Categories

اعلان

Loading…

مایکروسافټ وینډوز۱۰ وړیا ویشي

تاند- مایکروسافټ کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل نوی اپرېشن سیستم، وینډوز۱۰ به د سږ کال د دوبي په لومړیو کې د نړۍ په ۱۹۰ هیوادونو کې وړیا وړاندې کړي.

مایکرو سافټ کمپنۍ وايي چې پر وینډوز ۱۰ یې ډېر کار کړی او دا سیستم به بریالی وي. تر دې مخکې د وینډوز ۸ څخه خلک خوشاله نه ول خو تر اتم اووم زیات بریالی و. تر اووم مخکې ویستا ناکام و خو ایکس پي کامیاب و.

د مایکروسافټ کمپنۍ مرستیال اجرايي رييس تري میرسن وویل، مایکروسافټ خپل کار ته دوام ورکوي او لسم وینډوز به یې د نړۍ په ۱۱ ژبو وي.

ښاغلي میرسن په یوه مرکه کې وویل، مایکروسافټ به په یوه بې سارې هڅه کې خپله نوې نسخه (ورژن) حتي هغو خلکو ته هم وړیا ورکړي چې اوس جعلي نسخې کاروي.

,dkN,c 10د مایکروسافټ دا اقدام به د نویو کمپیوټرونو پر بیې هم بې اغېزې نه وي.

میرسن وویل، مایکروسافټ د دې لپاره لسم وینډوز وړیا ویشي چې چینایان ورسره ملګري شي. اکثره چینایان جعلي یا کاپي شوي نسخې کاروي او کاپي رایټ نه رعایتوي.

د چین د کمپیوټرونو او نورو الیکترونیکي وسایلو په څلورو کې درې برخې کاپي یا نقلي دي.

مایکروسافټ کمپنۍ وايي چې لسم ورژن یې د ویروسو او سایبري حملو په وړاندې زیات خوندي دی.

13 total views, 3 views today

2 comments

  1. N.Zazai Reply

    Good news

  2. janwak Reply

    بلی اوو7 او اته نیمگرتیاوی لرلی خو اته دیره سپکه لیکن ماډرن وه دکار ترکولویی ماډرنیت زیات وو یعنی صرف دسکټاپونه یی رنګین وو داوو په نسبت ډیرښه وو مګر ایکس پی نارمل وو ډیرڅه یی منل لیکن اوو او اته دخلکو خصوصا دغریب اولس لپاره ډیرڅه نه منل اوپرخلکو ډیرفرنټرونه سکنرونه کیمری اوداسی نور تاوان شول بیرته ماډرن اونوی اخیستلوته مجبور سول خدای دی وکي چي لسم به داسی نه وی چي هرڅه نوی به منل اوسابقه اسباب غیرفعال وي ځانواک

Leave a Reply to N.Zazai Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *