Categories

اعلان

Loading…

سیاسي رهبران/ ژباړه: خداينور خانزاد\دريمه\ برخه

 عبدالله احمد بداوي د مالیزیا د پنځم پړاود لومړي وزیر په توګه خدمت کړی، په لاندي توګه د عبدالله احمد بیوګرافي، ژوند او ماشومتوب باندي بحث درسره شریکوو.

عبدالله د مالیزیا هیواد مشهور رهبر دی او د مالیزیا متحد ملت ګوند د ايډیالوژۍ په مفکوره ؤ. عبدالله احمد بداوي د فهیم ابراهیم بداوي زوی، د ایندون محمد جین عبدالله خاوند او د خیري او جمال الدین پلار دی.

نوموړی بکت مرتجم ښوونځۍ، کمبرج او مالیزیا پوهنتونو څخه فارغ شوی او د مرکزي بشر د پراختیا د پلار په نامه د یو بنسټ ایښودونکی دی. عبدالله د مالیزیا لومړی وزیر، د مالیزیا متحد ملت ګوند ريئس، اسلامی کنفرانس سازمان ریئس او نورو ادارو کښې کار کړی چي په مفصل ډول به یي تشریح کړو.

د مالیزیا پنځم پړاو لومړی وزیر عبدالله احمد د مالیزیا په تاریخ کښی تر ټولو محبوب ترین او یوازینی رهبر دی، د یاد هیواد اوسیدونکي ورته د ډیرې میني   عبدالله اکا وايي او د خپل کاري عمر په بهير کښې یي مهمو پوستونو کښې کار کړی.

عبدالله احمد د آسیان، غیر دولتي جوړښتونو، اسلامي کنفرانس سازمان د رئيس په توګه او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه مخکې تر دې چي لومړی وزیر شي خپل هیواد ته خدمت کړی. خپل ملت ته وفادار، صادق او ریښتینی خدمتګار پاته کیدو له امله د زین العابدین د مټ لقب باندي وياړل سوی .

تر فراغت وروسته بداوي د ځوانانو ا و سپورت وزارت کښې د ځوانانو د ریئس او د ملی عملیاتي شورا د منشي په توګه د مالیزیانو په اداري او ډيپلوماټکي جوړښت کښې دندې ترسره کړي.

عبدالله احمد د کفیله بطاس سیمې څخه پارلمان ته د کاندیدو په خاطر د خپلې مخکنۍ دندې څخه استعفا وکړه او په ۱۹۷۸ میلادي کال کښي یي ځان پارلمان ته کاندید کړ.

په ۱۹۸۸ میلادي کال کښې د هغه وخت لومړي وزیر ډاکټر مهتیر محمد، بداوي د مالیزیا دمتحد ملت ګوند د مرستیال په توګه وټاکه او بداوي لا په همدې چوکۍ ناست ؤ چی کابینه کښی د بهرنیو چارود وزیر په توګه وټاکل شو او ان تر ۱۹۹۳ میلادي کال پوري چي نوموړی د بهرنیو چارو وزیر ؤ همداشان د ګوند مرستیال هم پاته شو.

تر ۱۹۹۸ میلادي کال مخکي عبدالله احمد بداوي   په کابینه کښې خورا مهمو او ډول ډول پوستونو لکه دپوهنې وزیر، دفاع وزیر او بهرنیو چارو وزیر په توګه دندې اجرا کړې.

بداوي د خپلې ازمایښتي دورې د بشپړیدلو او د انور ابراهیم تر برطرفه کیدول وروسته د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو (۱۹۹۹ تر ۲۰۰۳) میلادی کلونو پوري او همدارنګه د مالیزیا د متحد ملت ګوند د ریئس په توګه هم دنده ترسره کړه.

بداوي د لومړي وزیر د دفتر په جریان کښې د روان فساد کچه ټیټه کړه او د اسلامی اساساتو په ترجمه کولو او د اسلام او اقتصادی پراختیا اړیکه د تکنالوژي سره په ډاګه کړه. بداوي د فساد په وړاندي دداخلي امنیت طرحه تکرار کړه او خپلې بهرنۍ پالیسي یې ښه جوړه کړه هغه ؤ چی بداوي د خپلو خلکو لخوا د (پک له) یا کاکا په نامه سره یاد شو.

بداوي د خپل موقف په وخت کښې د مالي بحران مسله حل او په واک کښې وساتله او پدې برخه کښې چې کومې پالیسۍ د پخواني لومړي وزیر له لوري جوړې شوې وې د ده لخوا په عمل ورسېدلې.

عبدالله بداوي د نویو اقتصادي پروګرامونو او پالیسو جوړونکی ؤ، ده بهرنۍ پانګونې، حکومتي قراردادونه او خصوصي سکتور پیاوړتیا، دکرهڼې برخه خصوصې کولو او بیوتکنالوژي برخه کښی خورا مهم کارونه ترسره کړل.

د جاپان او مالیزیا د آزاد تجارت قرارداد د بداوي په ریاست سره ترسره سو چې له مخې یي یادو هیوادو صنعتي محصولات تبادله، کرهڼې او دکبانو تولیدات يې یو له بل سره وپیرل او وپلورل.

بداوي په ۲۰۰۸ میلادي کال کښې د دوهم ځل لپاره د لومړي وزیر ټاکنې وګټلې او بریالی سو.

انعامونه او لاسته راوړني:

عبدالله احمد بداوي د خپلو ټولو دندو په بهير کښې په څلورویشت تقدیرنامو، لقبونو، انعامونو او جایزو باندي ویاړېدلی چي دټولو يادونه حتمي نه بريښي.

بداوی لومړی په ۱۹۶۵ زيږديز کال د اندون محمود سره واده وکړ چي په ۲۰۰۵ میلادي کال کښې نوموړې د سرطان د ناروغۍ له امله مړه سوه او دوه کاله وروسته بداوي د خپلې وريندارې جیني عبدالله سره نکاح وکړه .

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۵) ګڼه\ چارشنبه\کب ۲۰\ ۱۳۹۳

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *