Categories

اعلان

Loading…

د فرخندې په قتل کې جامعه مدني شریکه ده/ نورګل شفق

په افغانستان کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالان بې له دې چې د افغاني ټولنې حساسیتونه درک کړي، په داسې کارونو لاس پورې کوي چې دا ټولنه پرمختګ نه بلکې شاتګ ته اړباسي. یوه ښه موده مخکې د کابل په کارت چهار سيمه کې یوه نجلۍ چې پښې یې تر ځنګنو لوڅې وې، په سړکونو وګرځېده او عکسونه یې په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول. ورپسې څه موده وړاندې یوې بلې هزاره پېغلې کبرا خادمي پر جامو برسېره زغره واغوسته، د کارت سې او کوټې سنګي په بازارونو کې د دې لپاره پلې وګرځېده چې په افغانستان کې د مېرمنو د جنسي ځورونو پر وړاندې اعتراض وکړي.

آغلې کبرا له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې ما غوښتل خلک په دې اړه بحث کولو ته مجبوره کړم چې له نېکه مرغه زه پخپل مقصد کې بریالۍ شوم.

کله چې د کبراخادمی عکسونه په فېسبوک کې عام شول او کېسه یې د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو رسنيو د خبرونو سرخط شوه نو د جامعه مدني والاو د دې کار ډېر ه ستاینه وکړه او هغه یې یوه قهرمانه او زړه وره نجلۍ وبلله خو څو ورځې وروسته داسې خبرونه هم خپاره شول چې آغلې ته د مرګ ګواښ شوی دی. له دې خبر سره یو شمېر کسانو د کبرا خادمي پر دغه کار شک څرګند کړ او هغه یې هم د مدني ټولنو د یو شمېر نورو فعالانو غوندې په دې تورنه کړه چې اروپا یې په زړه وریږي او د خپلو خویندو له غمه نده مړه. د خلکو دا شک ځکه ډېر بې ځایه نه و چې د جامعه مدني یو شمېر فعالانو په تېرو کلونو کې قصداً ځينې داسې کارونه وکړل چې د طالبانو، جهادي قومندانانو او یا د نورو زورواکانو لخوا وګواښل شي او دوی په اصطلاح کېس ترې جوړ کړي او په یوه اروپايي هېواد کې د پناه اخيستلو لپاره یو کره دلیل په لاس ورشي.

یو ښه مثال یې په لندن کې د ۱۳۹۳ کال د لېندۍ میاشتې کانفرانس دی. دغه کانفرانس ته د افغانستان له مختلفو ولایتونو څه د پاسه پنځوس د مدني ټولنو فعالان تللي وو چې څو یې بېرته راستانه او څو نور یې د کانفرانس په ورځ په تېښته بریالي شول. د جامعه مدني فعالانو تېښتې د دوی فعالیتونه تر پوښتنې لاندې راوستل، د بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره د دوی چغې، سورې، اعتراضونه او لاریونونه خلکو نمایشي، په بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخيستلو بهانې او د دوی خپلې ځاني ګټې وبللې.

د یو شمېر نارینه و لخوا د ښځو چادرۍ پر سرول او د خره نمانځغونډه نیول هم د مدني ټولنو د غړو ځينې تازه هغه مثالونه دي چې هغه ورځ یې پخوانی جهادي قومندان سیاف او د یو شمېر نورو افغانانو احساسات راوپارول.

دا ټول هغه څه دي چې اوس زموږ خلک هرې پېښې ته د یوې دسېسې په سترګه ګوري، اوس که د وروڼو تر منځ په څه خبره جنجال شي هم وايي به چې د بهرنیو پکې لاس دی. اوس موږ د دې لپاره چې یوه مشکل ته په ګډه د حل لار پېدا کړو په بل شک کوو چې ښايي په دې کې به د پلاني کوم سیاسي یا شخصي هدف وي. موږ سره اوس د هغه شپون کانه شوې چې له مستۍ به یې په دروغه چغې وهلې چې لېوه راغی، خلک به له ډېرې زړه خوږۍ د هغه مرستې ته ورغلل خو لېوه به نه و او ده به د خلکو پر سادګۍ له ډېرې خندا تشي نیولي وو، اخر یوه ورځ ریښتیا هم لېوه راغی او د ده رمه یې تیت و پرک کړه.

د فرخندې په جنازه کې ګڼ شمېر د جامع مدني مشهورو فعالانو برخه اخیستې وه. یو شمېر هغو خو بس یوازې د دې لپاره د هغې د جنازې ملتیا کوله چې په رسنیو کې یې عکس ښکاره شي او خلک یې د بشري حقونو ریښتيني فعالان وګڼي. خو د همدغو مشهورو فعالانو په منځ کې ګڼ داسې کسان شته چې خپل شخصي دفترونه لري خو د خپلو کارکوونکو معاشونه په وخت نه ورکوي، په دفترونو کې یې شته ښځينه کارکوونکې د دوی له هيڅ ډول شره په امان ندي. خو بس چغې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وهي.

په دوی کې داسې کسان کم ندي چې حتی د افغانستان اساسي قانون ته درناوی نه لري. د شهنامې په نوم د انځورونو د یوه نندارتون پرانیستغونډې ته یې په رپوټ پسې ورغلی وم چې د افغانستان د ملي سرود د غږولو پر مهال حتی له ځایه وهم نه خوځېدل، ولاړېدل خو پرېده.

که همدغو ځينو فعالانو خپله افغاني ټولنه درک کړې وای، د دې ټولنې زماني ارزښتونه او حساسیتونه یې پېژندلي وای او د بشري حقونو د دفاع لپاره یې صادقانه او مناسب فعالیت کړی وای، فکر نه کوم چې نن به چا د فرخندې پر وړاندې دومره شدید عکس العمل ښودلی و. که د جامع مدني یو شمېر مشهورو فعالانو ځینې پروژيي او مغرضانه مضر کارونه نه وای تر سره کړي نو ګمان نه کوم چې پر فرخندې به چا داسې ژر د امریکا، فرانسې او نورو هېوادونو د جاسوسې ټاپه لګوله او یا به یې د دې نه کړی کار چا ولې- بې له دې چې فکر وکړي او وروسته پخپل کار پښېمانه شي- اروپا ته د تېښتې یوه نوې پروژه ګڼله!؟

17 total views, 2 views today

4 comments

  1. خالده خالد Reply

    درنه وروره په لاس دبرکت! ووایم چه دلته افغاني ټولنه نه بلکې خارجي ټولنه ده .چه هریود خپلې شخصي ګتې لپاره زموږ د ځوان او راتلونکي نسل تبـائې اوزموږد ښـځود سرټيـټې سبـب ګرځیدلي او ګرځي .د مثـال په توګـه : دملي وحـدت په نامه حکومت څخه مخکې ، دانتـخاباتوپه بازارتودولوکې عبداله په خیرخانه کې خپلو له بهر څخه راغلیو ښځو او ځوانانو په وړاندې(سی ن ن)ته په انګریزې ژبه وویل چه زما د منطقې د ښخو حقوق او امنیت پرځای ساتل شوي دي .هغه ښځې چې حقوق او امنیت نه لري هغه دپښتواوپښتنو سیمو ښځې دي.دغه ښځې لکه( کوبرا خادیم،ملالی جویا ،په چادرۍ کې سوپرستار … ) دا پښتنو دسیمو ښځې دي ؟؟؟،دا چه په پردې ښځه (ناموس) ئې لاس پورته کړي دا دپښتنو نارینه دي… دا وایم چه پښتو سیمه نه غواړي ، بل دا چه پښتو ټوله دنیا او دنیا ټوله پښتو ده او ټول یو افغان ده،دغسې اشیاوو زموږ دهیواد نوم د خاورې سره برابر کړې. رب تعالی دغیبي جوړ کړه وطنه ۰

  2. محمد سلیم فراهی Reply

    خلک د پیسو په خاطر څه کارونه چی نه وی کوی زه نه پوهیږم چی ولی ؟وطن کی مو ګوری چی څه حال دی امنیت مو ورځ تر بلی خرابیږی د هیواد اقتصاد مو ورځ تر بلی مخ پر کښته روان دی او دوی (جامعه مدنی ستاسو په خبره ځانونو ته کیسونه جوړوی او له وطن څخه پښی سپکوی او بی خبره له دی چی دا هیواد خو هم یو لږ حق پر تاسو لری آخر ولی داسی کوی ؟

  3. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    داکثرا دوستانو څخه په دی ورځو کی دمحکمۍ صحرائ کلمه هم اورم او هم لولم .
    ګرانو وطنوالو صحرائ محکمه په عادی حالاتو کی دوطن په وګړو نه دايريزی اونه ورته کوم ضرورت احساسيزی.
    صحرائ محکمه صرف دجنګ په جبهه کی په جنګی اسيرانو او يا دجنګ په حالت کی په هغه سربازانو او يا منصو بين دايريږي چه دخيانت په تور متهم شی .
    په جنګی حالاتو کی خارنوالی قوای مسلح او نظامی محکمه بايد اشتراک ولری په جريان دی جنک کی دجبهی وشاته یعنی دجبهې په دوهم خط کی تحقيق تکميل او شواهد راجمع اومحکمه دايره او خپل تصميم ومتهم ته واوروی.
    که چيری متهم ته اشد مجازات ورکړل شوی وی محکمه کولی شي دجنګ دجبهي څخه دریس جمهور تائدی وغواړی.
    کله چه ريس جمهور دمحکمی دامر تا يدی ورکړه .خارنوالی کولی شی چه دمحکمی دتصميم او دريس جمهورې دمنظور شوې دفرمان په اساس په دمحکمې نيول شوی تصميم په متهم په جبهه کی تطبيق کړی.
    په عادی حالا تو کی عادی محکمی شته او خپل قانونی اجرات دمعمول په توګه مخ په وړاندی بو ولی شی .په عادي حالاتو کی صحرائ محکمې ته هيڅ ضرورت نه شته صحرائ محکمه صرف په جنګې حالاتو کی دجنګ په جبهه کی داېريدای شی .
    داوو لنډ معلومات چه ما درلوده .اوکه چيری په اوسنی قوانينوکی کوم بل شکل او يا تغيرات راغلی وی زه خپله ليکنه دبخشنی سره ضميمه بيرته اخلم.

Leave a Reply to جنرال حبيب الله جلالزوي2 Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *