Categories

اعلان

Loading…

مظاهره چیانو د فرخندې قاتلانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه

تاند- په کابل کې سلګونو تنو نن په مظاهره کې د عدالت منګولو ته د هغو اوباشانو د سپارلو غوښتنه وکړه چې د پنجشنبې په ورځ یې یوه ښځه په خورا بې رحمۍ په وهلو ووژله او بیا یې د هغې مړي ته اور ورته کړ.(لاندې ویدیو)

د دین د دفاع په نوم د یو شمېر کوڅه ډبو له لوري د فرخندې وژلو، بې عزتي کولو او د مړي سوځولو اکثره افغانان سخت په غوسه کړي او د شاه دوشمشېره زیارت د تعویذګر په شمول په دې پېښه کې د ټولو لاس لرونکو کسانو د سختې سزا غوښتنه کوي.

مظاهره چیان له هغه ځایه راچاپېر شوي چې د فرخندې مړي ته پکې اور واچول شو

مظاهره چیان له هغه ځایه راچاپېر شوي چې د فرخندې مړي ته پکې اور واچول شو

د ګڼو نارینه وو له لوري فرخنده ووهل شوه، له بامه وغورځول شوه، موټر پرې تېر کړای شو او په پای کې یې جسد ته اور ورته کړای شو. تر دې مخکې په افغانستان کې داسي بې رحمي او هغه هم د یوې ښځې په حق کې نه ده لیدل شوې.

د فرخندې په کور کې د هغې خپلوان

د فرخندې په کور کې د هغې خپلوان

د پېښې د حقایقو له څرګندېدو وروسته اکثره سختدریځي پر خپلو تبصرو او څرګندونو، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې کړې وې، پښېمانه شول خو اوس وايي چې دا پېښه په کابل ښار کې د یوې ښځې له لوري د وسپنیزو کالو له اغوستلو او د څو تنو ځوانانو له لوري د چادریو له اغوستلو سره تړاو لري او د دوی په باور په دواړو مواردو کې د دین سپکاوی شوی و ځکه خلک په غوسه ول او په ناحقه یې د دیني علومو ښوونکې او د قرآنکریم تدریس کوونکې فرخنده په داسي بې رحمۍ ووژله.

مظاهره چیان په هماغه ځای کې راغونډ شول چې فرخنده د جنایتکارانو له لوري په بې رحمۍ ووهل او ووژل شوه.

د کابل د پولیسو چارواکي وايي چې ۱۳ پولیس یې برطرفه کړي دي. خو مظاهره چیان وايي چې دا کافي نه ده. مظاهره چیانو ویل، د دې لپاره چې بیا څوک په خپل سر د قضاوت او محاکمې جرات ونه کړي باید مجرمانو ته اشد جزا ورکړای شي.

8 total views, 3 views today

4 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    محترم وزير صاحب داخله .
    ته خو ما بيزني او وظيفه وي خصوصيات مي هم درته معلوم دي حق وايم دحقو خخه دفاع كوم او قانون ته دقانو نئ وظائفو به هكله قانوني تصاميم مي نيولي اوس هم تري بشييمانه نه يم .
    محترم وزير صاحب ستا قانوني او بشر دوستي هم دوظيفي به هكله رأته ثابته ده .
    مكر دفر خندي دقضيه به أر تباط هغه سأتو نكي او أمنيتي اشخاص جه به ويدو كي ليدل كيزي موجود وه دوي دوظيفي دغفلت اونه أجرا تو به تور محكوم دي ددوي جرم ديته ورته دي لكه به جبه كي جه دشمن تعرض وكري او دوي ددفاع توان لري مكر عمل نه كوي او دشمن ته مسلح تسليميزي .
    دبلي خوا أمنيتي أور كانونه به يوه او دوه كيلو متري كي برأته او به جريان كي نه اجوي كه دوي دواقعي دشروع سره أمنيتي اوركانونه به جريان كي اجولي وي سل فيصده ددي واقعي مخنيوي كيداي شو . كه ءي كري وي بياهم وخت دوخت خخه تير وو.ضروري ده
    ١– به محل كي موجود أمنيتي أفراد دنظامي خارنوالي او نظامي محكمي له خوا محكوم او جزا وركرل شي .
    ٢-دكومي حوضي به مربوطا تو كي جه دا واقعه شويد حوزي امر،دخوضي دكشف امر،دحوضي جناحي امر ته دخبل صلاحيت به جوكات كي ديوي رتبي به اخستلو او دوظيفي خخه احتياط ته معرفي شي ..
    ٣-قوماندان امنيه شهري ته رسماء به وظيفه كي دسهل أن كاري او دمادونانو دشه نه أجرا تو به خاطر رسمي اخطار وركرل شي .
    داوو يو قانوني او وظيفوي نظر .د بعدي دشي وظيفي دباره.

  2. Habib khan Reply

    ” Ghani Khan ”
    Ma ta da jannat Qeese,
    Zan ta da dunya hesab,
    Da de ajiba Insaf
    da de ajiba ketab,
    Za pa Mastai soor Kafir,
    Ta pa hawas spin mula,
    Ma ta pa fitwa azaab,
    Ta ta pa dhoka sawab,
    Ae da adalat Rabba,
    Da loba kho wrana ka,
    Monga insanano ta,
    Nawe lar wadana ka,
    Nor ka sa kawe ka na,
    khlas mo da mula na ka.

  3. حامد ګاګی Reply

    اصلي لوري له ټولو ورک دي!
    منم چي فرخنده يو انسان وو
    منم چي فرخنده يوه مسلمانه پيغله وه
    منم چي فرخنده يوه افغانه تورسری وه
    منم چي هغې به په زړه ډير تنکي ارمانونه ساتلي وو.
    خدای خبر چي دفرخنده به لوړ جنت په نصيب وي که د وژونکو؟
    خدای ته معلومه ده که رشتياهم په داسي غلطي کي او په دومره مظلوميت دخدای حضور ته ورغلي وي نو يوداسي شهادت ده چي زموږ اوستاسي دعاته ضرورت نه لري ځکه هر بنده ته درې شيان ډير زيات مهم وي ، ژوند،عزت ،پرده، ددې مظلومې درې سره لوټ سول.
    خدای ج ډيرعادل اوښه منتقم ذات ده دفرخنده معامله په هرصورت نوره له خدای سره سوه .
    خو خبره زما اوستا دستايلو اوغندلو راپاته ده چي يوه بې ګټي اوبې استناده موضوع ده
    هغه په دې ډول فرخنده ژوندی نه ده چي پوښتنه تري وشي ،دښارخلګ هغه دي چي دښآرخلګ لکه پيريان يو به هم پيدانشي.
    موږ اوتاسي بايد اصلي موضوع ته ځير شو چي ستايل او غندل دواړه داستناد له مخې مطرح شي.
    هغه داچي موږ افغانان داسي خلګ يو چي زهر څکو او خوند دګوړي تري غواړو هغه په دې ډول :
    افغانستان يو اسلامي ملک دي ،که ټول نه هم ټول انسانان يي مسلمانان دي ،مسلمان هغه چاته ويل کيږي چي داسلام قانون يي په ځان منلي وي ،داسلام قانون هغه ده چي په قرآن کريم كي الله ج بشپړ بيان کړي ،او اسلام هغه دين دي چي خدای ج ته ترټولو خوښ دي ځکه الله ج پخپله وايي(ان الدين عندالله الاسلام)دخدای په نيزد رشتيني دين اسلام دي.
    داسلام دين موږ ته ددې پيښي همدا تصوير وړاندي کړي داچي موږ ړانده يو دلمر څه ګناه ده.
    اسلام موږ ته ويلي که له دې لاري په بله ولاړ شئ نوپايله به مو ښه نه وي ،دخدای له لاري موږ بايد تردې مخکي چپه ولاړ نشو ترڅو چي دچپه تلو نتائج وينو .
    دخدای ج هر حکم له حکمته ډک ده ، موږ يي بايد په پټو سترګو ومنو لکه څرنګه چي پر خدای له نه ليدو سره ايمان لرو همداسي دخدای احکام دپايلو له ارزيابي او څرګنديدا پرته ومنو .
    تاسو يو ځل زموږ دټولني او دې پيښي کي يوځای شوی منکرات مطالعه کړئ تر څو په دې خبره پوه شئ چي رشتياهم موږ په زهروکي دشکري خوند لټوو.
    لومړی فرخنده چي يوه ځوانه اوښايسته پيغله ده توره چادرې او توري سترګي له کوره بې ضرورته وزي
    اسلام وايي چي ښځه دې بې ضرورته له کوره نه وزي
    اسلام وايي: که وزي ښايسته جامي به نه په غاړه کوي.
    اسلام وايي که دضرورت يابي ضرورته وزي محرم ساتونکي به ورسره وي .
    فرخنده بې ضرورته وتلي ،ښايسته جامي اودښځي لپاره ناروا جامه لکه شين پتلون اغوستی بغير محرم ساتونکي وتلي دناروا کار لپاره چي تعويذګر ته ورتګ وتلي دادڅومنکراتو مجموعه ده؟؟
    دوهم داچي تعويذګر او کوډګر لکه ليوني سپي په لارو او کوڅوکي ناست دخلګو عقيدي خرابوي او جيبونه يي لوټوي ، داټول خپل دغه ناروا کار په عام ډول سرته رسوي هيڅوک نشته چي پوښتنه ځيني وکړي .
    حال داچي اسلام له کاهنانو ،جادوګرانو ،کوډګرانو او اوسني بي علمه تعويذګرانو څخه په کلکه منعه کړي ، نه دافغانستان دولت داپوښتنه تر اوسه کړي او نه علماؤ ږغ کړي ،يوازي مولوي محمد ياسين فهيم صاحب جزاه الله خيراً دامسله روښانه کړه خوچا غوږ نه ورباندي وګراوو،او آن ډيری بي علمه اوبي ادبه اومتعصبو علماؤ دوهابي ډول هم ورپسي وډباوه ،
    داوو هغه څه چي داسلام ددين په خلاف ټول اعمال تر سره شوي نو کوم عمل چي له دومره منکراتو ډک وي دهغه پايله به حتمي همداسي وي .
    مبصرينو ،ليکوالانو او نورو خوا خوږو خو دفرخندي غندنه رشتياهم په داسي کليمو وکړه چي فرخنده له اسمانه فرشته راښکته شوي او بيرته جنت ته والوتله
    موږ هغه خلګ يو چي عمل مو ټول داسلام په خلاف ده او سزا بيا داسلام له قانون سره سمه غواړو زه دفرخندي پر شهادت او دقاتلانو پر وحشت سوال نه لرم خو مبصرين ،ليکوالان او فيسبوکيان بايد خپل لوری وپيژني او ورته متوجه شي.
    لومړی دتعويذګر خبيث قومنده دفرخندي په وهلو
    دوهم پر فرخنده دقرآن کريم دسوزولو تور
    دريېم بغير له ثبوته اومحکمي دفرخندي وهل
    بيا بي پردي کول
    بيا وژل
    بيا سوزول
    خو اسلام اول تعويذګر خنزير نه مني بلکه دقرآن تر سوزولو دده کار سخت ناروا او کفر ته نژدي دي
    بيا بغير له قاضي او محکمي يو معصوم انسان تورول .
    بيا وهل او له قاضي او ثبوته پرته دهغه وژل .
    او بيا بې پردي کول ،او مړ يا ژوندي انسان سوزل چي داسلام په هيڅ قانون اوسزاکي نشته .
    نو ليکوالانو! مبصرينو! ورڼو!
    خپلي ليکني پر دې خوا راماتي کړئ چي واکمن دولت ټول کوډګر او تعويذګر خرکوسان له لارو او کوڅو څخه ورک کړي او جونګړي يي ور وراني کړي ،دښځو د راوتلو او ګرزيدلو په اړه خپل اصول او اسلامي قوانين پلي کړي ، داعقائد داسلام له نظره روښانه کړي چي دغو خلګو ته ورتلل سړی له ايمانه خلاصوي او کنه؟
    له فرخندي سره په ادبي الفاظو خواخوږي دومره ګټه نه رسوي لکه دنورو فرخندي غوندي مسلمانو ژوند چي بچ شي .
    هغه به کوم زړه وي چي دفرخندي په کړو خوږ نه شي .
    هغه به کوم انسان وي چي په دې عمل خفه نشي.
    که دهرسړی زړه نه خوږيږي نو يوځل دي دخپلي ځواني لور ياخور بي مقاومته او نازکو هډونو ته سوچ وکړي او بيا دې دکابل دښاري لنډغرو وحشت فرض کړي که انسان وو دا ظلم به احساس کړي
    داسي پيښه په هغه توره دجهالت دوره کي هم نه ده شوي چي دمذهبي رسم په ډول ښځي ژوندي خښي دي
    زماپه اند اصلي لوري همداده ،له دولته غوښتنه وکړئ چي مسلماني موهم څرګنده شي ،داسلامي قانون دپلي کيدو لارويان هم شئ
    زما په فکر دا غندل او ستايل مو بي ځايه دي چي ديوه هر اړخيز ناروا جريان سزا داسلام دپاک قانون له مخې غواړئ .
    حامد ګاګی

  4. جمشید Reply

    دخدای نه غواړم چی همداسی مظاهری د کوډګرو او تعویزګرو په ضد هم وشی دا فاسده طبقه د خدای له ملکه ورکه کړی راځی چی همداسی مظاهری د کوډګرو او تعویزګرو په ضد وکړو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *