Categories

اعلان

Loading…

کلاسیک اقتصاد/ نصیر کوټوال

کلاسیک اقتصاد د اقتصادي اندونو هغه مکتب دی چې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ ترمنځ د ځینو اقتصاد پوهانو له لوري رامنځته شو. دا چې نوموړی اقتصادي مکتب تر ټولو لومړنی اقتصادي مکتب دی او د لومړي ځل لپاره یې اقتصاد د یو علم په توګه معرفي کړو، ځکه خو د اقتصادي مکتبونو د پلار په نوم هم یادیږي. د دغه اقتصادي مکتب بنسټګر ادم سمیت دی او د ریکارډو، جان سټوراټ میل او نورو اقتصاد پوهانو هم د نوموړي مکتب د علمي غنا سره لویه مرسته کړې ده.

د ادم سمیت د ملتونو د شتمنۍ کتاب د نوموړي مکتب د اقتصادي اصولو لومړنی کتاب و چې په ۱۷۷۶ زیږدیز کال کې چاپ شو. د ادم سمیت د نوموړي کتاب مهمه موضوع چې د کلاسیک اقتصاد بنسټ هم جوړوي دا ده چې اقتصادي جریان په ځانګړي توګه د توکو او خدماتو د تبادلې بازار یا مارکیټ باید ازاد پریښودل شي ځکه نوموړی بازار پخپله خپل ځان د توازن او انډول نقطې ته رسوي. ادم سمیت په دې اند و چې داسې یو نامریې یا نه لیدونکی ځواک Invisible hand شتون لري چې د عدم توازن پر مهال بازار بېرته د توازن حالت ته وړي ځکه خو اړتیا نشته چې دولت دي په بازار کې لاس وهنه وکړي او د بازار نظام دې مختل کړي.

کلاسیک اقتصاد پوهانو په بازار کې د دولت د نه مداخلي اصل یا Laissez Fair رامنځته کړ او په بازار کې یې د داسې رقابت ننګه وکړه چې د دولت د لاس وهنې څخه په امن وي. د کلاسیک اقتصاد ډېری نظریات د مارکېټ او د مارکېټ د فعالیتونو اړوند دي. کلاسیکو اقتصادپوهانو ادعا کوله چې زموږ د عدم مداخلې نظریات د اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي ځکه له دې لارې اقتصادي منابع پخپله هغه کارونو ته تخصیص کیږي چې ورته اړتیا وي. د ازاد بازار له فعالیتونو څخه هغه وګړي ګټه پورته کوي چې وړتیا یې ولري او څوک چې وړتیا و نه لري په دغه اقتصادي سیستم کې له صحنې څخه وتلو ته اړ کیږي، کلاسیک اقتصاد پوهان ادعا کوي چې دا چاره د دې لامل کیږي چې خلک په خپلو وړتیاوو کار وکړي او د اقتصادي غښتلتیا له لارې ډېره ګټه لاس ته راوړي.

په کلاسیک اقتصادپوهانو باندې ډېرې نیوکې هم شوې او د هغوی اړوند ویل کیږي چې هېڅکله خوشبین یا Optimistic نه وو. د بېلګې په توګه یې له مالتوس څخه یادونه کیږي چې د نفوسو اړوند جنجالي تیوري یې رامنځته کړه. مالتوس ویل چې نفوس په ډېرې چټکۍ سره زیاتیږي په داسې حال کې چې د غذایي توکو اندازه د نفوسو په پرتله ډېر کم زیاتوالی کوي او له بله اړخه د کښت او کر ځمکې دومره نه دي چې په راتلونکې کې دې ټولو وګړو ته خوراکي توکي برابر کړلای شي. د مالتوس دغه نظریې هغه وخت خلک را وپارول او اقتصاد یې د شیطان علم و بللو، هغه وخت ځینو خلکو ادعا وکړه چې نوموړی علم خلک بخل، حرص او پیسه دوستۍ ته رابولي. بیا هم مالتوس د دغه ستونزې د حل لپاره د دولت مداخله غوره نه ګڼله او ویل یې چې دا ستونزه باید د ځینو نورو وسایلو لکه د ازادې سوداګرۍ د زیاتوالي، د ودونو کمښت او نورو له لارې حل شي.

د روزګار اړوند کلاسیک اقتصاد پوهان په دې اند وو چې کله اقتصادي جریان خپل سر ته پرېښودل شي نو پخپله د بشپړ روزګار یا استخدام پړاو ته رسیږي. دوی ادعا کوي چې د بې روزګارۍ پر مهال کله چې د کاري ځواک عرضه زیاته وي نو د کارګرو مزدونه را لویږي او دا چاره کاري ځواک ته تقاضا زیاتوي او د روزګار کچه بېرته د توازن حالت ته رسیږي. په را وروسته وختونو کې کینز د کلاسیک اقتصاد پوهانو په دې اند نیوکه وکړه چې ګوندي اقتصادي جریان پخپله د توازن یا انډول نقطې ته رسیږي. د هغه نیوکو اړوند مو چې کینز په کلاسیک اقتصادپوهانو کړي د همیانۍ په یوه تېره ګڼه کې د کینز د اقتصادي نظریاتو تر عنوان لاندې تفصیلي لیکنه کړې ده.

کلاسیک اقتصاد پوهانو په ټوله شلمه پېړۍ کې اعتبار لرلو او د اقتصادي موضوعاتو اړوند د دوی له اندونو څخه پیروي کېدله خو د ۱۹۳۰ زیږدیز کال د لوی اقتصادي بحران پر مهال چې د نوموړي بحران د حل لپاره د کلاسیکو اقتصاد پوهانو هڅو کار و نه کړو نو ورسره د دغه اقتصادي مکتب د نظریاتو زوال هم پیل شو او پر همدغه مهال کینز د اقتصادي بحران څخه د یوې ټولنې د خلاصون لپاره یوازې د مارکیټ د میکانیزم ازاد پریښودل کافي و نه ګڼل او ادعا یې وکړه چې ګډ وډ شوی اقتصادي حالت هیڅکله هم پخپل سر بېرته د انډول نقطې ته نه ور ګرځي او په دې برخه کې دولت باید د مداخلي او د خپلو لګښتونو د ډېروالي له لارې د اقتصادي جریان د ثبات سره مرسته وکړي.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۲۵) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۰\ ۱۳۹۳

92 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *