Categories

اعلان

Loading…

په کندهار کي د اروزګان د امنيه قومندان فاتحه واخيستل سوه

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۱-۳

کندهار، افغانستان- نن په کندهار کي د اروزګان د امنيه قومندان لوی پاسوال مطيع الله خان فاتحه واخيستل سوه.

په ياده فاتحه کي چي نن سهار د خرقې شريفې په مسجد جامع کي واخيستل سوه، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي عبدالعلي شمسي، قومي مشر شاولي خان کرزي، د ولايتي شورا غړو، رئيسانو، ولسوالانو، سپين ږيرو او د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د اروزګان د امنيه قومندان لوی پاسوال مطيع الله خان روح ته د مرحمت دعاګاني وسوې او د نوموړي شهادت يوه لويه ضايع وبلل سوه.

داراز د شهيد مطيع الله خان کورنۍ ته د تسليت او جميل صبر غوښتنه وسوه.فاتحه

د اروزګان امنيه قومندان لوی پاسوال مطيع الله خان د پنجشنبې د شپې پر نهه بجې په مرکز کابل کي د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي په شهادت ورسېد.

42 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *