Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۹ پاکستاني طالبان ووزل شول

تاند- راپورونه وايي چې نن په ننګرهار ولایت کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۹ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

دا کسان، چې ویل کېږي د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي دي، د ننګرهار په نیازیان ولسوالۍ کې، چې خیبر ایجنسۍ ته څېرمه پرته ده، وژل شوي دي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې نهه واړه وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو غړي دي.

د ده په وینا اکثره مړي پېژندل شوي دي. د هغوی په منځ کې د لشکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ موټرچلوونکی شاکر سپاه هم شامل دی.

امریکايي پوځیانو د سږ کال له لومړۍ څخه په افغانستان کې جنګي عملیات درولي خو د سي آی اې له لوري د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان او پاکستان په پولو کې دا ډول بریدونه لا هم دوام لري.

ویل شوي چې د بې پېلوټه الوتکې له لوري پر یوه کور ۲ توغندي وویشتل شول، کور یو مخ ونړېد او ۹ تنه پکې ووژل شول.

170 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸