Categories

اعلان

Loading…

چارواکي وايي، طالبانو د فاریاب ۳ قومي مشران ترور کړل

تاند- په فاریاب کې چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت ۳ قومي مشران ترور کړي دي.

طالبانو تراوسه پوري د دې وژنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د فاریاب چارواکي وايي چې دا درې قومي مشران د یکشنبې په ورځ د دشت لیلي په سیمه کې طالباو له موټرو کښته کړي او وژلي دي.

طالبانو په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان په جنوب کې په سلګونو قومي مشران او مخور وژلي خو په شمالي ولایتونو کې یې تر دې مخکې یا نه غوښتل یا یې نه شوای کولی چې قومي مشران ووژني.

د فاریاب چارواکو نه دي ویلي چې وژل شوي قومي مشران څوک دي. طالبان د فاریاب په پښتني سیمو کې نفوذ لري.

په وروستیو کې په فاریاب، جوزجان او کندوز کې د داعش د فعالیت د زیاتېدو په اړه هم راپورونه ورکړای شوي دي. ویل کېږي چې دې ډلې په غزني او زابل کې هزاره مسافر برمته کړي دي.

د شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارواکو وویل چې په شمال کې یې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ترور دسیسه شنډه کړې ده.

340 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸