Categories

اعلان

Loading…

زموږ د ارواګانو همځولې/ اسدالله غضنفر

 ما د ۱۳۸۶ کال په جوزا کې د لنډیو په باره کې له استاد شپون او کاروان صاحب سره مرکه لرله. کاروان صاحب لنډۍ زموږ د ارواګانو همځولې وبللې چې ډېر خوند یې راکړ. استاد شپون هم د لنډیو په باب د لنډیو غوندې خوږې خبرې وکړې. استاد د شلمې پېړۍ د مشهور ژبپوه یوه خاطره بیان کړه:« زه له مارګن سټرن سره تګاب ته تللی وم. ده اووه څلوېښت ژبې زده وې، یوازې یې د پښتو اووه لهجې یادې وې. دی هغه وخت اتیا کلن و. غره ته یې وکتل، ویې ویل:

 په لویو غرو د خدای نظر دی

 په سر یې واورې وروي چاپېر ګلونه

او بیا یې مونږ ته وویل:« که افغانستان تکه تکه شي، که یې غرونه ونړېږي او سیندونه یې وچ شي او پښتانه ټول محوه شي خو لنډۍ به پاتې وي ، له دغو لنډیو به بېرته پښتانه را زرغونېږي او بېرته به افغانستان جوړ شي.»

 ګڼ پښتانه د لنډیو په باب د استاد شپون او کاروان صاحب په احساس کې شریک دي مګر سوال دا دی چې لنډۍ ولې په زړونو منګولې لګوي؟ دا څه راز دی؟ څه جادو دی؟ زه په سر کې غواړم دې پوښتنې ته خپل ځواب درسره شریک کړم او بیا به په دې  وغږېږم چې د لنډیو راتلونکې څنګه ده؟

 لنډۍ معمولا څښتن نه لري او دې ځانګړنې د هغې د پالش او لا بهتره کولو کار اسانه کړی دی او هم یې د خپل احساس په بیان کې د ویناوال ازادي یو څه زیاته کړې ده. البته، د فوکلور نور اکثره ژانرونه هم د ولس مال دي خو د لنډیو خوند پکې نشته.

  لنډۍ لنډه ده او ویناوال یې مجبور نه دی چې په زور یې وغځوي. د چاربیتې شاعر د چاربیتې د پوره کولو لپاره اضافي خبرو ته مجبورېږي او دا شی هنر د تصنع قرباني کوي. البته، کاکړۍ غاړه تر لنډۍ هم لنډه ده مګر د لنډیو محبوبیت یې نه دی موندلی. ولې؟

 کاکړۍ غاړه دومره لنډه ده چې د تشبیه او هنري توضیح لپاره یې لوښی تنګ دی خو لنډۍ برعکس د دویمې جملې د نسبي اوږدوالي په برکت د شاعرانه بیان لپاره خورا مناسبه ده. په لنډیو کې اورو:

د مجنون چارې په ما وشوې

چې لا اله وایم لیلا خولې ته راځينه

په اوله جمله کې له مجنون سره د ورته والي ادعا شوې ده . په دویمه کې د دې ادعا ثبوت وړاندې شوی دی. د ادعا ثبوت طبعا یو څه زیاتې کلمې غواړي چې د دویمې جملې اوږدوالی یې د لرلو ګنجایش لري.

 جانانه جګه درته نه شوم

تر پښو مې لاندې شول د زلفو تناوونه

دلته هم که دویمه جمله اوږده نه وای د پېښ شوي مشکل د توضیح لپاره به کافي ځای نه و.

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دينه

دلته په اوله کرښه کې ادعا شوې ده او ادعا لږې کلمې غواړي او په دویمه کرښه کې د ادعا ثبوت وړاندې شوې دی .ثبوت ته طبعا نسبتا زیاتې کلمې پکار وي چې دویمې کرښې ته یې ځایول اسان وو.

سبا د لوړو غرو مزل دی

د زلفو تار دې راکوه ملا پرې تړمه

اول باید له سفره خبر شو او بیا د سفر لپاره ضروري وسایل یاد کړو. لنډۍ د دویمې جملې د اوږدوالي په برکت همدا خبره په طبیعي ډول کوي خو په بیت کې چې باید دواړه نیم بیتي سره برابر وي، د دغه طبیعي ترتیب رعایت مشکل دی، ځکه خو همدا پاسنۍ خبره محمدي صاحبزاده داسې کړې ده:

چې پرې ملا وتړم تار د زلفو راکړه

د سبا ورځې وعده مې د سفر ده

په لنډیو کې اورو:

غم دې له تانه وفادار دی

ته کله کله غم دې تل راسره وینه

خو اشرف خان هجري چې د کرښو د برابري او ردیف غم ورسره دی، همدا خبره د کلمو د بې ځایه کولو او د مصنوعي ترتیب د راوستلو په بیه کوي:

یار په ملک راڅخه پاتو درد یې نه ځي

تر یار ډېر ګڼم بې شکه باوفا درد

خوشحال خټک فرمایي:

خوی دې درست د ترهېدلي غرڅه واخیست

وړاندې ځې تر شا کتنه کوې ښه

خو لنډۍ چې د ردیف مشکل نه لري او قافیه پکې خاصه ستونزه نه ده، همدا د خوشحال د بیت خبره په خورا طبیعي انداز کړې ده:

 د نجلۍ خوی د غرڅني دی

 غرڅه چې خلی پرې کوي عالم څارینه

رحمان بابا فرمایي:

ما چې ستا ښایست او نمر سپوږمۍ سره په تول کړه

تللي په میزان کې تر اسمانه سپوږمۍ نمر دي

له رحمان بابا وروسته حنان بارکزي ویلي دي:

دا ستا حسن مې له لمره سره تول کړ

په میزان کې ځکه لمر شو تر اسمان تېر

دا هم د حنان وینا ده:

چې تاله یې له یوسف سره ستا حسن

ترازو پسې اسمان ته مشتري لاړ

خو په لنډیو کې اورو:

تله د لمر اسمان ته لاړه

ما چې دا ستا حسن له لمر سره تالونه

د رحمان بابا او میرزا حنان خبره په لنډۍ کې هم راغلې ده خو د لنډۍ جمله ځکه د خبرو غوندې طبیعي ده چې یو خو د بیتونو برعکس د جملو د برابري ستونزه پکې نشته، بله دا چې د لنډۍ ویناوال مجبور شوی نه دی چې د قافیې لپاره په خورا خاصو کلمو پسې وګرځي او دریمه دا چې په دې لنډۍ کې د اکثرو لنډیو غوندې فعل د جملې په پای کې راغلی دی. د پښتو جملو طبیعي جوړښت داسې دی: فاعل، مفعول ، فعل.

دولت لواڼی وایي:

نور دې نیسي لاس و پښې د مشایخو

ما نیولی دی په لاس زمام د زلفو

له هغه وروسته خوشحال خټک ویلي دي:

زه د ښکلیو په پښو سر ږدم که نور خلق

خپل سرونه د پیرانو په اقدام ږدي

په لنډیو کې اورو:

خلک د پیر لاسونه نیسي

ما د وړکوټې نجلۍ پښې نیولې دینه

دلته هم وینو چې د دویمې جملې اوږدوالي او د قافیې اساني د لنډۍ له طبیعي والي او خوندور والي سره مرسته کړې ده. دولت لواڼی او خوشحال خټک د قافیې په خاطر مجبور شوي دي چې د ( زمام) او( اقدام ) غوندې کلمې ومومي. دولت د ردیف په خاطر مجبور شوی دی چې د معشوقې زلفې ونیسي، حال دا چې په لنډۍ کې د معشوقې پښې نیول شوې دي چې په مینه کې د عذر و زارۍ او تسلیم د بیان لپاره ډېر په ځای انتخاب دی. د خوشحال خټک په بیت کې د جملو د برابري په خاطر ویناوال مجبور شوی دی چې  د دویمې جملې یوه برخه( نور خلق) په لومړۍ نیم بیتي کې له لومړۍ جملې سره یو ځای کړي او بیت هغومره طبیعي را نه شي لکه لنډۍ چې ویل کېږي. همدا وجه ده چې دغه لنډۍ د بې شمېرو کسانو په حافظو کې ژوندۍ ده خو هغه بیتونه یوازې په دیوانونو کې ژوند کوي.

 د کتابونو شاعري او په تېره بیا دیواني شاعري د خپلو دودونو تابع ده. کلاسیک  شاعر چې دیوان تدوینوي، مجبور دی داسې غزلونه هم ولري چې بیتونه یې مثلا په ( ذال) یا ( ض) پای ته رسېږي. شاعر د صنعتونو په راوړلو کې خپل کمال ویني او ممکن د تصنع ښکار شي.

شاعر چې د لفظي بدیع له صنعتونو خبر دی، ممکن په صنعت پسې لاړ شي او د ژوند واقعي تجربه هېره کړي، خو د لنډیو ویناوال چې صنعتونه نه پيژني، په اوله درجه کې خپل احساس او تجربې ته اهمیت ورکوي او دې خبرې ته هیڅ پام نه  کوي چې په لاندنۍ لنډۍ کې خو څلورو اوږدو یاګانو یو بل خوند هم پیدا کړی دی:

نن مې همزولې مېلمنې دي

شولې لندې دي چرګ نیوی نه راکوینه

 شاعر ممکن د تجنیس د صنعت په خاطر ووایي چې شنو خالونو یې زړه ورشین کړی او تورو زلفو یې بخت ور تور کړی دی، خو د لنډیو ویونکی وایي:

زه یې په توره سپینه نه یم

کږه وږه په لارې تله میین یې کړمه
په دې لنډۍ کې مبالغه نشته او د ژوند واقعي تجربې ته نږدې ښکاري، حال دا چې په کتابي شاعري کې مبالغه ډېر اهمیت لري. یوه شاعر چې زلفې ماران کړې، بل له هغه واړوله ، ښاماران یې وبللې ، دریم د تورو بلاوو نوم ورکړ. یوه شاعر چې ملا د لښتې غوندې نرۍ وبلله ، بل د مبالغې د دود په پیروي د وېښته غوندې نرۍ کړه او اوس مې هېر دي چې زموږ استاد بیتاب مرحوم د معشوقې ملا  که د هغې د زنې خال ( نکتهء موهوم) بللی و. په لنډیو کې چې د شاعرانو تر منځ د رقابت دود نشته، د مبالغې او تصنع امکان کمېږي او د ژوند د تجربو د بیانولو امکان زیاتېږي. په شعرونو کې جانان سپین یا غنم رنګی دی خو په واقعي ژوند کې ضرور نه ده چې جانان دې همېشه سپین او لمر مخی وي. لنډۍ چې د شعري دودونو په ځای د واقعي تجربو بیان ته مایله ده، نو وایي:

 چا راته وېل جانان دې تور دی

ما په رڼا لیدلی نه دی تور به وینه

په دیوانونو کې معرفي شوی میین د معشوقې بدمرغي نه غواړي خو د لنډیو میین یا میینه د ارواپوهنې له منطق سره سم شاید د هغه چا له ځورولو خوند واخلي چې زړه یې ورباندې بایللی دی:

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی

په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې ته ورځمه

مونږ ته مینه معمولا یوه عاطفه ښکاري خو حقیقت دا دی چې مینه د ګڼو او متضادو عاطفو او احساساتو مجموعه ده. هغه څوک چې په بل میین شي، خپله ایګو او زه ولي تر پښو لاندې کړي او لاشعور ته شړل شوې زه ولي (Egoism)ممکن د شیرعالم د قهر او کینې او حسادت په بڼه راڅرګنده شي او میمونۍ ووژني. دا لنډۍ دي چې د لاشعور بوږنوونکي  پیغامونه را رارسوي:

د اباسین څپې دې یوسه

 چې مور دې شګې پلټي پلار ګودرونه

په یوه پخواني روایت او اسطوره کې راغلي دي چې لمر په سپوږمۍ زړه بایللی و خو پر سپوږمۍ یې دومره ښکلا نه لورېده، رخه یې راغله، په خټو لړلی لاس یې د هغې پر مخ تېر کړ. اوس چې د سپوږمۍ په مخ داغونه وینو ، دا هماغه د خټو لکې دي. لنډۍ د اصیلو اسطورو غوندې د بنیادم د روح ژورو ته ورکوزېږي.

  د مینې هیڅ واقعي رابطه بې لوبو او بې ټوکو نه وي خو اکثره شاعران چې معمولا رسمي چلېږي، د مینې دې اړخ ته پام نه کوي مګر په لنډیو کې اورو:

خوله به د خدای په رضا درکړم

منګی مې ولې چړپوې لنده دې کړه

یا: په ګل ګلاب دې وویشتمه

تر لاس دې جار شم رقیبانو ولیدمه

اویا: مخ په مړوند کله پټېږي

بې نیازه یاره سلامي ولاړه یمه

 په مینه کې یو بنیادم په دوو بنیادمانو بدل شي، په دې معنا چې خپل ژوند او شخصیت له بل سره شریک کړي. د یو بل چا غم یې خپل غم شي او د هغه خوشحالي یې خپله خوشحالي شي. دا لاندې لنډۍ نه یوازې په مینه کې د لوبو او ټوکو بیان راته کوي بلکې په مینه کې له بل سره د ژوند د یو کېدلو نفسیاتي حقیقت هم پکې بیانېږي:

خال دې واهه خبر دې نه کړم

ناغه به راکړې د سرکو شونډو سرونه

د مینې د باریکیو په بیان کې یوازې خوشحال خټک له لنډیو سره سیالي کولای شي.

 د خوشحال خټک له دیوانه پرته په نورو دیوانونو کې مینه تقریبا یو اړخیزه وي خو په لنډیو کې ښځه فعال حضور لري.

 ارواپوهانو ویلي دي چې په مینه کې نارینه معمولا د تصرف او نیولو لپاره یرغل کوي او ښځه د دلبرۍ لپاره په ښا ځي. په لنډیو کې مینه د ارواپوهنې له دې اصل سره برابره ده. دلته اورو:

په کشمالو کې ورته پټ شوم

نجلۍ اوربل کې کشمالي ږدي رابه شینه

په دیوانونو کې د مینې د خاطرو زمان او مکان معمولا مبهم وي خو دا لنډۍ دي چې راته وايي:

هغه دې هېر که دې په زړه دي

چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

موږ په دنیا کې د لنډې مودې په مخه اوسو او په دې لنډه موده کې هم هیڅ وخت په یوه حال نه یو. هغه څوک چې مو پرون ډېر خوښېږي، نن یې شاید ښه ونه اېسوو. د ژوند دغه واقعیت د دیواني شاعري د دودونو خلاف دی، خو لنډۍ چې د کتابي شاعري د دودونو پروا نه لري، د ژوند واقعي تجربو ته ورته خبره کوي:

 یو وار دې لاس په لاس کې راکه

دا لاس نیوی به دې تر ډېرو یادومه

البته، په عشق کې د ابدیت ادعا د یوه احساس بیان دی او غیرطبیعي نه ده خو که همېشه د ابدیت خبرې وشي، بیا نو احساس او تجربه نه بیانوي بلکې د دود پیروي ده.

 شاعر چې د نااشنا لغتونو، نااشنا صنعتونو، باریکو خیالونو، علم او فلسفې ته د زیاتو اشارو، په اخلاقي ارزښتونو باندې د تاکید او تصوف په ذریعه تر نورو بر ښکاري، اورېدونکي ته دومره خپل نه ښکاري لکه د لنډۍ ویناوال چې خپل او د ځان غوندې اېسوي.

 یو وخت چې ما تازه نطاقي پیل کړې وه، جملې به مې ژر ژر ویلې او له دې تصوره به مې خوند اخیست چې اورېدونکی مې لایق او مسلط وګڼي خو ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدم چې په خلکو باندې لاسبري نه بلکې برابري ښه لګېږي. خلک له دې سره دلچسپي نه لري چې د شاعر لیاقت او مهارت تصدیق کړي بلکې غواړي چې د زړه خبرې واوري. فطرت راباندې ځکه ښه لګېږي چې احسان راباندې نه اچوي او هغه څه چې ورسره دي هغه بې کلانکارۍ زموږ مخې ته ږدي. لنډۍ چې په فطري انداز ویل کېږي او د زړه خبرې کوي، زړونو ته په اسانۍ سره لار مومي.

شاعر چې دیوان جوړوي، ګڼ شعرونه هسې د دیوان جوړولو په خاطر وایي. زه یو شاعر پیژنم چې یو چا ورسره د شعرونو د چاپولو وعده وکړه او ده یوه لویه برخه شعرونه تر وعدې وروسته په څو اونیو کې وویل چې کتاب یې برابرشي. د لنډیو ویونکي  دغسې څه ته نه مجبورېږي.

 ژبه بدلېږي او لنډۍ چې خاص څښتن نه لري، د وخت په تېرېدو سره یې په ژبه کې د تغییر امکان شته، مګر کتابي ژبه په یوه حال پاتې وي او د څو سوه کاله پخوا ژبه اوس نا اشنا غوندې ښکاري. رحمان بابا فرمایي:

 هیڅ پوره به دې نیمګړې نه شوی خدایه

 که بېلتون د دوه یارانو وبله نه شوی

همدا خبره په لنډیو کې داسې راغلې ده:

عاشقي وای جدایي نه وای

 خدایه په در کې به دې څه کم شوي ونه

د رحمان بابا د بیت په نسبت د دې لنډۍ د محبوبیت د زیاتوالي  یو دلیل دا هم دی چې د بابا په بیت کې د ( وبله ) کلمه راغلې ده چې اوسنو خلکو ته پردۍ لګي.

 لنډۍ چې اوږدېدلای نه شي نو ایجاز ته مایله ده او سیمبولیک انداز پکې پیاوړی دی.

 سپوږمۍ په غره راپورته کېږه

 چې مسافر په سین ګډېږي ډوب به شینه

دغه سپوږمۍ ممکن د اسمان پېغله وي او ممکن مرشد وي. دغه مسافر کېدای شي  مسافر وي او ممکن د حقیقت د لارې سالک. دغه سین ممکن د اوبو سین وي او شاید هغه خوني دریاب وي چې د حقیقت د لارې لارویان پکې لاهو کېږي او د کعبې په ځای ترکستان ته رسېږي. سیمبولیک انداز ته د لنډۍ تمایل د هغې د کلمو او جملو د مختلفو تعبیرونو امکان زیاتوي او د اورېدونکي خیال پاروي.

  پاس په کمره ولاړه ګله

 نصیب د چا یې اوبه زه در خېژومه

دغه ګل یو ښایسته نبات دی، یو ښکلی بنیادم دی، یوه بله ارزو ده، یو اجتماعي مقصد دی، مختلف تعبیرونه یې ممکن دی. دغه راز د کمراو اوبو خېژولو کلمې هم مختلف تعبیرونه لرلای او د اورېدونکي خیال پارولای شي.

 کاروان صاحب په هغه مرکه کې د یوې لنډۍ د جوړولو کیسه راته وکړه:« زه چې ماشوم وم، نو زما مور به چې څلور وروڼه یې سر په سر مړه شوي وو، ما ته د دوی د مرګونو کیسې کولې او بیا به یې وژړل او بیا به یې یوه لنډۍ راته وویله چې زما نیا ویلې وه او نیا مې د خپل زوی په باب ویلې وه چې حلیم نومېده او ډېر شوخ و.

زموږ په غره کې یو ځنګل دی، تنګړی ورته وایي. دلته وچ کمرونه دي، په دې کې حلیم یوې څېړۍ ته د مرغۍ په ځالې پسې ختلی و او چې ځالې ته یې لاس وروړی و، مار چیچلی و. مار یې په لاس پورې خښ و، ده چېغې کړې وې، مار یې له لاسه لرې کړی و او چې کلي ته رسېده، مړ شوی و. دې ماشوم ته خپلې مور، زما نیا، یوه لنډۍ ویلې وه چې شاید ټول عمر کې یې همدا یوه لنډۍ ویلې وي، چې:

 د تنګړي په وچ کمر کې

 حلیم نارې وهي چې ګوښی پاتې یمه»

د کاروان صاحب په نظر« یو چا ممکن په ټول ژوند کې یوه لنډۍ ویلې وي خو په ډېر جذباتي حالت کې، که هغه غم وي یا خوشحالي، لکه ماشوم چې په تصادفي ډول په ملغلره پېښ شي.»

ما هم له خپلې مور څخه اورېدلي وو چې : « د شپږو اوو کلونو به وم (= اویا کاله پخوا)، هلته یوه ښځه وه چې په کوچیانو کې په یو چا میینه شوه او چې کوچیانو کډې وکړې او دا د هغو په لوګو مېلو( مېنو) راغله نو ( های ) یې له خولې ووتل او لاسونو ته یې ټک ورکړ او ناڅاپه یې وویل:

 د تا په لوګو مېلو راغلم

 یو وار مې هی کړل بیا مې ټک وهل لاسونه»

لنډۍ چې معمولا په شدید روحي حالت کې د اردو ژبو په اصطلاح د آورد نه بلکې د آمد په حکم ویل کېږي، الهامي ښکلا پکې زیاته وي.

 لنډۍ چې دومره ښکلې دي، ولې پخوانو شاعرانو او ادبپوهانو خاص اهمیت نه دی ورکړی؟

دا پوښتنه دوه ځوابونه لري. یو احتمال دا دی  چې پخوانو ته یې هم خوند ورکاوه مګر دوی دومره زیات د شاعرانه دودونو او تشریفاتو تر اثر لاندې وو چې له خپل طبیعي او ولسي ادب سره د مینې څرګندول ورته کسر شان ښکارېده.

 بل دلیل دا کېدای شي چې لنډۍ زموږ د پخواني ژوند تر ټولو اصیلې انځورګرې دي او اوس چې په ښارونو کې اوسو او په کلیو کې مو هم د پخواني ژوند ځای نوی ژوند او نوي وسایل نیسي، نو یوه ورکه احساسوو او لنډۍ چې مو له پخواني ژوند سره وصلوي، خوند ورنه اخلو. له دې لنډۍ څخه که مونږ تر پخوانو زیات خوند  واخلو، د حیرانتیا ځای نه دی:

 سپینې کوټې یې کنډوالې کړې

زما یادېږي د کېږدیو شمالونه

دا خو پخوا زمانه وه چې ساعتونه نه وو او د شپې وخت به مو په پاکه فضا کې د سپوږمۍ په حرکت اندازه کاوه:

 سپوږمۍ نیمی اسمان ته راغله

زه خواره ناسته مرور پخلا کومه

دغه خټې او دغه کنډوونه که په لنډیو کې ونه مومو، په کوم دیوان کې به یې څرک لګوو؟

 که دیدن کړې تلوار راوکړه

 خټې یې کړې کنډوونه بندوینه

موږ په خپلو کورونو کې پخواني چیني لوښي په المارۍ کې او په تاق کې ږدوو او له لیدو یې خوند اخلو. دغه لوښي د یوه له لاسه ورکړي ژوند په باره کې زموږ د افسوس او ارمان مجسم شکلونه دي. لنډۍ همدا نقش لري او ځکه خو مو د پخواني تمدن د لمر له پرېوتو سره د لنډیو د سپوږمۍ ښکلا سترګې وځلولې.

 سپوږمۍ چې د شاعرانه دودونو غلامه نه ده، چې د قافیې ازادي او اساني پکې زیاته ده، چې د شاعر د نوم د نشتوالي په وجه بندیز پکې کم دی، چې یوه جمله یې لنډه او بله اوږده ده، چې د صنعت د استعمال ضرورت پکې نشته، چې ژبه یې اوسنۍ ده او ویناوال یې د لاسبرۍ احساس نه لري، چې د ایجاز امکان پکې زیات دی او چې د پخواني تمدن تر ټولو ښکلې نخښه ده، نو په هغه مرکه کې  د استاد شپون په قول« لنډۍ ماته د ولس ناموس ښکاري. داسې راته نه ښکاري چې چا ویلې وي، داسې راته ښکاري چې زرغونې شوې وي. یو رقم لاشعوري تکل یې ګڼم، نو لاس نه وروړم پخپله یې نه لیکم.»

 هغه چیني لوښو ته هم لاس نه وروړو.

که لنډیو ته لاس ورنه وړو نو دا لړۍ به څنګه ادامه مومي؟

 اکاډیمسین سلیمان لایق د لنډیو د زوکړې او مړینې په باره کې یوه ښکلې تشبیه لري. دی لیکي:« د لنډیو هستي له ځینو جهاتو څخه د څېړۍ ونې ته ورته ده چې پاڼې یې یو ځای او یو ځل نه تویېږي بلکې تدریجي، پرله پسې او نامحسوس خزان پرې تېرېږي. لنډۍ کټ مټ د څېړۍ پاڼو ته ورته دي چې له خپلې لویې ونې ( د خلکو له حافظې) څخه یوه، یوه او په کراره، کراره د باندې راوزي او پر ځای یې یوه، دوې یا زیاتې لنډۍ د ولس د ژوند پر ډنډر باندې راټوکېږي، یعنې د لنډیو د لویې ونې له لکونو پاڼو څخه ورځ تر ورځې، میاشت تر میاشتې او کال تر کاله یو څو محدودې تر وخت تېرې پاڼې چې د ټولنې د ضرورت او ذوق تنده نشي ماتولای، راتویېږي او د ژوند نوې پاڼې د دې لرغونې ونې پر څانګو باندې د ضرورت پر بنا د رژېدلو پاڼو ځای نیسي او په دې توګه په ونه کې پر له پسې د پاڼو د تدریجي راټوکېدو ، ځوانېدو ، رژېدو او مرګ پروسه دوام لري. له همدې کبله دا لرغونې ونه لا تر اوسه پورې هیڅکله نه ده لوڅه شوې، ښکلې او په پاڼو پټه پاتې شوې ده. »

د لنډیو ویناوال له کتابونو څخه نه بلکې له ژوند او چاپېریاله الهام اخلي او څرنګه چې ژوند بدلېږي نو هغه لنډۍ هم هېرېږي چې له خپلو اوسنیو تجربو سره ارتباط نه شو ورکولای خو ودې شي چې یوه لنډۍ دې په سلګونو کاله پخوا ویل شوې وي او ژوندۍ دې پاتې وي، ځکه د لنډۍ سیمبولزم ته مایل سبک د هغې د معناوو د تعبیر امکان ډېروي او دا فرصت برابروي چې یو ډېر پخوانی مثال په اوسني ژوند کې له سره تعبیر کړو او له خپلو اوسنو تجربو سر ه یې ونښلوو.

تر دا خروړي سپي راتېر شه

تر دا ملالې خولې به زه در تېره شمه

کېدای شي چې دا لنډۍ په اوله کې هغه چا ویلې وي چې د دې او میین تر منځ یې یو خروړی سپی ولاړ و خو اوس چې په ښارونو کې خروړي سپي نه لرو، بیا هم له خروړي سپي د راز راز اجتماعي ، اقتصادي او کلتوري بندیزونو معناوې اخیستلای شو.

ژوند بدلېږي او ضرورتونه نورېږي. ایا لنډیو ته که لاس ورنه وړو، ژوندۍ به پاتې شي؟ له ژوندي پاتېدو مې یو مقصد دا دی چې ایا راتلونکي خلک به هم د اوسنو غوندې خوند ورنه واخلي؟ او بله دا چې په راتلونکي وخت کې به هم د لنډیو نوې پاڼې زرغونې شي؟

 زما په خیال راتلونکي خلک به لا زیات خوند ورنه واخلي ځکه لنډۍ د تېر ژوند خاطرو ته ورته دي او چې څومره ورنه لرې کېږو، هغومره یې اثر زیاتېږي. البته، زموږ ټول تېر ادب د تېر ژوند استازی دی خو یا د فورم خنډونو او یا  د ادبي دودونو او اصولو زنځیرونو نه د نورو ولسي ژانرونو ویناوال او نه دیواني شاعران دې ته پرې ایښې دي چې تیر ژوند د لنډیو غوندې په کامیابۍ سره انځور کړي. په لنډیو کې زموږ د تېر ژوند تر ټولو روښان تصویرونه خوندي دي او اوس چې مو نوی تمدن له زاړه ژونده په زور او یا په رضا بېلوي، له لنډیو هاغسې خوند اخلو لکه د ښار له شورماشوره راوتلی سړی چې یې د صحرا له سکوته اخلي.

 نو که لنډۍ په دې خاطر ژوندۍ پاتېږي چې د تېر له لاسه ورکړي ژوند روښانه انځورونه پکې دي، په راتلونکې وخت کې به نوې لنډۍ د څه لپاره ویل کېږي؟

 زما په نظرد دې لپاره چې اوسني او راتلونکي خلک د لنډۍ ژانر تاند وساتي او د څېړۍ څانګې لغړېدلو ته پرې نه ږدي، دوه، درې ټکو ته دې پام ولري: یو دا چې راتلونکې لنډۍ دې تېر ژوند او فرهنګ ته مایلې پاتې شي. له تېر ژونده مې منظور خامخا هغه زمانه نه ده چې اوسنی تمدن پکې نه و، بلکې که اوسني تمدن ته هم پکې اشاره کېږي، یو څه پخوانی رنګ دې ولري او د تېرو خاطرو نخښې دې پکې وي.

 د فرهاد دریا په یوه سندره کې اورو:

تر دا کټ کټ خندا دې جار شم

لکه ماشین چې په بخمل وچلوینه

د خیاطي هغه ماشین چې په بخمل باندې کټ کټ خندا ته ورته اواز تولیدوي، د نوي تمدن محصول دی خو د کمپیوټر یا موبایل غوندې نوی صنعت نه دی. د خیاطي ماشینونه له کوچینوالې او له لاسه ورکړي پخواني وخت سره بې تعلقه نه دي.

 له شوروٍي سره د جهاد په وخت کې دا لنډۍ مشهوره شوه:

 وطن ګټلی رانه نه شې

روسیه ولې ورانوې ودان کورونه

دلته اوسني ژوند ته اشاره کېدله خو روح او سبک پخوانی و. د شوروي په ځای د روسیې اوسېدونکي ته اشاره د پخواني سبک او ذهنیت استازیتوب کوي. مونږ په پخوانو لنډیو کې انګلستان یا بریتانیا نه یادوو، بلکې پرنګی یادوو: بې ننګي زور شوه پرنګیان چترال ته ځینه. دغه راز د وطن د نیولو په ځای د وطن ګټل او یا مثلا د هېواد د اقتصادي امکاناتو د تباه کولو په ځای د کورونو ورانېدا یادول، د پخواني چاپېریال احساس رابخښي.

 په اوسني او راتلونکي وخت کې د کامیابو لنډیو د ویلو لپاره د لنډۍ له سبک سره لا زیاته اشنایي پکار ده. د لنډۍ ژبه د لغتونو، ترکیبونو، ادبي صنعتونو او محتوا له نظره ځینې ځانګړنې لري چې مونږ لا تر اوسه پورې لازم غور نه دی ورباندې کړی. د لنډۍ ژبه ترکیبونو ته چندان جوړه نه ده، لغتونه پکې هغه خوند کوي چې په ولسي ژبه کې استعمالېږي، ځينې صنعتونه لکه مدعا مثل یا حسن تعلیل پکې ممکن ښه راشي خو ځینې نور، مثلا هغه صنایع چې یوازې باسواده مخاطب ورته متوجه کېدای شي ، چندان پکې  طبیعي نه برېښي.د محتوا له نظره لنډۍ د مینې، مړینې، بېلتانه ، پردېسي او داسې یوې نیمې بلې موضوع د بیان لپاره زیاته  استعمال شوې ده. په لنډیو کې که عرفاني مینه نشته یا تقریبا نشته نو بچه بازي یا یوازې له جسم سره مینه پکې هم نشته یا تقریبا نشته. د مشهورو او تلپاتې لنډیو په سبک او محتوا باندې غور به په راتلونکي وخت کې د کامیابو لنډیو له ویونکو سره مرسته وکړي. د هایکو په لنډه کي ژانر باندې غور د هایکو له ویونکو سره مرسته وکړه چې خپله لاره وپيژني او ډېرې کامیابې هایکوګانې ولیکي. د سبک په لحاظ تشبیه ته تمایل نه لرل او د موضوع په لحاظ موسم ته اشاره کول یا د خپلو احساساتو له بیانولو څخه ډډه کول د هایکو شاعري ځینې ځانګړنې دي. د لنډیو ځانګړنې هم باید یوازې په دې کې خلاصه نه شي چې د نهو او دیارلس څپو له دوو کرښو جوړېږي.

 ځينې کسان د لنډیو له جوړولو سره مخالفت کوي او وایي چې له مصنوعي کېدو یې وېرېږي. دوی دا هم وایي چې لنډۍ د ولس مال دی، که خاصو کسانو ته منسوبې شي، خوند به ونه کړي. د دې نظر مخالفان وایي چې د لنډۍ ولسیتوب له دې سره تعلق نه لري چې ویناوال دې یې نامعلوم وي، بلکې له دې سره تعلق لري چې ولس یې ومني او خوښه یې کړي. زما په نظر د مصنوعي او ناکامو لنډیو د ویلو وېره به هغه وخت کمه شي چې د لنډیو روح او جوهر لا زیات وپېژنو او هغه محکونه ومومو چې د لومړۍ لنډۍ طبیعي والی او د دویمې مصنوعي والی رامعلوموي:

 د پسرلي په راتلو پوه شوم

 جینکو راوړه په اوربل کې زېړ ګلونه

د پسرلي هوا لګېږي

ستا د پېکي په نسیم زړونه تازه شونه

 په لومړنۍ لنډۍ کې د پښتني ذوق یوه بېلګه، د وطني  ژوند یوه منظره او د میین زړه یوه تجربه وینو. زېړ ګل زموږ د خوښې ګل دی. په پسرلي کې  د ګلونو راوړل او په اوربل کې ټومبل زمونږ د کلچر برخه ده.  د پسرلي له راتلو څخه په دې ډول خبرېدل د هغو کسانو تجربه ده چې د انسان د حسن ښکلا یې توجه دومره وراړولې ده چې په طبیعت کې له تغییره یوازې هغه وخت خبرېږي چې په اوربل کې تغییر وویني. د نجونو ښکلا هاله یو په دوه شي چې ذوق یې هم ښکلی وي. په اوربل کې زېړګلونه ټومبل او د پسرلي په نخښو پسې سفر کول د دې لنډۍ نورې پټې ښکلاوې دي. خو په دویمه لنډۍ کې داسې څه نشته چې زموږ له ذوق او چاپېریال سره تعلق ولري. د لنډۍ سبک د پېکي د نسیم ترکیب ته مایل نه ښکاري او د معشوقې د پېکي په نسیم باندې د ګڼو کسانو د زړونو تازه کول د هغه ولس تجربه نه ده چې لنډۍ پکې ویل کېږي. د لنډیو واقعي ویونکي چې له واقعي ژونده الهام اخلي، د دویمې لنډۍ د لومړۍ او دویمې کرښې په ارتباط باندې چندان نه پوهېږي.

 د ولسي ادب  ژانرونه معمولا په بېسواده ټولنه کې غوړېدلې وي. بې سوادي مخ په کمېدو او ختمېدو ده او د ولسي ادب ګڼ ژانرونه به څنډې ته شي خو د لنډیو څانګه د لغړېدو لایقه نه ده. دا څانګه باید په پاڼو کې پټه وي. که دغه پاڼې په لاسونو کې مروړو ، وچېږي او که یې خسمانه ونه کړو، نو هم یې د اوچېدو خطر دی. د وطن د غرونو څېړۍ په پیړیو پیړیو ولاړې وې او د ختمېدو وېره یې نه وه، خو د اوسنو حالاتو غوښتنه دا ده چې د خپل کور د ونو په څېر د څېړۍ د خودرویو ونو ساتنې او پالنې ته هم یو بندوبست ولرو.

92 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *