلمانانًو په دير افتخارسره داغيرى اسلامى غيرانسانى او غيرافغانى عمل سرته ورساوه او حًينًى ملايان دى عمل ته مذهبى احساسات واى دير تاسف ده ما له ديره شرم نه كنفرانس د ورتلو معذرت وغوشت

  3. wahidullah Reply

    زه خو وایم چی دا کوډګر او تاویزګر ورک نشی همدا به حال وی د دوی دوکانونو او کورونو ته باید اور ورکړل شی هر ورځ په سلګونو پیغلی او زړه ښځی دوی ته ورځی خدای خبر چی کوم کارونه ورباندی کوی اکثریت یی خو یی هیڅ علم هم نلری بیسواده دی د فساد منبع هم دوی دی اکثره پیغلی او ځوانان ورځي او فحشا ته یی وروړی

  4. mhmodullhasandilshad Reply

    بسم الله الرحمن الرحیم
    بعد
    ما چې کومه خبره کړې وه د دې مؤمیني ښځې په باب زه هغه خبره بېرته اخلم زه غلط پوه شوی وم
    زما په ګمان چې د دې څومره دردونکی شهادت وو ما هغه ومانه اول که زه خپله وای چې د یوه داسې کوډګر په یوه چغه به ماته شهادت رسېدای نو ماته به دا یو ویاړ من شهادت وای لېکن هو! ما اول هم د دې پیر (پیران که هر یو وي) له دې ناوړه کارو څخه خپل قلم نه دی لرې کړی الله تعالی دې ده ته خپله سزا ورکړي او زه هم د شهیدې فرخندې په غم شریک یم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *