Categories

اعلان

Loading…

جبران خلیل جبران/ ژباړه: عصمت الله زهير\پنځمه\ برخه

پنځمه\ برخه

ژباړه: عصمت الله زهير

د ویالې سندره   !

زه په ناوه کي ګرځېدم دتلپاتي وجود د اسرار د اعلان دخپرېدو مهال دسهارناوي دخپلي تابانه څېرې پلو پورته کړو هم دا ګړی مي یوه بهانده ویاله ترسترګوسوه چي په لوړږغ یې دا زړه وړونکې سندره ږغوله :

ژوندڅه دی؟

عیش او عشرت؟

نه – ژوندمرام اودهغه تلوسه ده !!

مرګ څه دی؟

نیستي اوفنا؟

نه- مرګ تش له مرامه بې حسي اوناهیلي ده!!

فلسفي څوک دی؟

چي فلسفیانه خبري کوي ؟

نه هغه څوک چي دفلسفې پټ اسرارونه هم پېژني !!

لوی څوک دی؟

چي لوی منصب لري ؟

نه لویي خوهغه چالره ده چي منصب ته لته ورکړي !!

شریف څوک دي؟

چي بخت ورسره ملګری وي ؟

نه – ډېرشریفه خلګ خپل قسمت رټلي دي !!

ذلیل څوک دي ؟

چي په بند بندیان دي ؟

نه – زولنې خوکله کله ترامېلونوهم ارزښتناکي اوسپېڅلي وي !!

جنت څه ته وایي ؟

دثوابونودنیا؟

نه- جنت خوتش دسپېڅلوزړونونوم دی !!

دوږخ څه ته وایي؟

دکړاوونوکور؟

نه- دوږخ یکي یوازي له میني دتش زړه نوم دی !!

جاګیرداري څه ته وایي ؟

زر ذخیره کول؟

نه- دنیاډېرله پامه اچولي خلګ تر ټولو لوی اوغني وي !!

احتیاجه څوک دي ؟

چي حقیروي ؟

دنیاوي شتمني خو ډوډۍ اوکالي وي !!

جمال څه ته وایي ؟

ښایست ته ؟

نه- ښایست خوتش د زړونو لپاره دنور یوه وړانګه ده !!

کمال څه ته وایي ؟

چي پرهېزګار ورځني برخمن وي ؟

نه زیات فضل اوکمال په ځینو ګناهونو کي پروت دی !!

هغه او دغه غرونوته

ویالې دا سندره واوروله

ددې ویالې سندري زیات وختونه

ددې سیندونو پټ اسرارونه وي !

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۵) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۰\ ۱۳۹۳

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *