Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د ښوونځی زنګ وغږول شو

نن ورځ دوشنبه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه د عالي بابا په لیسه کې په یوه شانداره غونډه کې د پوهنې دزنګ غږولو انګازي د پکتیکا په فضآ خپلې وزرې خورې کړې .
په یاده غونډه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي ښاغلي عطا الله فضلي ، سرپرست امنیه قومندان ، د پوهنې رئیس او د بیلابیلو ملکي ادارو رئیس صاحبانو ، امنیتی منسوبینو ، عملمآ وو ، قومي مشرانو ، مدنی فعالانو،ژورنالیستانو ، ښوونکو او په سلګونو زده کوونکو ګډون کړی وؤ.

د غونډی په پیل کې د پوهني رئیس استاد کوچي ځاځي په خپله پرانستونکی وینا کی د ښه راغلاست تر څنګ نوی کال یو سوله ایز او په پوهنه پوښل شوی کال د ټول افغان ولس لپاره ارزو کړاو هم یی د علم په ارزښت خبرې وکړي او خلک یی زده کړو ته وهڅول او همدارنګه یې خپل راتلونکې پلانونه د غونډی ګډون والو ته تشریح کړل ورپسې د ولایت مرستیال والي عطاالله فضلي خپلی خبرې د خلکو د زیات ګډون او علم سره په مینه درلودو نه په مننې او خوښۍ سره پیل کړې او د اسلام مبارک دین له مخې یې علم د هر نارینه او ښځینه لپاره فرض وبلل او له ټولو یی غوښتنه وکړه تر څو په خپلو اولادونو باندې تعلیم وکړئ.

سرپرست امینه قومندان عبدالرحیم زی هم د شته ناخوالو او بدبختیو شتون د خلکو د علمي کچې ټیټوالی یاد کړ او خلکو ته یې د پوره امنیت ډاډ ورکړ بیا د مرکزی زون څخه د یونسف نړیوالي موسیسې مشرې اغلي مین ویکینګ د پوهنې په اهمیت خبرې وکړې او زده کړه یې د هر ماشوم حق وګڼل او زیاته یې کړه چه هغوی به په پکتیکا کې د خپلې موسیسي له لارې د پکتیکاوالو لپاره د زده کړو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي، په زړه پورې خو دا وه چه د سروضی ولسوالي یوې ماشومي نجلي چه تقریبآ تر ۱۲ کالو پورې یې عمر وو په خپل شعر کې وویل چه مونږ ماشومان مه وژنئ مونږ ترهګر نه یو او ټول شعر یی په همدی محور څرخیدو او له شعر ویلو وروسته یې خپلو خبرو کې د نجونو په زده کړو باندی ټینګار وکړاو له خلکو یی وغوښتل چه نور دي د ټوپک پرځای قلم ورواخلي .
ورپسې بیا د والیدینو شورا مشر حاجي باچاخان په خپلو خبرو کې زیاته کړه چه مونږ د پوهنې ریاست له کړنو خوښ یو او د لازیاتوهلوځلو په هیله یې یوهغه زیاته کړه زموږ د اوسنیو بدبختیو جګړوڅخه د خلاصون یوازینۍ لار زده کړي دي،د پکتیکا په ټولو خلکو یې غږ وکړچې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږي د پوهني له ریاست سره هر اړخیزي مرستي وکړي،خپلو بچیانو ته د زدکړو زمینه برابره کړئ.

غونډه د بیلابیلو ښوونځیو د زده کوونکو لخواد شعرونو او ملي ترانو په ویلو سره پای ته ورسیده.

نبي الله پیرخیل

د پکتيکا ولايت وياند

26 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *