Categories

اعلان

Loading…

سوځول شوې مېرمن؛ څه دروغ او څه رښتیا؟! محمد جواد ستانکزی

د تېر کال د کب میاشتې په اته ویشتمه نیټه داسې یوه پیښه وشوه، چې د ډیرو پاکو خلکو وجدانونه یې ولړزول، د ډېرو کرکجنو پټې عقدې او تشدد یې را ښکاره کړ او د یوې ټولنې د بې سرپوښۍ او چټي احساساتو د ښکاره کولو نمایش یې ټولې نړۍ ته وښود. د پنجشنبې په ماسپښین د کابل ښار په منځ کې یوه زیارت ته څېرمه په عام محضر کې پیغله فرخنده په دې خاطر وسوځول شوه، چې ګواګې قران کریم یې سوځولی ؤ، خو وروسته معلومه شوه، چې هغې دغه کار نه ؤ کړی.

د معلوماتو پر بنسټ فرخندې له هغه ملا سره چې په زیارت کې یې تعویذ لیکه، لفظي شخړه کړې وه، چې وروسته تعویذ لیکوونکي ملا؛ فرخنده د قرآن کریم په سوځولو تورنه کړه او په خلکو یې له وژلو وروسته وسوځوله.  

خاورو ته له سپارلو وروسته د ارواښادې فرخندې پلار نادر خبریالانو ته وویل: په هماغه سهار لور مې سل افغانۍ له ما وغوښتې چې کتابچه پرې واخلي. د ورځې په پای کې خبر شوم چې لور مې خلکو په ډبرو مړه کړې او مړی یې سوځول شوی.

هغه وویل لور یې هر وخت اسلامي مسایلو ته پام کوه او نور یې هم دې ته رابلل چې مراعات یې کړي.

د سیمې د جومات امام، مولوي احمد چې له کلونو راهیسې فرخنده او کورنۍ یې له نژدې پېژني، بي بي سي ته وویل چې د دې ټوله کورنۍ د علم او فرهنګ خاوندان دي او د فرخندې په ګډون، ټول اسلامي مسایلو ته کلکه عقیده لري.

فرخنده د الاحسان د قرآن پوهنې مدرسې زده کونکي پاتې شوي وه او د ټولګیوالو او ښوونکو په وینا یې یوه با اخلاقه، سترمنه او دینداره جینۍ وه.

په فیسبوک کې د هغې د اطاق په یوه خپور شوي عکس کې هم د اسلامي علومو د کورس ديني کتابونه چې کابلی تفسير، نور تفسيرونه او د ثقافت اسلامي کتابونه دي، له ورایه ښکاري.

د دې پیښې په لومړنیو شیبو کې ډېرو خلکو د فرخندې سوځول سم کار بللی ؤ، خو دوی له دې نا خبره ؤ، چې د سوځولو جزا یوازې تر خدای پاکه منحصره ده او بنده د چا د سوځولو حق نه لري. له دې پیښې وروسته غبرګونونه ښيي، چې زموږ د ټولنې خلک له اسلامه څومره نا خبره دي؟

خو اوس چې کار له کاره اوښتی، یو لوی وحشت ترسره شوی، د ټولنې پر یوې پاکې پیغلې خاورې امبار شوي، څه باید وشي؟

لومړی خو باید د دې پیښې عاملینو ته دا سزا ورکړل شي، چې بیا هیڅوک دا جرئت ونه کړي، چې د محکمو په موجودیت کې له ځان څخه قاضي جوړ کړي او خپله خوښه فیصلې وکړي.  

دغه راز دې د دویمې حوزې امنیتي مسؤولین د دغه ستر وحشت د ترسره کېدو په خاطر سخت مجازات کړل شي، ځکه په زیاترو ویډیوګانو او عکسونو کې امنیتي مسؤولین د دې پر ځای چې د دغې کرغیړنې پېښې مخنیوی وکړي، د نندارچیانو په کتار کې ولاړ دي.  

عام خلک باید له دې پیښې عبرت واخلي او له دې وروسته دې په پټو سترګو دا ډول وحشتونه نه ترسره کوي.

همداسې د کور مېرمنې باید وپوهول شي، چې نور دې په دې ډول ناپوهو تعویذ ګرو باور نه کوي او له ناروغیو سره د مخ کیدو په صورت کې دې ډاکترانو ته ورشي.

په اخر کې دا وایم، فرخنده لاړه، خو اروا به یې تر قیامته زموږ پر وجدان او د مسلمانۍ په دروغجنې ادعا باندې ملنډې وهي.

29 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *