Categories

اعلان

Loading…

فرخنده ولې ووژل شوه؟ – مدثر اسلامي

په جلال اباد کې وم، چې د فرخندې د وژلو او سوځولو خبر مې ولوست. لومړنی خبر دا وه، چې خلکو ځکه وژلې، چې د قرآن پاڼو ته یې اور اچولی.

رسنیو سمدستي ولیکل، چې فرخنده په رواني ناروغۍ اخته وه.

نښو داسې ښوده، چې دا دې د عبدالرحمن، کامبخش او کبرا په څیر پروژه وي. زما په ګډون، ډیرو لومړي سر کې فرخنده ملامته کړه او د هغې کار یې وغنده.

د وزیر محمد اکبر خان مسجد امام او خطیب دکتور ایاز نیازي، چې د مصر له ازهر پوهنتون څخه یې په دیني علومو کې دکتورا کړې، د خلکو غبرګون له اسلامي ارزښتونو دفاع وبلله.

لدې سره سره د خلکو ظالمانه او بې رحمه غبرګون له هماغه پیله نږدې ټولو افغانانو وغنده.

وروسته معلومه شوه، چې فرخنده د کابل ښار د بي بي عایشه دارالعلوم فارغه وه او اوسمهال یې شاوخوا ۳۰ نجونو ته د قرآن کریم ښوونه کوله. د مور او پلار په وینا یې له حجاب پرته نور اسلامي احکام هم په ځای کول او د هغو د عامولو لپاره یې هڅې کولې.

داسې ښکاري، چې د زیارت منجاورانو فرخنده د ځان او خپل کاروبار (تعویذ لیکل او په شکرانه کې پیسې اخیستل) لپاره ګواښ ګڼلی او پر هغې یې د قرآن کریم د پاڼو سوځولو تور لګولی. عامو خلکو له هوښیارۍ او عقل پرته هغې ته د سزا ورکولو په موخه نوموړې سنګسار کړه. لدې بده دا، چې د هغې بدن یې له مرګ وروسته په ارامه پرینښود؛ له سوځولو وروسته یې د کابل سیند ډیران ته وغورځوه.

لومړی دا، چې په اسلامي ټولنه کې مجرم ته د سزا ټاکلو د پریکړې حق یواځې محکمه لري. هیره دې نه وي، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د قضايي نظام فساد او په ځینو وختونو کې له ځانه اساني ښودلو، ډیری خلک په محکمو بې باوره کړي.

له بلې خوا د پولیسو دنده وه، چې د دې دردوونکې پیښې مخه یې په وخت نیولې وه. اوس د هیواد امنیتي ادارو ته پکار ده، چې پیښه کې ښکیل ټول وګړي د قانون منګولو ته وسپاري. همدارنګه هغه پولیس، چې په صحنه کې وو، خو د پیښې د مخنیوي هڅه یې نده کړې باید وپوښتل شي.

هغوی ته، چې د فرخندې د وژل کیدو انځورونه او ویډیو یې په پوره ډاډ اخیستې، پکار وه، چې د انساني همدردۍ له مخې د فرخندې حیا او عزت خوندي وساتي. عام خلک لدې ډول مسئلو سره په د مخ کیدو پر مهال قانوني حدود او د اسلامي شریعت اصول په پام کې ونیسي او په هیڅ ډول د احساساتو تر اغیز لاندې د شریعت اصول تر پښو لاندې نکړي او د قانون پلي کول په خپل سر ونکړي.

د یادولو ده، چې په وروستیو کې د مدني ټولنې په نامه اسلامي ارزښتونو ته سپکاوي د دې مسئلې په اړه د عامو خلکو حساسیت وروستي پړاو ته رسولی.

204 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2