Categories

اعلان

Loading…

او بيا جنت اور واخيست/ سيدشاه سقيم …

راسئ نن د ايمان له ځایه ګوته پورته کړو، نن رښتيا ووايو، سرچپه شوې کيسې له ښۍ خوا وليکو، د يو او بل مخ ته هېنداره ونيسو، د دې خاورې هر وحشي انسان د هغه له خپلو داړو ووېروو او د غيرت لکۍ ته يې د شهيدې فرخندې د ببرو وېښتو غوندې، اور ورکړو.

وو، نه وو،

يوه سپي ته چا وويل چې انسان درڅخه غوږ پرې کړ. سپې په انسان پسې منډه  کړه، خو چې په خپلو غوږو يې د ورڅخه په منډه انسان چيغې واورېدې، ايله يې زړه ته ولوېده چې انسان کله کله دومره هم شريف کېدای شي چې له ويده سپي څخه غوږ نه پرې کوي.

وو، نه وو،

يخ وهلی مار د اوبو پر غاړه لمر ته پروت وو. انسان يې پر سر ډبره پورته کړه. مار په خواره خوله وويل، مه کوه ظالمه! دا يخ مې هم وژني، يوه لحظه مې پرېږده چې هډونه مې ګرم شي. انسان سر وښوراوه، کاڼی پر ځمکه ولګېده او د مار پر ماته ژامه تودو وينو ليکه وکړه.

اې!

دلته ټولې کيسې له چپې خوا ليکل شوې دي. دلته ټول سپېڅلي ناولي دي. دلته د مېړانې هره کيسه له بې‌غيرتۍ پيل شوې. دلته هره لحظه د انسان له شره امان غوښتل شوی. دلته هره شېبه دروغ ويل شوي، تکرار شوي او بيا خلکو د يوه داسې رښتيا په توګه منلي چې د دروغ او رښتيا په اړه يې فکر کول هم شين کفر بلل شوی دی.

دا وطن،

ته وا د جبر په ورځ يې د تهداب ډبره ايښودل شوې. ته وا د ورانولو لپاره جوړ شوی. ته وا د ظلم، وحشت، شکنجې او عذاب ورکولو ازمايښت ځای دی. ته وا د دې وطن هر نارينه د خدای له قهره جوړ شوی. ته وا د دې وطن هره ښځه د مظلوميت، محروميت، بې‌وسۍ، بې زارۍ او بې‌کسۍ سمبول دی. ته وا د دې وطن هر نارينه پر خپلو حواسو ظالم دی. ته وا د دې وطن هره ښځه يو بې‌ګناه مجرم دی.

دلته،

هره ورځ يو انسان د اسلام په نامه وژل شوی. دلته هره ورځ د خدای يو بنده د خدای د رضا لپاره د ژونديو له ليکې ايستل شوی. دلته هره ورځ د خدای د کتاب يو ايت د چا د مرګ د فتوا په توګه کارول شوی. دلته هره ورځ د يوې پېغلې ژوند د يوې حورې په ولور کې اخيستل شوی. دلته هره ورځ يو بې ګناه انسان د يوه جنتي غلمان لپاره دوژخ ته لېږل شوی. دلته هره ورځ د دين په نامه خلک تېرايستل شوي. دلته هره ورځ د مذهب په نامه د وطن يوه ودانۍ نړول شوې. دلته هره ورځ يوه شيطان پر خپل نجس مخ د ږيرې نقاب راکش کړی. دلته هره ورځ يوه غله د مول پر ځای، پټکی تړلی. دلته هره ورځ اوسنی نغد ژوند تر مرګ د وروسته ژوند په بدل کې قرباني شوی. دلته هر ملا د جهالت پر خره سپور راغلی. دلته هره ورځ د تيارې هرکلي ته راغلې. دلته هره ورځ د خدای په نومونو ظلم شوی. دلته هر جاهل پر ځان د اسلام د ساتونکي نوم ايښی. دلته هره ورځ د خدای کتاب پر همدغو وحشيانو لعنت ويلی. دلته هره ورځ د اخيرت ده. دلته هره ورځ قيامت دی.

اسمايي غر به شاهد وي،

يوې بې‌وسې پېغلې د دوشمشېره پاچا سرته ناست کوډګر ته پلو وغوړاوه. جادوګر شيطان پر کاغذونو ليکې کش کړې، د روپو پر بنډل يې نجسې سترګې وبرېښېدې. تاويز کار و نه کړ، پېغلې تاويز د جوګي پر مخ وويشت، ناولې ږيره وښورېده، شيطانان ورڅخه د غومبسو د ځالې په څېر راووتل. يوه چټله خوله پرانيستل شوه، يوه ناولې د مرګ فتوا صادره شوه. پر دوو پښو روان د نړۍ تر ټولو کثيف او وحشي مخلوق پر يوه بې اسرې تورې سرې راتاو شول. غوږونه کاڼه شول، سترګې تر تنديو رالوړې شوې، بدبويه خولې پرانيستل شوې، لاسونه په حرکت راغلل، د يوې سپېڅلې ملايکې د بې وسۍ چيغې پورته شوې. په وينو لړلې خوله پر ځمکه ووهل شوه، له وينو ډکو سترګو له داغونو ډکې لمنې ونيولې، خدای له انسانانو مخ واړوه. وحشت وترهېده، يوه وروستۍ سلګۍ د اسمايي غره تر لويه ډبره لاندې وخته. پر بې سېکه اندامونو لمبې تاو شوې او بيا غره هم د وحشت دغې دردوونکې صحنې ته د کتلو تاب نه درلود.

بې‌غيرته غيرتي!

هغه ورځ کومې بلا وهلی وې چې اجير طالب د شيلګر په جومات کې پر ډمباره قرانونو تېل وپاشل او لمبه يې ورکړه.؟ هغه ورځ د څنګه مرګ په خوب ويده وې چې د دې وطن قاتل د خدای په کتاب کې بمونه ونغښتل.؟ هغه ورځ دې څه زوی مړ وو چې د خدای په کور کې د خدای بندګان په خپلو وينو ولړل شول.؟ هغه ورځ دې غيرت چېرې وو چې پردي پنجابي دې د خور پرتوګ اغوستی وو او تا ورته ژېړې سترګې نيولې وې.؟ هغه ورځ دې ايمان ولې دومره ضعيف وو چې پر جنازه ولاړ مسلمانان يې ټوکر ټوکر کړل او تا له بې ايمانۍ په زوره هم و نه ژړلای شوای. ومنه چې ته د بې‌غيرتۍ په ورځ زېږدلی يې. ومنه چې ستا غيرت يوازې پر بې وسه او مظلوم راولاړ شوی دی. ومنه چې تا د خدای نوم هم په منافقت اخيستی. ومنه چې ته خدای ته هم چل ورکوې. ومنه چې ته د خدای تر ټولو نجس مخلوق يې.

پوهېږې!

تا پر انسانيت بريد وکړ. تا د وحشت او ظلم پر څلي يوه بله خښته کېښوده. تا د عقدې ځنځير ته يوه بله غوټه ورواچوله. تا په مظلوم پسې د بې‌وسۍ تر يوه بل دېوال هم پښه ورواړوله. تا د وجدان پر ستوني ګوتې نورې هم ټينګې کړې. تا د درستې نړۍ په مخ کې له خپلې خور څخه جامې وايستې. تا د درستې نړۍ په مخ کې د خپلې خور اندامونه بربنډ کړل. تا له خپل ناولي مخ څخه يوه بله پرده هم پورته کړه. تا د دې وطن د غرور پر تابوت يوه بېل مخ  هم وواهه، تا د نړۍ تر ټولو بې وسه اندامونو ته اور ورکړ. ستا وحشت د دوژخ تر لمبو هم خونړی شو او بيا د زرګونو انسانانو په زړونه کې جنت اور واخيست.

536 total views, 1 views today

6 comments

  1. Paind Reply

    saqim bachai, le taswire zwan ye. kho qalam di pokh da.

    de shahidi Farkhnode gham reshtini insanaan wa zharawal.

  2. farhad Reply

    Sta pa zhaba beghairata insanan laka Nazar Maad Motmain aw Mla Omar Khar na pohezhy, pa panjabi ye walika che wa pohizhy, zra me dak de zhara razi ham dagha khlko mozh ta panjabi frhang rawar aw zhmozh sakha ye shaytaanaan jor kral. hagha khalaq che da kar rawa boli pa khpala shazha ye ham baak na raazi.

  3. شېرحسن Reply

    ډيره ښايسته ليکنه ده، په څو واره لوستلو ارزي، زه خو وايم چې د شهيدې فرخندې د يادګاري څلي پر ډبره دې ټول وليکل شي، دا د ځمکې پر مخ د جوړ شوي دوزخ د سترې تراژيدۍ انځور دی، ليکوال يې د زړه په مينه ستايم!

  4. فريد احمد Reply

    سقيم جانه وروره
    ستاسو ددې ښکلې ليکنې څخه مننه. تاسو خو واقعيتونه په ډېر ظرافت او پوخ ادبي زکاوت سره بيان کړيدی چې د انسان په څېرو کې ننوتي شغالان يې د کتلو او ويلو تحمل نه لري. کاش ستاسو په شان بیدار ضميرونه پدې هيواد کې ډېر وای. مونږ هغه جاهل احساساتي تش په نامه مسلمانان يو چې که څوک پرتوګ هم وباسي خو پام نه وي تر دې چې بل مو ورته پام کړي. مونږ تش په نامه غيرت او د ۵۰۰۰ کلن تاريخ لرونکي شعارونو د اور په ټغر کښېنولو او دا مو حالت دی. ای کاش د افغان نوم راپورې له سره تړلی نه وای.

  5. Abdul satar sera shinwari Reply

    Grana qaweem jana wroora stasoo da de khcle likne sakha deera manna j taso bilkul haqiqat likali khoooooooooooooooooo
    kash che dalt sook pa haqiqat paha she pa akher ke bia hum la ta deeeeeeeeeeera manana

  6. Abdul satar serat Reply

    deera manana wror jana bilkul haiqat de wawayl
    kho kash
    che dalta sook Pa haqiqat pohiday

Leave a Reply to فريد احمد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2